د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

راپور: افغانستان کې د ۴ ښځو په شمول د رسنیو ۱۱ کارکوونکي وژل شوي


ارشيف، انځور تزئيني بڼه لري.
ارشيف، انځور تزئيني بڼه لري.

د خوندیتوب او بحران کمولو مؤسسې په خپل کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو ۱۱ کارکوونکي وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۴ ښځې دي.

دې مؤسسې په یوه راپور کې چې پرون (چهارشنبه) یې خپور کړ، همداراز ویلي چې د ۲۰۲۱ له جنورۍ څخه تر ډسمبر پورې په افغانستان کې ټولټال ۳۷ مدني فعالان، د بشري حقونو کارکوونکي او ژورنالېستان وژل شوي دي.

د دې مؤسسې په وینا د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د بشري او مدني فعالانو پر ضد غچ اخیستونکي اقدامات زیات شوي دي.

د راپور پر اساس، د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو او مدني فعالانو هدفي وژنې ډېرې شوې او د ۲۰۲۱ کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې دوام وکړ.

دا مؤسسه وايي چې د فعالانو پر ضد د اکثرو حملو مسؤلیت چا په غاړه وانه‌خیست.

د خوندیتوب او بحران کمولو مؤسسې په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د خبریالانو، مدني او بشري حقونو د فعالانو د وژنو ۱۱ پېښې ثبت شوي چې د هغو په منځ کې ۴ هغه ښځې دي چې په مزار شریف ښار کې یې د طالبانو پر ضد مظاهره تنظیم کړې وه.

دا راپور همداراز وايي چې په ننګرهار کې په جلا پېښو کې د مدني ټولنې ۳ غړي ووژل شول.

XS
SM
MD
LG