د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

مخابراتي خدمات ارزانه کېږي


نن د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژۍ وزیر انجنیر امیرزی سنګین زموږ مېلمه دی.

مخابرات په افغانستان کې له هغو څانګو څخه ده چې ویل کېږي په وروستیو لسو کلونو کې یې زیاته وده کړې ده.

حاضردمه په افغانستان کې په ملیونونو خلک د موبایل ټېلفون له خدماتو برخمن دي. د نوري فایبر له برکته انترنټ په سرعت مخ په خپرېدو دی او د تېرو کلونو په پرتله د مختلفو شبکو ترمنځ د رامنځته شوې سیالۍ له کبله د ټېلفون او انترنټ د خدماتو بیې هم کمې شوي دي خو لا هم ډېر خلک شکایت لري چې په افغانستان کې د انترنټ او ټېلفون د خدماتو بیه لوړه ده او کیفیت یې ښه نه دی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:25:45 0:00
مستقیم لېنک

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:11 0:00
مستقیم لېنک

که څه هم ویل کېږي چې اوس د افغانستان په سلو کې اتیا فیصده سیمې د موبایل ټېلفون تر پوشش لاندې دي خو خلک وايي چې ډېرې سیمې شته چې ټېلفون پکې کار نه کوي او که یې کوي هم کیفیت یې ښه نه دی.

دا او دې ته نورې مسلې چې ستاسو قدرمنو اورېدونکو په ذهن کې ګرځي نن د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ د وزیر ښاغلي امیرزي سنګین مخته ږدو.
XS
SM
MD
LG