افغانستان
ارزګان کې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او ۳ ښځې یې ټپیانې کړي

د ماین چاودنې په ارزګان ولایت کې یو ماشوم وژلی او درې ښځې یې ټپیانې کړي دي.
د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن چهارشنبه (د سلواغې لومړۍ نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون د دې ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې شوې ده.
ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "ګېزاب لسوالۍ کې د ملکي وګړو په کورونو کې طالبانو ماینونه ښخ کړي وو چې له بده مرغه پر یوې کورنۍ د دوی په کور کې وچاودېد، یو ماشوم په کې ووژل شو او درې ښځې یې ټپیانې کړې."
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
افغان ځواکوانو یادې ولسوالۍ کې په نوېو تصفیوي عملیاتو کې د طالبانو څخه ګڼې سیمې پاکې کړې او زیات شمېر کورنۍ خپلو کورونو ته راغلې.
د ارزګان والي وایي، لسګونه ماینونه یې شنډ کړي چې د ده په وینا د خلکو کورونو کې ځای پر ځای شوي وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغانستان کې د تېر کال په پرتله ۳۵ په سلو کې ورښت کم شوی

د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي چې روان کال د تېر کال په پرتله ۳۵ په سلو کې ورښت کم شوی.
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت هم د راتلونکي کال وچکالۍ ته په اشارې سره وايي چې په معمول ډول په هېواد کې د ورښت کچه ۲۵۰ ملي متره وي، خو روان کال د هېواد په ځینو سیمو کې ۴۰ ملي متره ته راښکته شوې.
په افغانستان کې په کروندو بوخت کروندګر وچکالۍ او د څارویو لهمنځه تلو ته اندېښمن دي.
د کارپوهانو په باور د ورښت کچې کموالی نېغ په نېغه له بېوزلي، د حاصلاتو له کموالي او د کورنیو بېځایه شويو له ډېروالي سره اړیکې لري. دوی په احتمالي توګه اقلیمي بدلون، د ګلخانهیي ګازونو زیاتوالی او د نفوسو ډېروالی د ورښت د کموالي اصلي لاملونه بولي.
افغانستان یو کرنیز هېواد دی، د معلوماتو له مخې ۴۵ سلنه افغانان په کرکېلې لګیا دي چې له ورښت او اوبو سره نېغ په نېغه اړیکې لري.
په ورته وخت کې پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې حکومتي بنسټونه د وچکالۍ کنټرول او زیانمنو ته د رسېدنې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په مشرتابه کې بدلون راغی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپلمنځیو ټاکنو کې د کمېسیون نوی مشر، مرستیال او منشي وټاکل.
د دغو ټاکنو له مخې اورنګزېب د کمېسیون د مشر، مولانا محمد عبداللهیې د مرستیال او مسافر قوقندي یې د منشي په توګه وټاکل شول.
دا خبره د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیحالله سادات ازادي راډیو ته وکړه.
له دې وړاندې حوا علم نورستانۍ د کمېسیون د مشرې، عصمتالله مل د مرستیال او رحیمې ظریفي د منشي په توګه فعالیت کاوه.
د مېرمن نورستاني د کار موده درې کلنه وه.
ننګرهار والي-مسولینو ته:که د وروستۍ پېښې قاتلین ونه نیسئ استعفا وکړئ

د ننګرهار والي وایي، د دغه ولایت امنیتي مسولینو ته یې ویلي، که د انعکاس راډیو ټلوېزیون د درېیو ښځینه کارکوونکو وژونکي ونه نیسي، استعفا دې وکړي.
ضیاالحق امرخېل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا امر یې نن چهارشنبه (د کب ۱۳مه) سهار د ولایت په نظامي شورا کې مسولینو ته ورکړی دی.
امرخېل وړاندې لیکلي چې د جلال اباد ښار د ټولو حوزو جنایي او د منطقوي کنټرول مسولین بدل شول او په خبره یې د حوزو د امرینو او د پولیسو د نورو جوړښتونو ادلون بدلون هم تر کار لاندې دی.
د انعکاس راډیو ټلوېزیون درې کار کوونکي پرون مازدیګر په دوو بېلابېلو پیښو کې په ډزو ووژل شوې چې چارواکو وویل، د پېښې یو عامل یې نیولی دی.
ځایي چارواکو دا د طالبانو کار وباله او ادعا یې وکړه چې نیول شوی کس هم د طالبانو غړی دی.
اوس داعش وسله والې ډلې پر دغو نجونو د برید مسولیت منلی دی. دا معلومات سایټ انټلجنس ګروپ چې د جهادي ډلو انلاین فعالیتونه څاري ورکړی دی.
تردې وړاندې د دغې رسنۍ بله کار کوونکې ملاله میوند هم په ورته برید کې وژل شوې وه چې مسولیت یې داعش منلی و.
محب: د ملکي مرګ ژوبلې له وېرې له ۲زرو عملیاتو ډډه شوې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي، د دوی هوایي ځواکونو له شااوخوا دوه زره عملیاتو د دې لپاره ډډه کړې چې د ملکي مرګ ژوبلې وېره په کې وه.
حمدالله محب نن چهارشنبه (د کب ۱۳مه) د سرتیري د ورځې په مناسبت یوې غونډه کې دا خبرې وکړې: "دوه زره عملیاته یې صرف د دې لپاره نه دي کړي چې هلته د ملکي تلفاتو امکان وجود درلود، که دښمن واضح سنګر معلوم کړي او را ووځي، دا جنګ ډېر په اسانۍ سره زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه ګټلی شي."
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د یوناما د وروستي راپور له مخې د ۲۰۲۰ میلادي کال په وروستیو درېیو میاشتو کې ملکي مرګ ژوبله ډېره وه.
د یوناما په راپور کې د ۲۲ سلنې دغې مرګ ژوبلې پړه پر افغان ځواکونو، ۴۶ سلنې پر طالبانو او ۸ سلنې پر داعش اچول شوې ده.
هرات کې ۳۴ تنه د طالبانو له یوه زندانه ژغورل شوي

په هرات کې د پولیسو، ملي اردو او ملکیانو په شمول ۳۴ تنه د طالبانو له یوه زندانه ژغورل شوي.
دا خبره د هرات والي عبدالوحید قتالي رسنیو ته په استولي پيغام کې کړې ده.
د ښاغلي قتالي په خبره افغان کمانډو ځواکونو چې د هوايي ځواکونو ملاتړ هم ورسره وو، د طالبانو له زندانه د یادو ۳۴ کسانو د خوشې کولو لپاره بېګا د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې عملیات وکړل.
د هرات والي زیاته کړې چې د عملیاتو پر مهال لس وسله وال طالبان هم وژل شوي او افغان پوځيانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د هرات د والي د دې ادعا په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې ۲۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اړوند تورسان سيمه کې ۲۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه. په دوه نیمو لسېزو دښمنۍ کې له دواړو خواوو څخه ۹ تنه وژل شوي وو او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.
دښمنې د ځمکې او ځنګل پرسر رامنځته شوې وه.
د ولایت خان او خانزمان ملک د کورنیو ترمنځ د روغې جوړې په جرګه کې د کونړ له بېلابېلو سيمو په لسګونو قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د جرګې غړي حاجي شېر محمد ازادي راډیو ته وویل، دوی (ولایت خان او خانزمان ملک) د دښمنۍ ختمولو لپاره ډېرې هڅې وشوې او قومي مشران په دې خوښ دي چې دواړو غاړو يې پرېکړې ومنلې.
په کونړ او د هېواد په نورو برخو کې داسې ډېرې شخصي دښمنۍ شته چې له امله يې زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لا هم د یو بل مرګ ته ګوته په ماشه دي.
خلک وايي، د ټولو سيمو قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو کسانو ته په کار دي چې د دغه ډول بدبېنیو او دښمنیو د ختمولو لپاره هلې ځلې وکړي.
نامعلومو وسلهوالو کابل کې استاد مولوي فیض محمد فایز وواژه

په کابل کې یو بل سهار، له هدفي وژنې سره پیل شو.
نن سهار ۶ بجې د کندز د علماوو شورا پخوانی مشر او د عربي دارالعلوم استاد مولوي فیض محمد فایز د نا څرګنده وسلهوالو لهخوا په ډزو ووژل شو.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، ښاغلی فایز د کابل د ۱۷مې حوزې اړوند د جکشن پر سړک هغه مهال وویشتل شو چې د سهار له لمانځه وروسته کور ته روان و.
په څه کم یوه میاشت کې دا درېیم دیني عالم دی چې وژل کېږي، خو مسؤلیتیې هېڅ کومه وسلهواله ډله نهمني.
تېره میاشت د سلواغې په ۱۴مه د جمعیت اصلاح مرکزي شورا مشر ډاکتر محمد عاطف او له هغه وروسته د همدې میاشتې په ۳۰مه د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مبشر مسلمیار د چسپکي ماینونو په چاودنو کې ترور شول.
د يادونې ده چې مخکې تر دې په همدې کال کې وزیر اکبر خان جومات خطیب محمد ایاز نیازی او د شېرشاه سوري جومات خطیب عزیزالله مفلح هم جومات کې د ځای پر ځای شویو ماین په چاودنو کې وژل شوي وو.
په ورته وخت کې دیني عالم محمد ابراهیم بارکزی وایي، د علماوو قتل د اسلام خلاف عمل دی، نو باید یې مخه ونیول شي.
د بشر حقونو کمېسیون: افغانستان کې د بیان ازادي له تهدید سره مخ ده
په ننګرهار کې پرون سې شنبه (د کب ۱۲مه) د انعکاس راډیو ټلوېزیون د درېیو ښځینه کارکوونکو تر وژل کېدو وروسته د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وویل چې د بیان ازادي له تهدید سره مخامخ ده.
دغه کمېسیون په یو لړ ټویټونو کې له حکومته د دغسې حملو د عاملانو د پېژندلو او مجازاتو غوښتنه کړې ده.
د انعکاس راډیو ټلوېزیون دغه درې کار کوونکې پرون په دوو جلا پېښو کې د وسله والو کسانو په حمله کې ووژل شوې او دوې نورې ښځې ټپیان شوې.
د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وویل چې د پرونۍ حملو په تړاو د طالبانو یو غړی نیول شوی دی: "د قاري بصیر په نوم هغه مهم تروریست چې د دې ډلې رهبري یې کوله، له یوې رکشې او بې غږه تفنګچې سره نیول شوی دی. د طالبانو په ډلې اړه لري او په پاکستان کې روزل شوی دی."
طالبانو ویلي چې په پرونۍ حمله کې دوی لاس نه لري.
تر دې مخکې د انعکاس راډیو ټلوېزیون د بلې خبریالې ملالې میوند د قتل مسوولیت داعش ډلې منلی و.
دفاع وزارت: د ننګرهار په حصارک کې د طالبانو یو مهم مرکز نیول شوی

د افغانستان دفاع وزارت، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو له خوا د طالبانو د یوه مهم مرکز د نیول کېدو خبر ورکړ.
د دغه وزارت یوه ویاند فواد امان تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، طالبانو له دغه مرکزه په استفادې د افغانستان په ختیځ کې حملې پلانولې: "په واقعیت کې دا مرکز د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو د سوق او ادارې مرکز و. له دغه مرکزه د افغانستان پر ختیځ په ځانګړي ډول پر ننګرهار ولایت تروریستي حملې پلانېدې. زیات وخت به د ننګرهار لپاره د طالبانو نومول شوی والي هم په دغه مرکز کې اوسېده."
ښاغلي امان زیاته کړه چې له افراطي وسله والو د حصارک ولسوالۍ د بشپړې تصفیې لپاره پوځي عملیات روان دي چې په نتیجه کې یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو د دفاع وزارت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
څه باندې ۱،۰۰۰ افغان کمانډویان له پوځي زدهکړو فارغ شول

له زر تنو زیات کمانډویان له ۱۵ اوونیو پوځي زدهکړو وروسته فارغ شول.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، په دې سره د افغان کمانډو ځواکونو شمېر ۲۲ زرو ته ورسېد.
د دې وزارت د مسؤلانو له قوله، د دې ځواکونو د غوره عملیاتو له کبله اوسمهال د دې قوتونو جوړښت تر يوې قولاردو پورته شوی دی.
د دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان ازادي راډیو ته وویل: "۱،۰۱۵ تنه تازه د کمانډو له مکتب فارغ شول او فراغتيې د لوړپوړو چارواکو لهخوا ونمانځل شو. دې ځواکونو ۱۵ اوونۍ ځانګړې زدهکړې کړي. دوی اوسمهال د افغانستان او خپلو خلکو څخه هر ډول ساتنې او له ترهګرو ډلو سره مبارزې ته چمتو دي."
ښاغلی امان زیاتوي، د افغانستان کمانډویان په سیمه کې بېساری ځواک دی او د دښمن په ځپلو کې یې خپله وړتیا ښودلې ده.
د افغانستان جمهور رئیس د کمانډو ځواک د ښه وړتیاوو او عملیاتو له کبله د قول اردو تر کچې د دې ځواک د لوړېدو پرېکړه کړې ده.
ملي دفاع وزارت وایي، په ۲۰۰۲ کال کې د ناټو په مرسته د افغان اردو له بیاځلي جوړېدو وروسته، کمانډو ځواکونه د یوې ځانګړې قطعې په چوکاټ کې جوړ شوي.
په لومړیو کې دې ځواکونو ته بهرنیو عسکرو روزنه ورکوله، خو اوسیې د روزنې بهیر افغان لوري ته سپارل شوی دی.
د افغانستان-زېمبابوې د کرکټ د لومړۍ ورځې سیالۍپای ته ورسېده

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زېمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د ټېسټ سیالۍ لومړۍ ورځ پای ته ورسېده.
لومړی بېټنګ افغانستان وکړ چې د ۱۳۱ منډو له جوړېدو سرهیې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل. په ځواب کې زېمبابوې ۱۳۳ منډې وکړې او پنځه لوبغاړي یې وسوځېدل.
دا ټېسټ لوبه نن سهار په ابوظبي کې د افغانستان په کوربهتوب پیل شوه. پچه افغان کپټان اصغر ستانکزي وګټله او د بېټنګ پرېکړهیې وکړه.
د افغانستان په لوبډله کې څلور نویو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی دی، د سر لوبغاړی عبدالملک، د منځ بټسمین منیر احمد او ورو توپ اچوونکی عبدالواسع د راشد خان پر ځای لوبېږي. د راشد خان لاس ټپي شوی دی.
تمه ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه ټېسټ لوبه د مارچ په ۱۰مه د ابوظبي پر همدې لوبغالي کې وشي.
دفاع وزارت: کاپیسا کې د القاعده د ۴ غړو په شمول ۱۳ طالبان ووژل شول

افغان ځواکونه د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د القاعده شبکې د څلورو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې چې ننیې خپره کړه، وویل چې د نجراب ولسوالۍ په افغانیه دره کې د عملیاتو په ترڅ کې د القاعده مربوط د څلورو پاکستاني ترهګرو په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي او ۱۱ تنهیې ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
پروان کې ۲ تنه د ۲ ډاکترانو د برمته کولو په جرم په بند محکوم شول

په پروان کې دوه تنه د دوو ډاکترانو د برمته کولو په جرم په ۱۵ کاله بند محکوم شول.
دا ډاکتران نږدې یوه میاشت مخکې برمته شوي وو او د غره په یوه غار کې ساتل کېدل چې له هغه ځایه تښتېدلي و او د ملي اردو یوې پوستې تهیې ځانونه رسولي وو.
د پروان د ښاري محکمې رئیس قضاوتیار فدا محمد عرفان ازادي راډیو ته وویل، عدلي بنسټونو د علني محاکمې په ترڅ کې قنداغا او دستګیر د بګرام په ولسوالۍ کې د سرصیاد اېمرجنسي کلینیک د دوو ډاکترانو د اختطاف په جرم په ۱۵ کاله بند محکوم کړل.
د عرفان په وینا، د دې دوو تنو د جرم د شریکانو په اړه حکم نهدی اعلان شوی، ځکه چې هغوی تښتېدلي دي.
ننګرهار کې د انعکاس سیمهییز ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې ووژل شوې

په دوو جلا حملو کې، د انعکاس سیمهییز ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې په جلالاباد ښار کې په ډزو ووژل شوې.
سیمهییز چارواکي ازادي راډیو ته وايي چې لومړۍ حمله نن مازیګر شاوخوا څلور بجې د افغانستان ختیځ د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار زرګرانو سیمه کې وشوه چې پهکې د دغه سیمهییز ټلوېزیون دوه کارکوونکې ووژل شوې.
کابو هممهاله، د دغه ټلوېزیون یوه بله کارکوونکې د قصبې په سیمه کې په نښه شوه.
تر اوسه چا د پېښې مسؤلیت نهدی منلی.
ډسمبر میاشت کې، د انعکاس ټلوېزیون یوه ویانده ملاله میوند ووژل شوه. د هغې پېښې مسؤلیت داعش ډلې منلی و.
بدخشان کې د پور او سپما ۵ کلیوالې ټولنې جوړې شوې

په بدخشان ولایت کې د پور او سپما کلیوالې ټولنې جوړې شوې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند محمد رفیق جنبش نن سې شنبه (د کب ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام، د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د پور او سپما پنځه کلیوالې ټولنې جوړې کړې دي.
نوموړي دغه شان وویل چې په دې ولسوالۍکې یې درې ښځینه سپما ګروپونه د ۲۴کلیوالو مېرمنو په غړیتوب جوړ کړي دي.
دغه پروګرام ښځو ته فرصت برابروي، څو د سپما له لارې اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسېږي.
د یادونې وړ ده چې دې ولسوالۍکې ۱۵ سپما ګروپونو ته د ټولنو د تشکیل او د تولیدي ګروپونو د جوړولو په اړه هم روزنه ورکړل شوې ده.