د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

د سروبي اوسېدونکي: د دې ولسوالۍ نا امني ارګ هم نا امنه کولای شي


د سروبي ولسوالۍ بازار
د سروبي ولسوالۍ بازار

د کابل په سروبي ولسوالۍ کې وروستیو نا امنیو د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د سیند او غره ترمنځ پرته، سروبي د کابل هغه ولسوالۍ چې پخوا به خلک د سیل او چکر لپاره ورتلل، خو اوس د ناامنۍ له امله نه‌یوازې دا چې سیلانیان نه‌ورځي، بلکې په دې ولسوالۍ د تېرې شوې لارې کابل، لغمان، جلال‌اباد، کنړ او تورخم تېرېدونکي مسافر له وېرې پرته بل څه په زړه کې نه‌ګرځوي.

اوسېدونکي یې وایي، د سروبي ولسوالۍ اهمیت او ستراتېژيک موقعیت او ارزښت ته په پام نا امني یې ارګ هم نا امنه کولای شي.

دوی له اقتصادي پلوه هم دا لاره ډېره مهمه یادوي چې نا امني به‌یې ټرانزیت او سوداګري زیانمنه کړي.

د سروبي ولسوالۍ د جګدلک سیمې اوسېدونکي وایي، له څو اوونیو راهیسې هره شپه د دولت او طالبانو د مخامخ جګړو په اور کې سبا کوي او په خبره‌یې، له سیمې ورته د وتلو اجازه هم نه‌ورکول کېږي.

د سروبي ټپي شوی اوسېدونکی
د سروبي ټپي شوی اوسېدونکی

نوموړي زیاته کړه: "صدیق یم د جګدلک اوسېدونکی، غوښتنه مو لوړپوړو چارواکو نه دا ده چې الوتکې راولېږي، مرسته دې وکړي، که حکومت ناغېړي وکړه، نو سبا به دا طالبان ټول په کابل کې وي."

بل تن زیاته کړه: "نوم مې ملک محمد دی، د سروبي حالت ورځ تر بلې بدترېږي، په ښه وضعیت کې نه‌دی، زه خپله ۱۰ دقیقې مخکې له جګدلکه سروبي بازار ته راغلم، د ورور کورنۍ مې د جنګ په سیمه کې وه، هغه نه‌و، ښځې او ماشومان مې له سیمې ایستل، دواړه خواوې مسلمانان یاست، خدای ته وګورۍ جنګ بس کړئ."

د سروبي بل تن اوسېدونکي زیاته کړه: "نوم مې ظاهرشاه دی، که سروبي ناامنه او لارې بندې شي، نو باور وکړئ چې په کابل هر څه بند دي، وضعیت خراب دی، دښمن نه‌معلومېږي او ډز درباندې کېږي، باید چې حکومت اول د دې لارې امنیت ونیسي، لاره ټوله نا امنه ده، خلک ډارېږي، دلته به خلک چکرونو ته راتلل، اوس هېڅ هم نه‌شته، سروبي ولسوالۍ دومره ناامنه ده."

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې وېډیوګانې هم ښکته پورته کېږي چې په‌کې یو شمېر کسان ځانونه سیمه‌ییز پولیس او د سروبي ولسوالۍ د جګدلک په سیمه کې د طالبانو په محاصره کې راګېر ښيي.

دوی وایي چې له څلورو ورځو راهیسې خوراک، څښاک او جګړه‌ییز توکي نه‌لري او له امنیتي مسؤلینو غواړي چې مرسته‌یې وکړي.

د سروبي ولسوالۍ د جګدلک په سیمه کې د جګړې له کبله لسګونه کورنۍ تېښتې او د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوي، خو سلګونه نورې لا هم په سیمه کې بندې پاتې دي.

د سروبي ولسوالۍ بازار
د سروبي ولسوالۍ بازار

یو تن افغان سیمه‌ییز پولیس شمس‌الرحمن چې تېره ورځ په جګدلک سیمه کې د جګړې پر مهال ټپي او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، وایي چې د مرستې غږ او چغې یې ډېرې وکړې، خو په خبره‌یې، هېڅ ډول مرسته ونه‌شوه او دا یې د ژوند تر ټولو ترخې شېبې وې.

شمس‌الرحمن وایي، ناهیلی دی، خو د وطن له دفاع تېرېدونکی او په شا تلونکی نه‌دی.

دی وايي: "زه خپله د جنګ په صحنه کې وم او ایسار وم، پنځه ورځې موږ هلته په محاصره کې پراته وو، زموږ غږ چا نه‌اورېده، پنځه ورځې موږ ډوډۍ نه‌وه خوړلې، نه مو سترګه پټه کړې، په محاصره کې وو او ۲۴ ساعته جنګ و پر موږ، اخر ټپي شوم، دا چې موږ ټپیان ورکړل همدا وجه وه جې مرسته راونه‌رسېده، کنه موږ که محاصره هم وو، ډېره ښه دفاع او له خپلو خلکو او پوستو مو ساتنه کوله، خو مهمات په وخت راونه‌رسېدل."

که څه هم هڅه مو وکړه، خو د شمس‌الرحمن د خبرو په تړاو د کورنیو چارو وزارت د نظر په اخیستلو بریالي نه‌شوو.

د سیمې خلک وایي، طالبانو په لارو کې ماینونه ځای پر ځای کړي او د سیمې خلکو ته اجازه نه‌ورکول کېږي چې خوندي ځایونو ته ولاړ شي او د دوی له‌خوا خوندي ځایونو ته د سیمې خلکو ته د تګ اجازه نه‌ورکول کېږي.

تېره ورځ سهار وختي کله چې د جګړې له سیمې ۱۸ تنه عام وګړي د وتلو په حال کې وو، سراچه موټر یې د سړک د غاړې پر یو ماین وربرابر شو چې د ځایي روغتیایي مسؤلینو په خبره، ۵ تنه په‌کې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د سروبي ولسوالۍ د روغتون سرپرست راز محمد جبارخېل ازادي راډيو ته وویل، د پېښې له ځایه دوه جسدونه او ۱۱ ټپیان روغتون ته وروړل شوي او درې جسدونه چې د انتقال وړ نه‌وو، په سیمه کې پاتې دي.

ښاغلي جبارخېل وویل چې وژل شوي او ټپیان پرته له دوو تنو نور ټول د یوې کورنۍ غړي وو چې په دوی کې د درېیو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک و او د کابل مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سروبي ولسوالۍ روغتون
د سروبي ولسوالۍ روغتون

که څه هم وسله‌وال طالبان د جګدلک سیمې د جګړې د تلفاتو او په دې اړه د ځایي اوسېدونکو د ادعاوو په اړه څه نه‌وایي، خو ادعا کوي چې سیمه د دوی د ډلې په واک کې ده.

ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، ازادي راډيو ته په را استولي پیغام کې ویلي چې افغان ځواکونو د جګدلک په سیمه کې نوې پوستې جوړولې چې په خبره‌یې، مخه‌یې نیول شوې او یاده سیمه‌یې د دوی کنټرول کې ده.

خو ځایي افغان حکومتي اداره بیا دا ادعا ردوي او زیاتوي چې طالبانو په جګدلک کې ماته خوړلې ده.

د سروبي ولسوال ګوهر خان بابري ازادي راډيو ته وویل افغان ځواکونه ورسېدلي، د طالبانو پنځه ورځنۍ محاصره‌یې ماته کړې او د دوی بریدونه‌یې په شا تمبولي دي.

ده وویل: "افغان ځواکونه په پوره مورال د طالبانو محاصره او ډله‌ییز بریدونه مات کړي، اوس هم سیمه کې جنګ شته، خو افغان ځواکونه په مېړانه جنګېږي، سیمه طالبانو نه‌ده نیولې. عملیات‌یې مات شوي، سیمه د افغان ځواکونو په کنټرول کې ده، د ملکي خلکو د سر او مال ساتنه زموږ دنده ده او د خوندیتوب لپاره‌یې وخت په وخت سپارښتنې شوې دي."

وموغوښتل چې په دې اړه د افغانستان د دفاع وزارت نظر هم ولرو، خو بریالي نه‌شوو.

سروبي ولسوالۍ د کابل ښار ختیځ ته په شااوخوا ۱۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

دا یوازې سروبي نه‌دی چې د جګړې اور په‌کې بل دی، بلکې په دې وروستیو کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو له ښارونو او ولسوالیو د جګړو راپورونه ورکول کېږي.

خو دا چې سروبي د پلازمېنې کابل یوه ولسوالي ده، ناامنۍ یې خلک په ځانګړي ډول د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي اندېښمن کړي او له حکومته د امنیت د ټینګښت په برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG