د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

د پوهنتون يو استاد چې خلکو ته يې کتابونه ډالۍ کول د طالبانو له‌خوا نيول شوی دی


د پوهنتون استاد اسماعيل مشعل خپل زرګونه ټوکه کتابونه ډالۍ کوي.
د پوهنتون استاد اسماعيل مشعل خپل زرګونه ټوکه کتابونه ډالۍ کوي.

د طالبانو له‌خوا د پوهنتون د استاد او مدني فعال اسماعيل مشعل نيول کېدل.

د استاد اسماعیل مشعل د دفتر مدیر استاد فرید ازادي راډیو ته وویل، نن شاوخوا دولس بجې طالبانو استاد مشعل هغه وخت ونیوه چې خلکو ته یې کتابونه په وړیا ډول وېشل.

نوموړی وویل: "په درېیمه حوزه کې د ده بوري له پارک څخه شاوخوا دولس بجې د امارت اسلامي کارکونکو استاد مشعل ونیوه، ویې واهه او له ځان سره یې نامعلومه ځای ته بوته. موږ ته تر اوسه معلومه نه‌ده چې چېرې یې یووړ، حوزې ته، ریاست کابل ته او که کوم بل ځای ته؟ خو دی یې وواهه چې ولې خلکو ته کتابونه ویشې. زه هم روان یم چې ځای یې پیدا کړم، موبایلونه یې مات کړل او کمروته یې اجازه نه ورکوله."

استاد مشعل له تېرو دوه ورځو راهیسې د کابل ښار په بېلابېلو ځایونو کې په لاسي کراچۍ د خپل کور د شخصي کتابتون کتابونه ایښي او په لوستو کسانو یې وړیا ډول ویشل.

دغه راز نوموړي څه موده مخکې په یو مدني حرکت کې د نجونو او ښځو په وړاندې د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته د یو خصوصي ټلوېزیون په پروګرام کې خپل تحصیلي اسناد څيري کړی وو.

ښاغلي مشعل له نيول کېدو مخکې ازادي راډیو ته وویل، پر افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو او تحصیل د بندېدو په غبرګون کې یې خپل شخصي ښوونځي او د ښوونکو د روزنې مرکز وتاړه او په دریو پوهنتونونو کې یې د استادۍ له دندې هم استعفاګانې ورکړې.

پرېکړه مې کړې چې په دریو ورځو کې یې ډالۍ کړم."

هغه وویل چې نن یې د کتابونو د وېش دوهمه ورځ ده.

نوموړی وايي: "دغه یووېشت زره کتابونه د دې له‌پاره چې خلک نټ نه‌لري، برق نه‌لري، اقتصادي ستونزې لري، امکانات نه‌لري، نو ما په یوه کراچۍ کې چې نوم یې اقرا ده ايښي دي او خلکو ته یې وړیا ورکوم. په دې کتابونو کې پښتو ادبیات، کمپیوټر ساینس، اقتصاد، ژورنالېزم، فلسفه، تاریخ او جغرافیه ټولې رشتې شته، پرېکړه مې کړې چې په دریو ورځو کې یې ډالۍ کړم."

وموغوښتل چې د استاد اسماعیل مشعل د نیول کېدلو په هکله د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو خو د طالبانو د ویاند مرسیال بلال کریمي او د کورنیو چارو د وزارت ویاند نافع ټکور د دې راپور تر خپرېدلو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

يو شمېر افغان محصلانې
يو شمېر افغان محصلانې

په ورته وخت کې یو شمېر افغان محصلانې د استاد مشعل دا کار ستایي خو وایي، چې یوازې په یو ګل نه پسرلی کېږي ټول باید د زده‌کړې په برخه کې د اسانتیاو د برابرولو هلې ځلې وکړي.

د کندهار پوهنتون یوې محصلې چې نه‌یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپورکې خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "استاد خپلې هڅې وکړې څه یې چې په زړه کې وو ښکاره یې کړل، خو موږ څه وکړل؟ یوازې په ټولنيزو رسنیو کې لیکل کوو. پکاره ده چې موږ ټول د زده‌کړې په لاره کې ورته کارونه وکړو، تر اوسه نه ښوونځي خلاص شول، نه پوهنتونونه پرانیستل شول، موږ ټول باید ودرېږو او یو جدي عکس العمل وښیو."

په کابل کې د طب پوهنځي محصله عاقله هم د استاد مشعل کار چې پر لوستو کتابونه ویشي ستایي.

هغې ازادي راډیو ته وویل، هیله یې دا ده چې د زده‌کړې له‌پاره دا ډول هلې ځلې یوه مثبته پایله ولري.

"د استاد اوسنی اقدام دا ښېي چې افغانان له خپلو خویندو سره ولاړ دي

اغلې عاقله وايي: "د استاد اوسنی اقدام دا ښېي چې افغانان له خپلو خویندو سره ولاړ دي او غواړي چې هغوی زده‌کړې وکړي. که زموږ نور کادورنه هم داسې کارونه وکړي ان شاءالله چې شنوا غوږونه به پیدا شي او د طالبانو په پرېکړه به تاثېر وکړي. هیله لرم چې یو اقدام وشي."

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ سره سم دوی له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې وتړلې خو د ۲۰۲۲ میلادي کال په پای کې پوهنتونونو ته د دوی په ورتګ هم کلک بندیز ولګاوه.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړې پر کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوې خو طالبانو تر دې دمه په خپله پرېکړه کې کوم بدلون نه‌دی راوستی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG