د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

کابل کې د تېر نظام د ولسي جرګې غړې 'مرسل نبي زاده' ووژل شوه


د تېر نظام د ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده چې د یکشنبې په ورځ کابل کې ووژل شوه.
د تېر نظام د ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده چې د یکشنبې په ورځ کابل کې ووژل شوه.

د کابل لپاره د طالبانو امنیه قومانداني د دغه ښار په احمدشاه بابا مېنه کې د ولسي جرګې د یوې پخوانۍ وکیلې مرسل نبي زاده د وژل کېدو خبر ورکړ.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ وايي، نامعلومو وسله والو د کابل ښار د دوولسمې حوزې اړوند په احمدشاه بابا مېنه کې په خپل کور کې پر مرسل نبي زاده او د هغې پر یوه ساتونکي ډزې کړي او دواړه یې وژلي دي.

د ځدارڼ په وینا په دې پېښه کې د اغلې نبي زاده یو ورور ټپي شوی دی.

د تېر نظام د ولسي جرګې غړی نعمت الله کریاب وايي، په کابل کې د پخوانۍ وکیلې مرسل نبي زاده وژنې پخوانیو چارواکو او وکیلانو ته چې افغانستان کې دي د ډېرې اندېښنې وړ خبره ده.

کریاب ازادي راډیو ته وویل چې اغلې مرسل نبي زاده په خپلو خلکو ځورېدله او د بېوسو خلکو خدمت یې کاوه.

د نبي زاده وژنه د نړیوالو غبرګونونو سره هم مخ شوې ده.

د دې پېښې د انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي او نه کومې ډلې د دې برید مسوولیت منلی.

په اروپايي پارلمان کې د جرمني د شنو په نوم د یوه ګوندې غړې هانا نیومن په خپل ټویټر کې ویلي: "هغه په تیاره کې ووژل شوه، خو طالبانو په رڼا ورځ جنسیتي اپارټایډ نظام جوړ کړی دی."

د المان ډي پي اې خبري اژانس ویلي، له ۲۰۲۱ اګست راهیسې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د ځوانانو مرموزې وژنې زیاتې شوي او دا لومړی ځل دی چې یوه مخکېنۍ قانون جوړونکې یا 'وکیله' وژل کېږي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو ډېری افغان سیاستوال په ځانګړې توګه ښځینه پارلماني غړې له افغانستانه ووتلې، خو مرسل نبي زاده په دې هېواد کې پاتې شوه.

د ډي پي اې د راپور پر اساس شاوخوا څلور میاشتې مخکې مخ پټې په یوه رسنۍ کې راښکاره شوه او ویې ویل چې له یوې نادولتي سازمان سره همکاري کوي.

ویل کېږي هغې په دې مرکه کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو او سیاستونو په اړه خبرې کړې وې.

نبي زاده په ۲۰۱۹ کال کې له کابل څخه ولسي جرګې ته وټاکل شوه او د طالبانو تر بیا راتګه په دې برخه کې دنده پرمخ وړله.

اسوشېټېډپرېس ویلي، هغه د افغانستان په تېر نظام کې د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړې وه او د بشري سرچینو د څېړنو او پراختیا په نادولتي موسسې سره یې همکاري درلوده.

د ۲۰۲۱ کال اګست کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د ښځو او نجونو پر وړاندې سخت دریځ نیولی او حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG