د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

ګلوب انډ مېل ورځپاڼې د اوکراین په جګړه کې د یوه افغان تبعه پر ژوند لیکنه کړې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • انډپنډنټ

انډپنډنټ ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر په توګه د جو بایډن لومړۍ وینا ته پام کړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې د یو شمېر جمهوري غوښتونکو له انتقادونو سره مخامخ شو.

د ورځپاڼې په وینا، د کالراډو ایالت استازې لورین بوبیرټ بایډن تورن کړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د عملیاتو په ترڅ کې یې ۱۳ امریکايي پوځیان وژلي دي.

د تېر کال د اګسټ په ۲۶مه، کله چې امریکايي ځواکونه د کابل له هوايي ډګره وتل، یوه ځانمرګي بریدګر لږ تر لږه ۱۷۰ ملکي افغانان او لږ تر لږه ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل.

وروسته د اسلامي دولت یا داعش ډلې د دغه برید مسؤلیت ومانه.

دا پېښه د جو بایډن د ولسمشرۍ په لومړي کال کې وشوه او بایډن د یو شمېر جمهوري غوښتونکو له انتقاد سره مخامخ شو.

لورین بوبیرټ د سې شنبې په ورځ د کانګرس دواړو جرګو ته د جو بایډن له وینا وروسته ټویټ وکړ چې دا چپ نه‌شي پاته کېدای.

د دې په وينا، د امريکا په پوځ کې اتلان د زياتې ستاينې مستحق دي او هغوی پرته له دليله ووژل شول.

  • ګلوب انډ مېل

کاناډايي ورځپاڼې ګلوب انډ مېل د اوکراین په جګړه کې د یوه افغان تبعه ژوند ته پام کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا جاوېد حقمل چې په افغانستان کې یې له کاناډایي ځواکونو سره ترجماني کوله، په ډېر مشکل سره وکولای شول د اوکراین له پولې پولنډ ته ننوځي.

د ګلوب انډ مېل ورځپاڼې د راپور له مخې حقمل تېر دوبی له خپلې کورنۍ سره افغانستان پرېښود او اوس د اوکراین د جګړې له کبله بې‌ځایه شوی دی.

دغه پخواني ترجمان چې له کاناډايي ځواکونو سره‌یې کار کړی، ورځپاڼې ته ويلي، له کيف څخه پولنډ ته‌يې سفر ډېر ستونزمن و او د خپلو اولادونو په ګډون‌يې له کورنۍ سره ډېرې ستونزې ګاللي.

حقمل ویلي، پلان لري چې جرمني ته لاړ شي او هلته پناه وغواړي ځکه چې د ده په وینا کاناډايي چارواکو له اوکراینه د ده د انتقال غوښتنه له پامه غورځولې ده.

ګلوب انډ مېل د جاوېد حقمل له خولې لیکلي چې شپږ میاشتې وروسته له افغانستانه د وتلو کیسه یو ځل بیا د ده او کورنۍ لپاره‌یې تکرار شوه.

ده ویلي چې له افغانستان وروسته‌يې تر یوه کال په کمه موده کې په اوکراين کې دوهمه جګړه تجربه کړه او اوس هیله لري چې یوه بله جګړه پیل نه‌شي.

XS
SM
MD
LG