د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

خان جان الکوزی: په تېرو ۲ مياشتو کې کابل او يو شمېر ولايتونو کې ۱۳سوداګر تښتول شوي


خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په تېرو دوه میاشت کې دیارلس تنه سوداګر په کابل او نورو ولایتونو کې تښتول شوي دي.

يو کس چې کابل کې د موټرو سوداګري کوي او نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم راپور کې واخيستل شي وايي، د تښتونکو له‌خوا د کابل په پنځمه ناحیه، میرویس میدان (کوټې سنګي) کې وتښتول شو او له پنځه ویشت ورځو وروسته د پنځه لکه ډالرو په بدل کې بېرته خوشې شو.

ده ازادي راډيو ته وویل: "لاس یې راواچاوه، کوم شی یې راباندې بوی کړل او بیا زه پوهېدلی نه یم. کله چې دو ساعته وروسته په هوښ راغلم، د دوی رئیس راته راغی راته یې ویل، ته د پنځه لکو ډالرو په بدل کې اختطاف شوی یې نو ۲۵ ورځې هلته وم، وهل یې راکړل، پیسې چې برابرې شوې هغه مو ورکړې."

"لاس یې راواچاوه، کوم شی یې راباندي بوی کړل او بیا زه پوهېدلی نه یم

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره د پلاوي غړی خان جان الکوزي هم په دې ورستیو کې په افغانستان کې د سوداګرو د تېښتې د مواردو زیاتېدل تاييدوي.

نوموړی وايي، په تېرو دوو میاشتو کې دیارلس تنه سوداګر تښتول شوي.

ښاغلی الکوزي ازادي راډیو ته وویل: "دوښمن هڅه کوي چې یو سلسله بې امنۍ را منځته کړي، تر څو تجاران وویروي او دوی وتښتول شي، په دې وروستیو کې دیارلس تنه سوداګر په کابل او افغانستان کې لرو، چې تښتول شوي دي."

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

ښاغلی الکوزی وايي، دا کسان په کابل، مزار، هرات او نورو شمالو ولایتوکې تښتول شوي دي، چې په خبره یې، په دوی کې ځینې خوشې شوي او ځینې یې لا هم له تښتونکو سره دي.

ښاغلی الکوزی وایي، دا سوداګر اکثرا صرافان، ډاکټران، د درملو او د موټرو سوداګر دي، چې خپله یا هم د دوی د کورنۍ غړي په ځانکړي ډول د دوی ماشومان تښتول شوي دي.

د ښاغلي الکوزی په خبره، د طالبانو حکومت امنیتي بنسټونو له دوی سره ژمنه کړې چې د سوداګرو د امنیت په برخه کې هڅه کوي.

نوموړی اندېښنه څرګندوي، چې که د تښتونو دا لړۍ همداسې روانه وي، ډېری سوداګر به خپلې پانګې له هېواده بهر وباسي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت بیا سوداګرو او پانګه‌والو ته د پوره امنیت ډاډ ورکوي.

د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وویل: "موږ خپلو سوداګرو ته پوره ډاډ ورکوو، چې د تاسو امنیتي ځواکونه د تاسو د حفاظت لپاره شپه او ورځ یوه کړې ده تر څو تاسو خپل چارو ته د امن په فضا کې ادامه ورکړئ، هیچاته به امنیتي ځواکونه اجازه ورنه‌کړي چې د سوداګرو ژوند ته ګواښ پېښ کړي."

دا په داسې حال کې ده، چې پخوا هم یو شمېر سوداګر تښتول شوي او ډېری دوی د همدغو امنیتي ګواښونو له امله خپلې پانګې پاکستان، ایران، ترکیې او یا هم نورو هېوادو ته انتقال کړي او د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG