د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

د مرسل نبي‌زاده وژنې ته د يو شمېر سياسي څېرو غبرګونونه او اندېښنې


مرسل نبي‌زاده
مرسل نبي‌زاده

د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې د غړې مرسل نبي‌زاده پر وژلو اندېښنه څرګنده کړې.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وایي، د مرسل نبي‌زاده وژل ښېي چې طالبان د سیاسي څېرو د امنیت په خوندي کولو پاتې راغلي.

"د ولسي جرګې د یوې پخوانۍ غړې، مرسل نبي‌زاده د ترور پېښې موږ ټولو ته ټکان راکړی

هغې تېر ماښام ازادي راډیوته وویل، د دې تمه چې طالبان به بشپړ امنیت ټینګ کړي، سمه نه‌ده ځکه د دې په باور طالبان د حکومتولۍ تجربه نه‌لري او او د خلکو په وړاندې هم د مسولیت احساس نه‌کوي.

اغلې کوفي وويل: "د ولسي جرګې د یوې پخوانۍ غړې، مرسل نبي‌زاده د ترور پېښې موږ ټولو ته ټکان راکړی خو تعجب مو ځکه نه‌دی کړی چې هغه یوازینی کس نه‌دی چې په افغانستان کې وژل کېږي بلکه هره ورځ د دې هېواد په مختلفو سیمو او ولایتونو کې په مختلفو نومونو او بېلابېلو عناوینو په لسګونو کسان وژل کېږي."

فوزيه کوفي
فوزيه کوفي

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې، مرسل نبي‌زاده د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې په خپل کور کې له خپل یوه ساتونکي سره د نامعلومو وسله‌والو په برید کې وژل شوې.

د هغه په خبره د نبي‌زاده یو وراره هم په دې پېښه کې ټپي شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې یوه غړې وژل کېږي.

هغه هدفي وژنې چې ترسره کېږي، د جدي اندېښنې وړ دي.

د دې جرګې یوې بلې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ هم په افغانستان کې د ښځینه سیاستوالو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

هغې تېر ماښام ازادي راډیوته وویل: "په خواشینۍ سره هغه هدفي وژنې چې ترسره کېږي، د جدي اندېښنې وړ دي. په تېره بیا د کابل د خلکو د استازې، شهیدې مرسل نبي‌زاده قتل هم په همدغو پېښو کې شامل دی چې دا واقعاً د نورو هغو ښځو او کسانو لپاره چې له دولت سره یې کار کړی، د اندېښنې وړ ده."

شکريه بارکزۍ
شکريه بارکزۍ

په عین حال کې د بښنې د نړیوال سازمان د افغانستان د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي ویلي چې، په افغانستان کې هدفي وژنې روانې دي او له عاملانو سره یې هم حساب کتاب نه کېږي.

هغې تېره شپه په یوه ټویټ کې د مېرمن نبي‌زاده وژلو ته په اشاره ویلي، په افغانستان کې بحران ادامه لري او ځان وژونکي حملې تر اوسه د ولسي وګړو ژوند اخلي.

د مېرمن حمیدي په خبره دا لویه بدمرغي ده چې طالبانو ۳۵ ملیون وګړي برمته کړي دي.

د مرسل نبي‌زاده د وژلو په وړاندې د غبرګونو په ترڅ کې د افغانستان د پخوانۍ ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د نبي‌زاده پر وژلو خواشیني څرګنده کړې او پر خپله فېسبوک پاڼه یې لیکلي چې دغه مېرمن د خلکو خدمتګاره وه او په مظلومانه ډول په نښه شوه.

هغه هیله ښودلې چې عاملان به مجازات شي.

د دغې پېښې مسولیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی او دا چې تر شا یې څه انګېزې پرتې دي هم په دې اړه نور جزیات نه‌دي څرګند شوي خو د طالبانو مسوولو چارواکو ویلي چې، په دې اړه پلټنې کوي.

مرسل نبي‌زاده په ۲۰۱۹ کال له کابل څخه ولسي جرګې ته غوره شوې او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تر خپل مرګه پورې په کابل کې اوسېده.

د اسوشیتید پرس اژانس د راپور له‌مخې مرسل نبي‌زاده چې د پخوانۍ ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړې وه، د بشري سرچینو له یوې څېړنیزې مؤسسې سره یې کار کاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG