د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د ښه کولو لپاره ۵ کلن پلان جوېږي


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت؛ د پنځه کلن سټراټېژیک پلان د جوړولو او په سیمه کې د مخابراتي او انټرنټي فعالیتونو د پراختیا لپاره؛ د مخابراتو د ولایتي ریيسانو غونډه جوړه کړې ده.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي؛ په هېواد او سیمه کې د مخابراتي خدماتو د کیفیت او سرعت د ښه کولو لپاره یې هڅې تېزې کړي چې په دې برخه کې نوی پنځه کلن سټراټیژیک پلان جوړ کړي.

یاد وزارت په دې مقصد د سه شنبې په ورځ په کابل کې؛ د هېواد د څلوردېرشو ولایتونو د مخابراتو له ريیسانو سره؛ یوه درې ورځینۍ مشورتې ناسته جوړه کړه.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي وویل؛ په هېواد کې د موباییل د ټیلفونونو د کاروونکو زیاتېدو او د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي؛ تجارتي او فرهنګي اړیکو پراختیا ته په کتو سره؛ په کار ده چې د هېواد مخابراتي نظام معیاري او پراخ شي:

"څرنګه چې د ملي یووالی حکومت په لومړیو کې په سیمه کې د یو پراخ رول د لرلو خبرې کړې وې؛ په دې برخه کې د مخابراتو وزارت باید اساسي رول ولوبوي او نورو سکتورونو ته اسانتیاوې برابرې کړي."

ښاغلي وحیدي وویل، دا هڅه به هېواد، له یوې خوا په سیمه کې د مخابراتو او مواصلاتو د یو مهم واټ په توګه تثیبت کړي او له بلې خوا به حکومت ته د عوایدو عمده منبع هم وګرځي.

د مخابراتو وزیر دا هم وویل؛ هڅه کیږي چې د مخابراتو په نظام کې د خصوصي سکتور ترڅنګ دولت هم خپله ونډه زیاته کړي.

د دې وزارت چارواکو زیاته کړه؛ د وزارت نوې پالیسۍ او پروګرامونه به د ښې حکومتولۍ او زده کړو چارې تیزې؛ ساده او شفافې کړي.

اوس مهال په افغانستان کې پنځه خصوصي او یوه دولتي مخابراتي شبکې فعالې دي چې خلکو ته مخابراتي او انټرنټي خدمات وړاندې کوي.

خو د ځینو ولایتونو د مخابراتي شبکو مسوولین وايي؛ اوس هم داسې سیمې شته چې مخابراتي خدمات په کې یا نیمګړې او یا ورته نه دي رسیدلي.

د هلمند ولایت د مخابراتو مسوول امید الله زهیر ازادي راډیو ته وویل:

"د هلمند په ولایت کې د مخابراتو نظام بیخي خراب دی؛ خلک تجارتي ستونزې لري، د مریضانو پوښتنې سختې شوي، هیله ده د دې ستونزې حل ته تدابیر ونیول شي."

سربېره پر دې، د کندهار ولایت د مخابراتو مسوول هم په دې برخه کې یو لړ ستونزو ته اشاره وکړه:

"په کلیو او ولسوالیو کې مخابراتي خدمات نه شته؛ د خلکو ډیرې ستونزې په موبایلونو حلیږي؛ خو متاسفانه چې په دې خدماتو کې ستونزې شته؛ موږ به نن خپلې غوښتنې جوړې ناستې ته بیان کړو."

د مخابراتو وزارت په داسې حال د مخابراتي خدماتو د پراختیا او د کیفیت د لوړولو خبرې کوي چې خلک وايي؛ تراوسه هم دغو شبکو لازم مخابراتي او انټرنټي خدمات نه دي وړاندې کړي او سربېره پردې خلک دا هم وايي؛ د دې خدماتو په بیو کې د خلکو اقتصادي ستونزې په پام کې نه نیول کیږي.

د مخابراتو وزارت هیله کوي چې په هېواد کې فعالې مخابراتي شبکې د سالمو رقابتونو په نتیجه کې له یوې خوا د خدماتو کیفیت لوړ او له بلې خوا بیې ټیټې کړي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG