د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ جګړې؛ امریکا خبرې اترې غوره لار بولي


په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي
په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي

داسې مهال چې د افغانستان د شمال لږ تر لږه په درې ولایتونو د مقاومت ملي جبهې او طالبانو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکړل شوي، تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرو له لارې د ستونزو په حل ټینګار کړی.

له اختر وروسته، په پنجشېر، بغلان او تخار کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د جګړو په دوام، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، یو حللارې ته د رسېدو لپاره خبرې اترې غوره لار ده.

د متحده‌ایالاتو د بهرنیو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د جګړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ په دې باور یوو چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون، د ټولو افغانانو د بشري حقونو د ساتنې او ودې لپاره تر ټولو ښه لار همه‌شموله خبرې دي. موږ پر طالبانو فشار راوړو چې د افغان ټولنې د ټولو استازو لږکیو، ښځو او نجونو په ګډون، ټولګډونه خبرو کې برخه واخلي."

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، په افغانستان کې د طالبانو ضد له هېڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه کوي.

تازه په کابل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني سره کتنه کې د نړۍ امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی بللی او ویلي دي چې، هېڅ‌کله به د افغانستان له وسله‌والو مخالفانو ملاتړ و نه کړي.

هاخوا د مقاومت ملي جبهې یو ځل بیا ادعا کړې، چې تېره شپه یې د پنجشېر په تاواخ قریه کې په یوه کمین کې ۱۲ طالب عسکر وژلي دي، خو طالبان دا خبره ردوي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، هر هغه څوک ځپي چې د دوی پر ضد وسله ‌پورته کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې له پنجشېره يوه تازه ويډيو خپره شوې ده.

که څه هم په رسمي توګه نه‌ده تایید شوې، خو په کې طالب عسکر له پوځي موټرو سره لیدل کېږي او ادعا کوي چې پنجشېر یې د مقاومت جبهې ۱۱ تنه نیولي دي.

خو له سیمې څو تنو د خپل نوم نه‌ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل، طالبانو یو شمېر ملکي خلک په دې تور چې ګنې د مقاومت جبهې غړي دي، نیولي او ځورولي دي.

یو تن یې ازادي راډیو ته وویل: "د درې او ابشار ولسوالیو خلک یې ګروګان نیولي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له دوو ولسوالیو ووځي. دواب دره چې د درې او ابشار ولسوالیو برخه ده، بیخي نظامي رنګ یې خپل کړی."

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا خبره نه مني. هغه نن ازادي راډیو ته وویل: "دا ادعا بیخي ناسمه ده چې خلک وايي، په کوم نوم ځورول شوي دي. دا تېره ورځ هم له سلو ډېر کسان اسلامي امارت ته راغلل او وسلې یې په ځمکه کېښودې. موږ دوی د بښنې او تېرېدنې په رڼا کې عفوه کړل او عادي ژوند ته وګرځېدل."

خو د طالبانو لخوا په خپاره شوي تصویرونو کې د تسلیم شوي خلکو سره وسل نه لیدل کېږي.

په ورته وخت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په پنجشېر، تخار او اندراب کې په هدفي ډول د ملکي خلکو د وژنې راپورونه شته چې ده جنګي جنایت او له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې.

نصير احمد فایق
نصير احمد فایق

له اختر وروسته، په پنجشېر، بغلان او تخار کې د جګړو له شدت راپورونه ورکول کېږي.

تازه سیمه ییزو طالبانو هم له یو شمېر رسنیو سره د خپلو ځینو وسله والو مرګ‌ژوبله منلې، خو د مقاومت جبهې ته یې هم د درنو تلفاتو اړولو ادعا کړې.

XS
SM
MD
LG