د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

د مخابراتو وزارت نوښتګر ځوانان وستایل


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت "د نوښت ډېوې" په نوم د سیالۍ د یوه پروګرام ګټونکو ځوانانو ته جایزې ورکړې.

د دغه وزارت چارواکو په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې له دې پروګرام څخه یې هدف د هغو ځوانانو ستایل او هڅونه ده چې نوښتګرې مفکوري لري.

د نوښت ډېوې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هغه پروګرام دى چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې نوښتګر ځوانان هڅوي او ملاتړ یې کوي.

د دغه پروګرام ملاتړ د نړیوال بانک له خوا کېږي او د شنبې په ورځ هم هغو ځوانانو ته جایزې ورکول شوې چې د تکنالوژۍ په برخه کې یې نوښت کړی دی.

د دغه وزارت د معلوماتي تکنالوژۍ د ریاست مشر ویس پایاب د شنبې په ورځ یو شمېر ځوانانو ته د جایزې ورکولو په مراسمو کې وویل چې دغه جایزې په درېیو برخو کې ځوانانو ته ورکول شوي دي.

ښاغلي پایاب زیات کړه:

"د ډيوې پروګرام کې موږ درې بېلابېلې ګټه ګورۍ لرو، لومړی د محصلینو جایزه ده هغه ځوانان چې پوهنتونونو کې دي او دوی نوښتګرې مفکوري لري نو کولی شي چې په دې پروسه کې موږ سره شامل شي، دویم دا چې موږ یو شمېر ننګونې اعلانوو، هغه ننګوني چې په حکومتي ادارو کې ستونزې دي، هغه موږ اعلان ته سپارو هغه افغانان چې څه دا خل د په افغانستان کې دي یا بهر نو کولی شي چې سیالیو کې ګډون وکړي او درېیمه کټه ګوري د عمل برخه ده."

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د دغو سیالیو لومړۍ پړاو په ۲۰۱۳ میلادي کال کې جوړه شوي و چې د بېلابېلو دولتي ادارو ټولټال نهه بېلابېلې ننګونې اعلان شوي وي.

دوی وایي چې د سیالۍ ګټونکو ته به مالي انعامونه هم ورکړل شي چې له ۲۰۰۰ امریکایې ډالرو څخه پیلېږي.

په همدې حال کې یو شمېر ځوانان چې د ډيوې د دې پروګرام په درېیم پړاو کې ګټونکي شوي وو ازادي راډيو ته وویل چې دا ډول پروګرامونه به د ځوانانو د استعدادونو په وده کې رغنده رول ولري.

ایمل میاخېل له جمهوري ریاست سره د وګړو د تماس اسانتیاوو د برابرو په اړه خپل نظر ورکړی او له همدې امله د دې ډيوې پروګرام جایزه یې ګټلې هغه ازادي راډيو ته وویل:

"دا یو ډېر ښه پروګرام دی، موږ په نوره نړۍ کې ګورو چې د ټکنالوژۍ په برخه کې ډېر مختګ کړی که ځوانان وهڅول شي زموږ ځوانان هم دا وړتیا لري."

همدارنګه وحید الله ببرک زی چې د انتخاباتو په کمېسیون کې د اسانتیاوو په اړه د نظر شریکولو له لارې جایزه یې خپله کړي وایي:

"دقیقاً دا پروګرام د ځوانانو پرمختګ کې د ځوانانو د استعدادونو په وده کې ډېر رغنده رول لوبوي، زما نن د محصل جایزه وه چې ما د انتخاباتو په برخه کې جایزه واخیسته."

دغه ځوانان همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له دې اقدام څخه هرکلی کوي.

خو له افغان حکومت نه غواړي چې دا ډول پروګرامونو ته ډېره وده ورکړي او د ځوانانو له استعداد نه په ښه توګه استفاده وکړي.

افغان ځوانانو له دې وړاندې ویلي، که دوی ته په بېلابېلو برخو کې د فعالیت زمینه برابره او ملاتړ یې وشي، په نوښت کې د نورو هېوادونو له ځوانانو کم نه دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG