د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د امنیتي ستونزو له امله د افغانانو شکایت؛ مجاهد: امنیت د ډاډ وړ دی


په کابل کې یو وسله وال طالب
په کابل کې یو وسله وال طالب

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د امنیت د ټینګولو له امله د خپلو پوځیانو د ستاینې غوښتنه کړې، ځینې عام افغانان لا هم له ناوړه امنیتي وضعیته اندېښمن دي.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار په کابل او ولایتونو کې د خلکو د امنیت د ساتلو خبره کړې، خو ځینې عام افغانان وایي چې لاهم چاودنې، انتحاري بریدونه، وسله والې غلاوې، سړي تښتونې او هدفي وژنې کېږي.

د افغانستان د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې لا هم دوی د خپل امنیت په اړه اندېښنه لري.

د لوګر ولایت اوسېدونکی احمد ظاهر وایي، په پخواني نظام کې هم امنیتي وضعیت ښه نه و، خو اوس د طالبانو په حکومت کې هم امنیتي اندېښنې په بشپړه توګه له منځه نه دي تللي.

هغه وویل: "لکه څنګه چې لیدل کېږي لا هم د افغانستان په ځینو سیمو کې خلک تښتول کېږي، غلاوې کېږي، امنیت ښه نه دی ټینګ شوی. موږ له حکومته غواړو چې په دې برخه کې ډېره پاملرنه وکړي چې د خلکو اندېښنې له منځه ولاړې شي."

د بلخ اوسېدونکې منیژه وایي، د دوی د تمې خلاف امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

هغې وویل: "د طالبان وایي چې د خلکو امنیت یې ټینګ کړی او امنیتي وضعیت ښه شوی، خو زموږ اندېښنې په خپل ځای دي او هغه ډول چې خلکو تمه کوله، وضعیت داسې نه دی. د خلکو د مال او سر غلاوې ډیرې شوې دي."

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ښه والی د ستاینې وړ دی.

مجاهد لیکلي: " موږ داسې زمانه لرله چې هیڅوک د خپلو مالونو مالکان نه و، لویې لارې له رسمي غلو ډکې وې. اوس چې امنیت د هر وقت په نسبت د اطمینان وړ دی، باید له خپلو امنیتي ځواکونو ساینه وکړو او تر شایې ودرېږو."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

خو د ذبیح الله مجاهد د ادعا خلاف ځینې راپورونه وایي چې لا هم په افغانستان کې هدفي وژنې، د سړي تښتونې پېښې، او وسله والې غلاوې کېږي.

په تازه پېښه کې په ټولنیزو رسنیو کې د یوه مړي تصویرونه خپاره شوي چې ادعا کېږي د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ځانګړو قطعاتو د پخواني پوځي ستار سیرت دي، خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادی راډیو سره په خبرو کې د ستار سیرت وژل کېدل رد کړي دي.

په ورته وخت کې د بلخ لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اصف وزیري ویلي چې د دغه ولایت د چمتال ولسوالۍ په جرقلعه کلي کې د یوې کورنی اووه غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي هم تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې ۱۳ سوداګر او یا د هغوی د کورنۍ غړی په افغانستان تښتول شوي دي.

خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بیا تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دوی ځواکونه د خلکو د امنیت د ټینګولو لپاره هڅه کوي او چا ته به د امنیتي وضعیت د ګډوډولو اجازه ورنه کړي.

د یادونې ده چې د نورو ستونزو تر څنګ ډېری افغانانو د ناامنیو له وجې هم خپل هېواد پرېښی او نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.

دوی وايي، د طالبانو حکومت باید د خلکو د امنیت د ټينګښت په برخه کې په دې خپلو ژمنو عمل وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG