د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

واحدي: د ټکنالوجي په برخه کې جنسیتي برابري به په پام کې ونیول شي


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت وايي چې د ټکنالوجي سره د مېرمنو د بلدتیا لپاره یوه ملي ستراتیژي عملي کوي.

د مخابراتو وزارت او د مېرمنو د ټکنالوجي شبکه (ټک ومېن) په دې باور دي چې ټکنالوجي ته د لاس رسي په برخه کې اوس مهال افغان مېرمنې له زده کړو نیولی بیا تر نورو اسانتیاو پورې له ګڼو ستونزه سره مخ دي.

د ولسمشر اشرف غني مېرمن بي بي ګل بیا وايي چې ټکنالوجي مېرمنو ته په کور دننه سهولت ورکوي او د کار موندنې په برخه کې ورته لازم فرصتونه برابروي.

له دې سره ـ سره چې په هېواد کې د مېرمنو زده کړو، کاري بوختیاوو او ګڼو نورو حقونو په اړه تل اندېښنې څرګندې شوي په افغانستان کې د ټکنالوجي د برخې ادارې وايي چې په هېواد کې د ټکنالوجي سره د ښځو بلدتیا هم په ډېر ټیټ حد کې ده.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي چې د هېواد څلور میلیونه نفوس معلوماتي ټکنالوجي ته لاس رسی لري چې له دې ډلې په موقتي توګه تر۱۰ سلنې پورې ښځې هم شاملې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزیر عبدالرزاق واحدي د پنجشنبې په ورځ د ټکنالوجي د ښځينه شبکې له خوا جوړې شوي سر مشریزې ته وویل چې د نوې ستراتیژۍ له مخې هڅه کوي چې د ټکنالوجي په برخه کې جنسیتي برابري په پام کې ونیسي.

ښاغلي واحدي زیاته کړه:

"زموږ په دې ستراتیژۍ کې پر دې سربېره چې د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجي په اړه یو ځانګړی تصویر راښيي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي په برخه کې د ښځو د ونډو په اړه لومړیتوبونه هم راپېژني چې له تطبیق سره یې به یې له شکه پرته جنسیتي فاصله تر یوې زیاتې اندازې کمېږي او د دې کار لپاره مو لازمه بودیجه هم پیدا کړي ده."

له دې سره د ټکنالوج د ښځينه شبکې یاtech women د ادارې غړي وايي چې د دوی د څېړنو له مخې د ټکنالوجي په برخه کې د ښځو لیوالتیا او پرمختګ د ستایلو دی خو په دې اړه ډېرو خنډونو د مېرمنو مخه نیولې ده.

دغې شبکې چې د ټکنالوجي سره د مېرمنو د اشنایي لپاره یې غونډه جوړه کړې وايي چې د ټکنالوجي په برخه کې د ښځو تر منځ د اړېکو جوړول، د ښځینه مسلکي کدرنو هڅول او د ټکنالوجي په برخه کې د کاري فرصتونو را منځته کول په هېواد کې هر اړخیزه ټکنالوجي پیاوړې کولای شي.

د ولسمشر اشرف غني مېرمن بي بي ګل غني غونډې ته وویل چې د ستونزو د حل لپاره پراخ فکر ته اړتیا ده او دا فکر د معلوماتي ټکنالوجي له خوا جوړېدای شي.

مېرمن بي بي ګل وايي چې د ټکنالوجي په برخه کې ډېرو ښځو د لوړو ژورو پروا نه ده ساتلې او هڅو ته یې دوام ورکړی چې د ستایلو وړ دي.

مېرمن بي بي ګل په دې اړه زیاته کړه:

"خوشحاله یم چې د افغان مېرمنو د ټکنالوجي په برخه کې مې واورېدل چې دوی څه کارونه او څومره لاس رسی لري، خو زه انتظار کوم چې د دوی د لا ډېرو لاسته راوړنو څخه خبره شم، معلوماتي ټکنالوجي افغان مېرمنو ته ډېرې ګټې رسولای شي په حقیقت کې د ټکنالوجي په پروژو کار کول کېدای شي له کور څخه وشي او ډېرې هغه سرچینې پیدا کړي چې ستاسې لپاره ګټورې تمامېدای شي."

له دې سره د معلوماتي ټکنالوجي څخه برخمنې یو شمېر افغان مېرمنې وايي چې په دې برخه کې ورته امکانات خورا کم دي او همدې کمو امکاناتو د دوی په کارونو سیوری غړولی دی.

د حمیرا په نوم د یوه سافټ ویر جوړونکې وايي چې په هېواد کې د انټرنټ بېې لوړې دي، د پوهنتونو نصاب زوړ دی، په خپله ژبه معلومات کم دي او ګڼې نورې ستونزې د دې سبب شوي چې افغان ښځې له دې برخې شاته پاتې وي:

"زه د کمپیوټر ساینس محصله یم چې ډېر تیوري درس وایو او عملي کار مو ډېر کم دی په داسې حال کې چې موږ ته عملي کار په کار دی، دلته زه په بېلابېلو اپلکېشونو کار کوم زه غواړم له همدې لارې سوداګري وکړم. "

نوموړې وايي چې په دې برخه کې ډېرې کورنۍ هم خپلو نجونو ته لازم وخت او حقوق نه ورکوي.

له دې ټولو سره د معلوماتي ټکنالوجي څخه برخمنې نجونې وايي که چېرې د ټکنالوجي په برخه کې ظرفیتونه لوړ شي دا کار کولای شي په هېواد کې سریع او عصري اقتصاد هم پیاوړی کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG