د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

له طالبانو سره د بشري حقونو د نقض په اړه د حساب کتاب غوښتنه وشوه


ارشیف: په کابل کې د لاریون کوونکو ښځو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند انځور
ارشیف: په کابل کې د لاریون کوونکو ښځو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند انځور

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، له طالبانو سره باید د بشري حقونو د نقض په اړه حساب کتاب وشي.

په داسې حال کې چې د ادعا وو پر بنسټ د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو د نیول شویو فعالانو ظریف یعقوبي، فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسفي د خوشې کېدو برخلیک لا نه دی معلوم د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو د مدافعینو د نیونو وروستۍ څپه د هر ډول سوله ییزو لاریونونو او د طالبانو د هغو ظالمانه پالیسو پر وړاندې د مخالفتونو ځپل دي چې پر بنسټ يې له بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کېږي.

ادعا کېږي چې طالبانو څو ورځې مخکې کابل کې د ښځو د حقونو فعاله فرحت پوپلزۍ نیولې ده.
ادعا کېږي چې طالبانو څو ورځې مخکې کابل کې د ښځو د حقونو فعاله فرحت پوپلزۍ نیولې ده.

د ښځو د حقونو فعاله ډاکتر حمیرا فرهنګیار وایي د طالبانو له لوري د نیولو شویو مېرمنو برخلیک لا نه‌دی معلوم.

نوموړې وايي: "له بده مرغه په وروستیو کې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو د فعالانو نیول زیات شوي دي، په وروستۍ پېښه کې چې د دوی له لوري ظریفه یعقوبي، فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسفي نیول شوي تر دې دمه يې د سرنوشت په اړه هیڅ خبر نشته."

په همدې حال کې د جنوبي اسیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان کمپاینرې سمیرا حميدي ویلي له شک پرته د غچ اخیستنې په اوسني وضعیت کې دا ډول نیونې به د وېرې او غچ اخیستنې فضا لا پسې پراخه کړي.

د جنوبي اسیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان کمپاینره سمیرا حميدي
د جنوبي اسیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان کمپاینره سمیرا حميدي

حمیدي د طالبانو له لوري په تېرو لسو ورځو کې د ښځو د حقونو د مدافعینو ظریفه یعقوبي، فرحت پوپلزۍ، حمیرا یوسفي او د دوی د همکارانو د نیونې په اړه په یو بیان کې چې د بخښنې د نړیوال سازمان په ویبپاڼه خپور شوی ویلي، طالبان لا هم له معافیته برخمن دي او له بشري حقونو څخه سرغړونو ته دوام ورکوي.

نوموړې له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې برخه کې له طالبانو سره د حساب کتاب غوښتنه وکړه.

اغلې حميدي وويل: " د پنځلس میاشتو په تېرېدو لا هم ګورو چې طالبان د بشر حقونو نقض کولو ته دوام ورکوي، او له دوی هیڅ ډول حساب نه‌دی غوښتل شوی،نړیواله ټولنه هم یوازې په اعلامیو بسنه کوي چې دا زموږ لپاره کفایت نه‌کوي، موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې په دې برخه کې عدالت غوښتنه وکړي او پر طالبانو فشار راوړي او د ښځو او نجونو د حقونو د نقض په برخه کې ترې حسابي وغواړي."

د ازادي خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه او د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو ویاندویانو يې د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د روانې نومبر میاشتې په ۵مه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د مېرمنو د حقونو یو شمېر فعالان هڅول کېږي چې د دوی د حکومت پر ضد مظاهرې وکړي او د نړیوالو بې باوري رامنځته کړي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده چې تازه شاوخوا سلو تنو افغان ښځینه فعالانو د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو او نجونو د حال په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لیکونه استولي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغان ښځو له خوا په استول شویو لیکونو کې د ښځو هدفي وژنې، د ښځو سنګسار او وهل، جنسي تېري، په خپلسر نیول اوځورونې، جبري او کم عمره ودونه، اجباري حجاب، د نجونو د ښوونځیو تړل، د ښځو پرمخ د لوبغالو او تفریحي پارکونو تړل د ښځو د بشري حقونو د پراخو سرغړونوپه توګه یاد شوي.

د نومبر ۱۵مه د طالبانو له واکمنېدو پوره پنځلس میاشتې تېرېږي.

د دوی حکومت تورن دی چې په دې موده کې یې د ښځو د حقونو د تامین لپاره هېڅ کار نه دی کړی او لا ورځ تر بلې بندیزونه پرې زیاتوي.

که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت په وار وار ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی کوي، خو د تېر کال له اګست راهیسې چې طالبان بیاځلي واک ته رسېدلي، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع شوي او طالبانو ډېری ښځینه کارکوونکي هم مجبورې کړي چې کورونو کې کېني.

جبري حجاب، لرو سیمو ته له محرم پرته د سفر ممانعت، تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او حمامونو ته د ښځو په ورتګ ممانعت په افغان ښځو او نجونو نوربندیزونه دي.

دې بندیزونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG