د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

مکانل: بایډن له افغانستانه وتو کې د خپلو پوځي سلاکارانو خبرداري له پامه وغورځول


د امریکا وروستی سرتېری چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه ووت.
د امریکا وروستی سرتېری چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه ووت.

د امریکا په مشرانو جرګه کې د اقلیت مشر له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر جو بایډن پرېکړه ناسمه وبلله او ویې‌ویل چې هر لوری یې سم نه‌و ارزولی.

میچ مکانل پرون د امریکا د سنا غونډې ته وویل چې بایډن د پوځي قوماندانانو او سلاکارانو سلا مشورې له پامه وغورځولې.

دی زیاتوي: "پرېکړه دا وشوه چې موږ په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف له مشرۍ بهر شوو. د ولسمشر بایډن جګپوړو پوځي سلاکارانو هغه ته خبرداری ورکړی و چې له افغانستانه وتل به ترهګر پیاوړي کړي، زموږ وفادار شریکان به له خطر سره مخامخ کړي، په سیمه کې به زموږ استخباراتي وړتیاوې سختې وځپي، خو د بایډن ادارې دې خبرداریو ته پام ونه‌کړ او د ځواکونو په داسې ایستلو یې لاس پورې کړ چې له ناورینه ډک و."

د امریکا په مشرانو جرګه کې د اقلیت مشر میچ مکانل
د امریکا په مشرانو جرګه کې د اقلیت مشر میچ مکانل

میچ مکانل څو ساعته مخکې تر دې دا نیوکې وکړې چې ولسمشر بایډن د امریکا ملت ته کلنۍ وینا وکړه.

بایډن پخوا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع کړې ده او ویلي یې و چې دا پرېکړه په حقیقت کې له ولسمشر ټرمپ څخه ورپاتې وه.

ولسمشر بایډن دا خبره هم کړې ده چې په قطر کې د ولسمشر ټرمپ د ادارې او طالبانو توافق دی له یوه سخت انتخاب سره مخامخ کړی و.

XS
SM
MD
LG