د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

سنګین: د انټرنيټي ټکنالوژۍ څلورم نسل"4G" به هم افغانستان ته راوړل شي


د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیرامیرزي سنګین د مخابراتو د نړېوالې ورځې د نمانځلو په غونډه کې ويلي دي چې په نږدې وخت کې به د انټرنيټي ټکنالوژۍ څلورم نسل 4G افغانستان ته راوړل شي.

افغانستان غواړي د 4G انټرنيټ جواز ترلاسه کړي څو د هېواد وګړي وکولای شي ډېر سرعت لرونکي انټرنيټ وکاروي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ وزارت وياند نصرت رحيمي ازادۍ راډيو ته وويل، چې افغانستان به ډېر ژر په هېواد کې د 4G انټرنيټ خدمات پيل کړي.

افغانستان له تېرو ديارلسو کلونو را په دې خوا د مخابراتو او ټکنالوژۍ په برخه کې ډېر پرمختګونه کړي دي.

افغانستان په ډېرکم وخت کې په ډېره چټکۍ سره په سيمه کې د نورو هېوادونو سره د ټکنالوژۍ په برخه کې ځان سیال کړی دی.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزیر امیرزي سنګین د مخابراتو د نړېوالې ورځې د نمانځلو په غونډه کې ويلې دي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۹۰ فيصده خلک موبايل تیليفونوته او ۵۰ فيصده يې انټرنيټ ته لاس رسی لري.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وياند نصرت رحيمي ازادي راډيو ته وويل، چې څه باندې دوه میلیونه افغانان له انټرنيټه استفاده کوي.

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې 4G له 3G سره څه توپير لري او د انټرنيټ دا نسل به د نورو په پرتله څه ښه والی ولري، ښاغلي نصرت وويل:

د انټرنيټ په برخه کې به ډېر سهولتونه را منځته شي. قيمتونه به ټيټ شي او موږ به د انټرنيټ په برخه کې د مخابراتي کمپنيو ترمنځ د رقابت او سیالۍ يوه نوې زمينه برابره کړو. د 4G قيمتونه به له 3G دومره لوړنه وي کم تفاوت به ورسره ولري، خو سرعت به يې فوق العاده لوړ وي. 4G د انټرنيټ پرمختللې ټکنالوژي ده چې اوس په پر مختللې نړۍ کې ترې استفاده کېږي.

د مخابراتو او ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ د افغانستان د هغه ځينو پرمختګونو څخه دی چې په تيرو ۱۳ کلونو کې يې کړي دي.

ښاغلي نصرت وويل چې حتی د افغانستان ګاونډي هيوادونه 4G خدمات نه لري او هغه چې لري يې نو د دې ټکنالوژۍ خدمات دومره پر مخ تللي نه دي.

اوس مهال مخابرات په افغانستان کې ښه پر مخ روان دي. يعني د همسايه هيوادونو سره تر يوې کچې پوري موږ سيالان يو.

افغانستان اوس له نړۍ سره د انټرنيټ له لارې وصل دی او خلک کولی شي په اسانه توګه د خپلو موبايل تليفونو له لارې د انترنيت څخه په استفادې سره خپلې ستونزې حل کړي.

په عين حال کې د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعوخونه وایی چې که د مخابراتواومعلوماتي ټکنالوژۍ سکتورهمداسې فعالیت ولري نو د هیواد په اقتصادی وده کې به ښه رول ولري.

ملالۍ بشير
XS
SM
MD
LG