د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د مخابراتو نړیواله ورځ؛ د افغانستان ۹ ولایته لاهم د نوري فایبر له پوښښ محروم پاتي


ارشیف، یو افغان پر ټیلیفون د خبرو پر مهال
ارشیف، یو افغان پر ټیلیفون د خبرو پر مهال

افغانستان هغه هېواد چې د نورو سکټورونو ترڅنګ‌یې مخابرات او معلوماتي ټکنالوژي هم نا امنۍ ګواښي.

د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وايي، سره له دې چې په دغه هېواد کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې دېر پرمختګ شوی، خو لا هم د دوی په خبره یو شمېر ستونزو یې د پراختیا مخه ډب کړې ده.

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې اترا ویاند سعید شینواري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، نا امني یې په وړاندې لویه ستونره ده.

ښاغلی شینواری زیاتوي: "د مخابراتي خدمتونو پر وړاندې زموږ جدي ستونزه امنیت دی، په تېر یو کال کې زموږ ۳۰۸ پایې په ټوله کې یا په کلي ډول او یا هم په نسبي ډول ویجاړې شوې دي چې مخابراتي سکټور ته‌یې له ۱۵ نه تر ۱۷ ملیونه ډالره تاوان اړولی دی، همدا لامل دی چې قیمتونه هم نه‌راښکته کېږي."

ارشیف، افغانستان کې د مخابراتي شبکو ستنې
ارشیف، افغانستان کې د مخابراتي شبکو ستنې

ښاغلی شینواری وايي، ۹ ولایته د نا امنیو له وجې د نوري فایبر له پوښښه محروم پاتې دي، خو په خبره‌یې د پوښښ لپاره‌یې جدي کار روان دی.

د نوموړي په خبره، په لیرو پرتو سیمو کې مخابراتي خدمتونو ته نه‌لاسرسی او په ټولنه کې فرهنګي او کلتوري ستونزو هم، د دې خدمتونو رسول خلکو ته ستونزمن کړي.

د اترا ادارې د معلوماتو له مخې اوس‌مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۲،۵ ملیونه سیمکارتونه فعال دي او ۱۲،۸ ملیونه کسان انټرڼټ کاروي.

دا اداره وايي، نن سبا په دغه هېواد کې د فیسبوک کارونکو شمېر ۴، ۶ میلیونو ته رسیدلی دی.

د اترا معلومات دا هم وايي چې دا وخت په ټول افغانستان کې ۷،۳۰۰ مخابراتي پایې فعاله دي چې خلکو ته مخابراتي خدمتونه رسوي.

د نوموړې ادارې د مسؤلینو په خبره، په افغانستان کې ۲۷ فیصده خلک انټرنټ او ۹۰ سلنه مخابراتي شبکو ته لاسرسی لري.

ارشیف، افغانستان کې د انټرنټ یوه کاروونکې
ارشیف، افغانستان کې د انټرنټ یوه کاروونکې

خو دې ټولو ته په پام سره بیا هم یو شمېر عام افغانان په افغانستان کې د مخابراتي شبکو له خدماتو ناخوښ دي.

د بېلابېلو ولایتونو د ځینو سیمو اوسېدونکي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، له شک پرته په تېرو ۲۰ کلونو کې به مخابراتي چارو پرمختګ کړی وي، خو د دوی په خبره د قناعت وړ نه‌دي.

د کابل ښار اوسېدونکی روح‌الله تلاش وايي: "په تېرو ۲۰ کلونو کې مخابراتي خدمتونو ښه پرمختګ وکړ، خو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته په کتو د انټرنټ قیمتونه خورا لوړ دي او د انتن ورکونې برخه‌یې هم ډېره ضعیفه ده."

د کندز ولایت اوسېدونکی نوید لالهاند بیا وايي، په ځینو ولایتونو کې مخابراتي شبکې ان له فعالیته غورځېدلې دي: "لاهم هغه ډول چې د خلکو توقع ده، خدمتونه ښه نه‌دي. په ډېری ځایونو کې یوه شبکه کار کوي، یوه کار نه‌کوي، که انټرنټ برخې ته راشو پیسې ډېرې اخلي او خدمتونه کمزوري وړاندې کوي چې دا منصفانه نه‌ده."

د مې ۷مه د مخابراتو نړیواله ورځ ځکه نومول شوې چې د تېلي کمونېکېشن نړیوالې ټولنې ټول غړي هېوادونه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د اهمیت په اړه خلکو ته معلومات وړاندې کړي او خلک ورڅخه په خپل ورځني ژوند کې ګټه واخلي.

ارشیف، یو افغان د یوې مخابراتي شبکې د سیم کارت د پېرلو پر مهال
ارشیف، یو افغان د یوې مخابراتي شبکې د سیم کارت د پېرلو پر مهال

د خینو نړیوالو معتبرو رسنیو او سایټونو د راپورونو پر بنسټ د نړۍ تقریباً نمایي نفوس (۳) میلیارده خلک له ښارونو څخه دباندې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي، دا په داسې حال کې ده چې د معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا زیاته په ښارونو کې ده او د ډېریو هېوادونو کلیو کې استوګن خلک د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ له اسانتیاوو محروم دي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره اترا وايي، دا مهال په افغانستان کی ۵ مخابراتي شرکتونه او ۶۱ انټرنټي مرکزونه فعال دي.

XS
SM
MD
LG