د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

چاودنې؛ د کابل ښاریانو پارېدلې غوسه: د صالح د ۶:۳۰ بجو غونډه بې اغېزې ده


ارشیف، په کابل کې د یوې چاودنې عکس
ارشیف، په کابل کې د یوې چاودنې عکس

د کابل په دولسمه او پنځلسمه ناحیه کې د ماين چاودنې شوي دي.

افغان امنیتي چارواکي وايي، نن د چهارشنبې (د سلواغې ۸مه) په ورځ د کابل ښار د سلیم کاروان پر سړک ډسپیچري سیمه کې د پولیسو پر رنجر موټر مقناطيسي ماين وچاودېد چې په پایله کې یې دوه تنه پولیس ووژل شول او څلور تنه ملکي کسان یې ټپیان کړل او د همدې ورځې په درې نیمو بجو یوه بله چاودنه هم شوې چې پولیس یې د غږیز ماین چاودنه بولي، خو تلفات نه لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په استولي ویډیويي پیغام کې وايي: "په دې وروستیو میاشتو کې طالبان له دې پرته چې مسولیت واخلي، په لویو بشري جنایتونو لاس پورې کوي. په ولسوالیو کې يې د ماینونو په چاودنو، تروریستي بریدونو او موټر بمب چاودنو زموږ زرګونه ملکیان وژلي، دغه ډله له ژمنو خلاف خلک وژني او لړۍ همداسې روانه ده، د دغو ټولو وژنو او تاوتریخوالي عامل طالبان دي."

په کابل ښار کې د مقناطیسي ماين چاودنو زیاتوالي د کابل اوسېدونکي غوسه کړي، دوی د ولسمشر د لومړي مرستیال په مشرۍ د سهار د شپږ نیمو بجو غونډې بې تاثیره او نمایشي بولي.

د افغانستان د جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح
د افغانستان د جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح

ظفر مومند ازادي راډیو ته وویل، کله چې سهار د دندې په لور ځو، د دې تمه نه لرو چې بېرته به ژوندي کور ته ستنېږو: "ټول خلک په دې اړه اندېښنه لري، کله چې سهار له کوره راوځو، دا تمه نه لرو چې بېرته به روغ کورته ستنېږو، موږ له حکومته د امنیت د ټینګښت غوښتنه لرو، موږ به د شپږنیمو بجو غونډه څه کړو، چې نتیجه نه ورکوي."

خو د افغانستان د جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح د سهار د شپږنیمو بجو غونډه کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ د اجرائیوي رئیس یوسف رشید د وژنې په تور د یو بل کس د نیولو خبر ورکوي.

ښاغلی صالح دغه شان د طالبانو هغو ژمنو ته په اشارې سره چې افغانستان کې به په امریکايي وګړو حملې نه کوي وايي چې درې ورځې وړاندې دغې ډلې پورې اړوند کسانو نيت درلود چې د امریکا د سفارت یو ژباړونکی په غزني کې ترور کړي چې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG