د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

په فېسبوک کې جعلي حسابونه د افغانستان ملي ګټو ته لوی ګواښ


د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي هره میاشت له سلو ډېر داسې فیسبوکي جعلي اکونټونه تړي کوم چې د ملي ارزښتونو خلاف فعالیت کوي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي چې په وروستیو څو میاشتو کې د فیسبوک له لارې د شخصیتونو ترور او سپکاوی، د ملي ګټو په ضد لیکنې او د حساسیتونو راپارول؛ خوارا ډېر شوي دي.

د دې وزارت ویاند یاسین صمیم د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د جعلي اکاونټونو په اړه هره اونۍ شاوخوا دېرش شکایتونه دوی ته رسېږي.

ښاغلی صمیم وايي چې د مخابراتو وزارت په دې اړه اندېښمن دی او د ستونزې د حل لپاره یې د قانون نوې طرحه د عدلیې وزارت ته لېږلې ده:

"وروسته له دې چې دا قانون تصویبیږي کارونه منظمیږي؛ زموږ کارونه اوس هم هره ورځ دوام لري؛ زموږ هڅه دا ده چې یوه کمیټه جوړه شي؛ تر څو شکایتونه وڅېړي، د بیان او مطبوعاتو د ازادي اصل هم زیانمن نه شي او د خلکو ستونزو ته هم رسېدلي وو."

هغه وايي چې افغان حکومت په دې اړه د فیسبوک؛ ګوګل او یوټیوب شرکتونو سره د تفاهم لیکونو د لاسلیک په لټه کې هم دی؛ تر څو دا ستونزه له یوه سره حل شوې وي.

دا په داسې حال کې ده چې په ښکاره د فیسبوک افغاني اکاونټونه ډېر وخت د حساسو، له نفرته د ډکو او د شخصیتونو د سپکاوي عکسونو او لیکنو څخه ډک وي.

په دغو پوسټونو بیا د خلکو تبصرې د جنګ له جبهو کمې نه ښکاري؛ هر څوک ډېر ژر د یوه بل پر ضد واقع کېږي او خبره تر ډلو، قومونو، سیاسي اړیکو او ژورو پېغورونو ته رسېږي.

له دې وړاندې د افغانستان ملي شورا هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او دا ادعا یې هم کړي چې د سیمې یو شمېر هېوادونه له دې لارې د افغانانو تر منځ د فاصلو د ایجادولو هڅه کوي.

خلک په دې باور دي چې په دې کار کې یو شمېر دولتي چارواکي او د ګاونډیو هېوادونو یو شمېر خواخوږي دخیل دي او همدلته نفرتونه زېږیږي.

د مجیب الرحمان امان په نوم یو تن فیسبوک کارونکی وايي؛ په دې شبکه کې د افغانانو اړوند جعلي اکاونټونه دومره ډېر شوي چې اوس په ډېرو باور نه شي کېدای:

"دومره اکاونټونه ډېر شوي چې باید غوښتنه وکړم لطفاً خپل نوم صرف د ځان لپاره کاروئ او د بل چا په نوم آی ډي مه جوړوئ؛ په دې نومونو نو ډېر خلک تفرقې اچولو ته فعالیت کوي او زما په باور دا ډېره جدي مسئله ده چې باید حکومت یې مخه ونیسي."

په افغانستان کې که د لسګونو زرو جعلي اکاونټونو خبره مطرح کېږي؛ خو اړنده ادارې بیا په دې اړه کره شمېره نه لري.

نصیر احمد بل ځوان دی چې په وینا یې له فیسبوکه بیرون ورته ژوند مینه ښکاري:

"که رښتیا درته ووایم زه اوس فسبوک نه لرم او نه یې کاروم؛ ما یو دوه میاشتې فیسبوک جوړ کړی و؛ خو هلته مې یواځې د یو بل په ضد پروپاګنډ او نظرونه ولیدل؛ نو ما ترې صرف نظر وکړ او بند مې کړ."

په افغانستان کې انټرنټي خدمات ډېره سابقه نه لري؛ خو د هغې په تېره بیا د ټولنیزو سایټونو څخه استفادې او مینې دا برخه خورا توده او د بحث وړ ساتلي ده.

اوس که دلته څوک ډېر سواد هم نه لري؛ خو فیسبوک ته لاس رسی لري او بې له کوم شرطه، ګواښ او ډاره هر څه چې وغواړي خپروي یې.

د سایبري او معلوماتي ټکنالوجۍ ځينې کارپوهان هم وايي؛ په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو استعمال د نورې نړۍ په خلاف تر ډېره عقده یي او نفرت اچوونکې دی.

له دې ډلې محمد شفیع په دې نظر دی چې افغانستان باید د فیسبوک ادارې ته خپل شرایط وړاندې کړي او له فلتره وروسته د ملي ګټو ضد نشراتو ته اجازه ورنه کړي.

"د مخابراتو وزارت او نورو دولتي ارګانونو ته تر ټولو مهمه دا ده چې دوی مستقیماً د فیسبوک له شرکت سره اړیکه ونیسي او خپلې ملي ګټې ورته مشخصې کړي او ورته ووایي چې که دا ګټې له خطر سره مخ کېږي؛ موږ فیسبوک ته د فعالیت اجازه نه ورکوو یعنې حتی د بندولو ګواښ وکړي."

دا ټولنیزه شبکه هر وخت د نفرتنو شاهده هم نه وي؛ د سیاست ور هاخوا که د لوبو میدانونه ګرم وي؛ بیا تر ډېره د افغانانو احساسات او دلته لیکنې هم بدلې وي.

فیسبوک په ټوله نړۍ کې له یو میلیارد او څلورنیم سوه میلیونو ډېر کارونکي لري چې دا شمېره بیا په افغانستان کې هم هره ورځ مخ په ډېرېدو ده.

د معلوماتو له مخې له یو نیم میلیونو ډېر افغانان په هېواد کې د ننه فیسبوک ته لاس رسی لري؛ خو د کارپوهانو په وینا، د کارونې ډول یې د نړۍ له نورو ډېرو هېوادونو سره ډېر وخت توپیر لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG