د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

محقق: امنیتي ګواښونو د مخابراتو پر پرمختګ منفي تاثیر کړي


د افغانستان د اجراییه ریاست دویم مرستیال وایې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پرمختګ په برخه کې نا امني یوه عمده ستونزه ده.

محمد محقق وايي په هېواد کې امنیتي ګواښونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختیا په وړاندې خنډونه جوړ کړي.

د اجراییه ریاست دویم مرستیال ډاډ ورکوي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په وړاندې د امنیتي ګواښونو موضوع به د دې هېواد امنیت شورا کې مطرح کړي.

محمد محقق د سې شنبې په ورځ د مخابراتو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل په هېواد کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختیا په برخه کې یوه عمده ستونزه نا امنۍ او امنیتي ګواښونه دي.

ښاغلي محقق وویل که چېري امنیتي ګواښونه کم شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې به پانګونې ډېرې شي.

امنیتي ګواښونه د مخابراتو د پراختیا په وړاندې خنډونه جوړ کړي
امنیتي ګواښونه د مخابراتو د پراختیا په وړاندې خنډونه جوړ کړي

هغه زیاته کړه:

"زه د مخابراتو وزارت رهبرۍ ته ډاډ ورکوم چې د دغو ګواښوانو د لمنځه وړلو لپاره به دا موضوع امنیت شورا کې مطرح او تعقیب به یې کړو ترڅو له دغو ګواښونو مخنیوی وشي او په دې برخه کې پانګونې ډيرې شي."

نوموړي همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت څخه هم وغوښتل ترڅو د مکالماتو د بیې را ټيټيدو، ټلیفوني او انټرنیټي خدمتونو د کیفیت ښه کېدو لپاره هڅې وکړي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو په اساس اوس مهال په افغانستان کې ۲۵ ملیونه کسان له ټلیفوني خدماتو او دوه ملیونه نور له انټرنیټي خدماتو ګټه اخلي.

۲۵ میلیونه کسان له ټلیفوني خدماتو ګټه اخلي
۲۵ میلیونه کسان له ټلیفوني خدماتو ګټه اخلي

خو دغه وزارت وایې مخابرات او انټرنیټي خدماتونه تر ډيره په نا امنو ولایتونو کې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د دغه وزارت د مسوولانو په وینا ډیری وخت د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ د نښتو پرمهال دمخابراتي شبکو آنتنونه هم تخریب شوي دي.

په همدې حال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مرستیال بریالي حسام وویل چې په هېواد کې د امنیتي ستونزو سره سره بیا هم په تیره یوه لسیزه کې دغه وزارت ښې لاسته راوړنې درلودې:

"د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د طرح او پالیسو ، مقرراتو او د خصوصي پانګونو څخه د ملاتړ له لارې توانیدلی چې دا سکټور پراختیا لور ته یوسی او ټکنالوژۍ ته د لاسرسي زمینې زیاتې او دې برخې ته په بې سارې ډول پراختیا ورکړي."

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس اوس مهال اوه دولتي او خصوصي مخابراتي شبکې په افغانستان کې فعالیت کوي چې خلکو ته انټرنیتي او مخابراتي خدماتونه رسوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایې د مبایل ټلیفون د ګټه اخیستونکو د شمیر د زیاتیدو او د سیمې له هېوادونو سره سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا ته په پام اړتیا ده ترڅو د هېواد مخابراتي سیسټم ډير پیاوړی شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG