د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د پکتيا اوسیدونکي وايي، په دې ولایت کې مخابرات فلجېږي


د پکتيا اوسېدونکي وايي چې په ولايت کې يې مخابراتي ستونزې زياتې شوې او ورځ تربلې يې سره له ماليې تحويلولو خدمات بې کيفته کيږي او دوی له ګڼو مشکلاتو سره مخ شوي دي.

د پکتيا لرو پرتو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په سيمو کې يې مخابراتي شبکې هغه ډول چې لازمه ده کار نه کوي او دوی له دې امله له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.

د پکتيا دريو ځدراڼ مېشتو ولسواليو، ګرده څېړۍ،ښواک او وزې ځدراڼ اوسېدونکي وايي چې حکومت دوی ته د هر ډول خدماتو په برخه کې ډېر پام نه دی کړی.

د دوی په خبره، په ولسواليو کې يې مخابراتي ستونزې ډېرې زياتې دي، په ډېرو ساحو کې ځينې شبکې فعاليت لري او ځينې يې نه لري، کله چې غواړي له چا سره تماس ونيسي نو ډېرو جګو ځايونو او يا د غرونو څوکو ته خيږي او اړيکه نيسي، د ګرده څېړۍ ځينې اوسېدونکي:

"په ښواک کې خو ټولې شبکې کار کوي، خو په ګرده څېړۍ کې يوازې سلام شبکه کار کوي او نورې په ډېر مشکل سره کار کوي، خلک له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي، خلک د خپلو ضرورتونو لپاره چې تماس ونيسي ډېر لرې مزل کوي او يا د غرو څوکو ته ورپورته کيږي،چې په دې سره خلک په خپل وخت خپلو کارونو ته نه شي رسېدلی او حکومت بايد دا ستونزه جدي وګڼي."

"زه خيرالله، زموږ يوازې د سلام شبکه کار کوي او له حکومته غواړو چې دلته بايد ټولې شبکې کار وکړي، ځکه چې زموږ ځوانان بايد ښه کار ترې واخلي."

يوازې دوی نه دي چې له مخابراتي ستونزو سر ټکوي، د نورو ولسواليو اوسېدونکي هم همدا خبره کوي وايي، که چېرته يې په دې برخه کې ستونزې هوارې نه شي او خلکو ته په وخت خدمات عرضه نه شي د دوی دا شکايتونه به همداسې دوام پيدا کړي، د دې ولسواليو دوه تنه اوسېدونکي:

"موسی ګل ځدراڼ، دلته ځای پر ځای سلام شبکه کار کوي او ډېر وخت کار نه کوي او نور د سټو کنډو په ساحه کې يې انتنونه لګولي دي، خو سم کار نه کوي او مشکل يې جوړ کړی دی، که يوه دوه دقيقې خبرې وکړې بيا قطعه شي او خلک مشکل سره مخ دي، ضرورت مو ډېر دی دلته بايد انتونه ولګيږي، دلته بايد انټرنېټ فعال شي"

"زرين ګل، سلام کار کوي او نور هېڅ شی کار نه کوي او که بيا کار ترې اخلې مجبور يې چې غره ته وخېږې او زموږ هيله ده چې زموږ مشکل حل شي او ضرورت مو پوره شي."

يوازې د دغو يادو شويو ولسواليو اوسېدونکي نه دي چې له مخابراتي ستونزو څخه سر ټکوي، د پکتيا په ټولو ۱۳ ولسواليو کې خلک له يادو ستونزو سره مخ شوي دي او له ادارې څخه غواړي چې د دوی شکايتونو ته په کتو دوی له مشکلاتو څخه خلاص کړي.

د ولايتي شورا وکيلان او مدني فعالان هم د خلکو شکايت پر ځای ګڼي وايي چې ستونزې؛ ځکه زياتې شوې دي چې له تېرو نږدې شپږو مياشتو راهېسې پکتيا د مخابراتو ريس نه لري او سرپرستان يې د خلکو مشکلات نه شي حل کولای.

ازادۍ راډيو د پکتيا مخابراتو رياست سرپرست خان بهادر عادل سره تماس ونيوه هغه وويل چې دی له تېرو شلو ورځو راهيسې په کابل کې دی او د پکتيا په وضعيت نه دی خبر، خو په خبره يې ده ټاکلی سرپرست به معلومات ورکړي، خو سره له پلټنو څوک د پوښتنې ځواب له پاره پيدا نه شول.

راپورـ داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG