د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

ځینې افغانان د هدفي وژنو، اختطافونو او وسله والو غلاوو له ډېروالي شکایت کوي


تېره اوونۍ د مخکېني جمهوري حکومت په ولسي جرګه کې د کابل ولایت استازې مرسل نبي زاده د کابل ښار په ۱۲مه حوزه کې په خپل کور کې ووژل شوه.
تېره اوونۍ د مخکېني جمهوري حکومت په ولسي جرګه کې د کابل ولایت استازې مرسل نبي زاده د کابل ښار په ۱۲مه حوزه کې په خپل کور کې ووژل شوه.

یو شمېر افغانان د هدفي وژنو، اختطافونو او وسله والو غلاوو له ډېروالي شکایت کوي.

د اقتصادي ستونزو، سړې هوا، انتحاري حملو او چاودنو ترڅنګ هدفي وژنو، اختطافونو، وسله والو غلاو او نورې جنايي پېښو په افغانستان کې د خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي.

یو شمېر افغانان وايي، جنايي پېښې ډېرې شوي او د مهارولو په خاطر یې لازمې هڅې نه کېږي.

د کندز ولایت یوه اوسېدونکي حسام الله په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "وضعیت یو ځل بیا د اندېښنې وړ شوی، موږ هره ورځ په هېواد کې د هدفي وژنو، وسله والو غلاوو، ځانمرګو بریدو او چاودنو شاهدان یوو، خو له بده مرغه د مسوولانو لخوا هېڅ پام نه ورته کېږي."

د کابل اوسېدونکی فیصل هم د هېواد اوسني وضعیت اندېښمن کړی او وايي چې د جنايي جرمونو ډېرېدو ستونزې زیاتې کړې دي.

هغه وویل: "موږ په کابل ښار کې يو، خو د دې ښار اوسېدونکي اندېښمن دي، ځکه مال او ځان یې په امن کې نه دي، خلک پرېشان دي. حکومت باید د دې پېښو عاملان ونیسي، خلک حق لري چې په امنیت کې ژوند وکړي او حکومت مسوول دی چې امنیت یې وساتي."

د دې ترڅنګ دوی وايي، د مخکېني حکومت د پوځیانو او لوړو پوړو چارواکو هدفي وژنې هم ډېرې شوې دي.

تېره اوونۍ د مخکېني جمهوري حکومت په ولسي جرګه کې د کابل ولایت استازې مرسل نبي زاده د کابل ښار په ۱۲مه حوزه کې په خپل کور کې ووژل شوه.

دغه شان په مخکېني حکومت کې د خوږیاڼیو ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د بشري حقونو د مدیر سید فاروق پاچا، د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ملي امنیت د یوه پخواني کار کوونکي شکرالله او په لغمان کې د یوه پخواني امنیتي ساتونکي د وژنې خبرونه هم ورکړل شوي دي.

د دې ترڅنګ ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړي چې په کابل کې د امیري روغتون مشر نجیب الله امیري هم تښتول شوی دی خو تر اوسه هېڅ رسمي سرچینې دا موضوع نه ده تائید کړې.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د خلکو د اندېښنو په اړه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قومندانۍ ځواب هم ولري، خو ویاندویانو یې پوښتنې ځواب نه کړې.

د ناامنیو، هدفي وژنو، تښتونو او وسله والو غلاوو په اړه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې تر دې مخکې د طالبانو امنیتي مسوولانو د امنیت نیولو ډاډ ورکړی و خو د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي وايي، دې خبرو د عمل جامه نه ده اغوستې.

XS
SM
MD
LG