د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه څېړنې پیل شوي


له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د تخلیې پروګرام څخه یو انځور ۲۰۲۱.۰۸.۲۱
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د تخلیې پروګرام څخه یو انځور ۲۰۲۱.۰۸.۲۱

د امریکا په استازو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو ګوند استازي وايي، له افغانستانه په بېړه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه‌یې څېړنې پیل کړي دي.

د کانګرس د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو تېره ورځ د جنوري په ۱۳مه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د په بېړه وتلو په اړه د څېړنو د پیلولو خبر ورکړی.

د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې جمهوري غوښتونکي مشر مایکل مک‌کال ویلي، تر دې دمه ورسره د بايډن ادارې له‌خوا اسناد نه‌دي شریک شوي، خو ګواښ‌یې کړی چې که په دې برخه کې همکاري ورسره ونه‌شي، د دې اسنادو د ترلاسه کولو لپاره به له اجباري لارو هم کار واخلي.

ښاغلي مک‌کال ویلي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته‌یې یو لیک استولی چې په دې لیک کې یې پراخ معلومات، استخباراتي ارزونې او له طالبانو سره د اړیکو اسناد غوښتي دي.

د جمهوري غوښتونکو د غوښتنې په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې له کانګرس سره همکارۍ ته تیار دي او تر دې مخکې یې هم په دې اړه له کانګرس سره ۱۵۰ ناستې کړي او خپل معلومات‌یې ورسره شریک کړي دي.

د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر داسې مهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د څېړنو خبر ورکوي چې تر دې مخکې جمهوري غوښتونکي کېون مک کارټي هم چې تازه د استازو جرګې د مشر په توګه وټاکل شو، ویلي و، له افغانستانه د وتلو او نورو مسایلو په اړه به د ولسمشر جو بايډن له حکومت سره حساب کتاب وکړي.

کېون مک کارټي
کېون مک کارټي

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې هوکړه‌لیک چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتې په ۲۹مه د امریکا د جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې او د طالبانو ترمنځ لاسلیک شو چې د ۲۰۲۱ کال په وړي کې یې له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتېرو وتلو ته لاره پرانیسته.

خو افغان سیاسی شنونکی طارق فرهادي وايي، د استازو جرګه یوازې د هغې یوې میاشتې چې امریکایان په‌کې له افغانستان څخه ووتل او ورسره د هغې چاودنې په اړه چې د کابل په هوايي ډګر کې وشوه او د ۱۷۰ افغانانو ترڅنګ‌یې ۱۳ امریکايان هم ووژل، څېړنې کوي.

هغه زیاتوي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه څېړنې یوازې د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره کېږي او د افغانستان پر وضعیت به کوم اغېز ونه‌کړي.

فرهادي وايي: "په حقیقت کې یوه ټاکنیزه جګړه ده چې اوس پیلېږي، ځکه د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۹ یا ۲۰ میاشتې پاتې دي. جمهوري غوښتونکي چې اوس د استازو په جرګه کې اکثریت دي، داسې کمېسیونونه جوړوي چې ټاکنیز هدفونه لري. هغوی یعنې جمهوري غوښتونکي او ډېموکراتان له افغانستان سره نوره علاقه نه‌لري."

خو افغان سیاستوال او په تېر جمهوري حکومت کې د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وايي، که څه هم د استازو جرګې د دې څېړنو اغېزې به د امریکا پر کورني سیاست وي، خو بیا هم له دې څېړنو د افغانستان په اړه د امریکا په راتلونکې پالیسيو کې استفاده کېدلای شي.

افغان سیاستوال او په تېر جمهوري حکومت کې د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل
افغان سیاستوال او په تېر جمهوري حکومت کې د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل

میاخېل زیاتوي، سره له دې چې امریکا له افغانستان څخه وتلې او دا هېواد د پخوا په څېر ورته لومړیتوب نه لري، بیا یې هم په اجنډا کې شته او وضعېت یې له نېږدې څاري.

میاخېل وویل: "که امریکا له افغانستان څخه وتلې او اوس هغسې لومړیتوب ورته نه لري خو بیا هم د افغانستان مسایل په اجنډا کې لري او خپل سیمه ییز اهداف له مختلفو لارو حاصلوي. په وزیر اکبر خان کې یې پر الظواهري ډرون برید وکړ او اوس هم ډرون په کندهار، هلمند او نورو ولایتونو کې لیدل کېږي، نو امریکا خپل اهداف که څه هم له افغانستان څخه وتلې ده، له هرې لارې چې وي، ترلاسه کولای یې شي."

جمهوري غوښتونکي د ولسمشر جو بايډن په رهبرۍ د ډيموکراتانو حکومت ګرموي چې په بېړه وتل‌یې لامل شول چې د افغانستان وسله‌وال پوځ وپاشل شي او افغان حکومت سقوط کړي، خو ډیموکراتانو په ځانګړې توګه ولسمشر بايډن په ځلونو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي هغه پرېکړه‌یې عملي کړې ده چې مخکېنیو ولسمشرانو له ژمنې سره هم عملي نه‌کړه.

همدا ډول د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا د مخکېني افغان حکومت په سقوط کې افغان چارواکي پړه بللي وو چې د ناسمو پرېکړو له امله‌یې د دوحې پرېکړه عملي نه‌شوه او افغان حکومت او پوځ‌يې وپاشل شول.

د دوحې تړون د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازي ملابرادر له لوري قطر کې لاسلیک شو. February 29, 2020
د دوحې تړون د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازي ملابرادر له لوري قطر کې لاسلیک شو. February 29, 2020

خو مخکېنیو افغان چارواکو بیا د خپل حکومت د سقوط اصلي لامل د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه بللې وه چې له امله‌یې د دوی په وینا افغان حکومت له صحنې وویستل شو او د سیاست او جګړې په میدان کې یې د طالبانو تله درنه کړه.

د یادونې ده چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ایتلافي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال په جولای کې له افغانستان څخه د وتلو لړۍ پيل کړه او د همدې کال د اګسټ په ۳۰مه وروستی امریکايي سرتېری هم له افغانستان څخه ووت.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG