د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

طالبانو د خصوصي پوهنتونونو لپاره د کانکور ازموینه کې د نجونو پر ګډون بندیز ولګاوه


ارشیف: په پکتیا کې د کانکور نجونې ګډونوالې - 8.7.2020
ارشیف: په پکتیا کې د کانکور نجونې ګډونوالې - 8.7.2020

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې تر دویم امر پورې دې نوې محصلانې نه جذبوي او د دې پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې دې نجونو ته د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت نن د یوه مکتوب له مخې خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې په راتلونکي کانکور ازموینه کې چې دا پوهنتونونه یې د محصلانو د جذب لپاره اخلي، نجونو ته د ګډون اجازه ورنه کړي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې تر دویم امر پورې دې نوې محصلانې نه جذبوي او د دې پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې دې نجونو ته د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

په مکتوب کې ویل شوي چې دا پرېکړه د لوړو زده کړو وزارت رهبري کړې ده او که کوم خصوصي پوهنتون ترې سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې ویاند محمد کریم ناصري وايي، دا مکتوب خصوصي پوهنتونونو ته رسېدلی، خو نوموړی زیاتوي چې دې پرېکړې د خصوصي پوهنتونونو مسوولان اندېښمن کړي او په وینا یې که دا حالات دوام وکړي، ډېر خصوصي پوهنتونونه به وتړل شي.

هغه وویل: "د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنه او مسوولان یې ټول د مکتوب له خبرېدو سره سم اندېښمن دي، ځکه د دې پوهنتونونو په ځانګړې توګه د طب څانګې ډېره برخه نجونې محصلانې تشکیلوي، نو که چېرته حالت همداسې روان وي، ډېر خصوصي پوهنتونونه به سقوط شي."

د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې ویاند زیاتوي، که ښوونځيو ته د نجونو پر تګ بندیز دوام وکړي، دا بندیز خپله په کانکور کې د نجونو ګډون هم پيکه کوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاء هاشمي ازادي راډیو سره په خبرو کې دا مکتوب تایید کړ، خو په دې اړه یې نور څه ونه ویل.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د تېر میلادي کال د ډسمبر میاشتې په ۲۰ مه نېټه پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه چې دا پرېکړه د هېواد دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شوه او د دې پرېکړې په وړاندې په اعتراض کې د پوهنتونونو یو شمېر استادانو استعفا هم وکړه.

د کابل پوهنتون مخکېني استاد عبیدالله وردګ چې له همدې امله یې د کابل پوهنتون له استادۍ استعفا وکړه او ورپسې تر ۱۰۰ ډېرو نورو استادانو هم خپلې استعفاوې اعلان کړې، ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومت د دې پر ځای چې د متعرضو استادانو خبرو ته غوږ ونیسي او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي، برعکس هڅه کوي چې د اعتراضونو مخه ونیسي.

د کابل پوهنتون مخکېنی استاد عبیدالله وردګ
د کابل پوهنتون مخکېنی استاد عبیدالله وردګ

وردګ وویل: "دوی د خپلې پرېکړې په اخیستلو کوم فکر او بحث نه دی کړی، د دوی ټول فشار په دې دی چې څنګه د اعتراضونو مخه ونیول شي او هغو کسانو چې اعتراض کړی، څنګه باید وټکول شي."

تېره اوونۍ د پوهنتونونو ۱۸۲ استادانو هم د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرېش ته په یوه لیک کې له هغه غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي چې نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي.

په دې لیک کې د ملګرو ملتونو له سازمان او د دې سازمان له غړو هېوادونو غوښتل شوي و چې د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږي او تر هغو چې طالبانو د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی نه وي کړی، په رسمیت دې نه پېژني.

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا هم په خپل تازه ټوېټ کې په قطر کې د ښځو پرمختګ ته په اشارې ویلي چې که طالبان په افغانستان په ځپونکو حکمونو دا ځواک له منځه یونه سي، استعداد لرونکي افغان نارینه او ښځې هم کولای شي د سولې او ارامۍ لور ته ګامونه واخلي.

د طالبانو حکومت په تېر یوه نیم کال کې له شپږم ټولګې پورته نجونې له ښوونځيو او ښځې په دولتي ادارو کې له کار څخه منع کړي او په تازه پرېکړو کې یې له پوهنتونونه او په نادولتي ادارو کې له کار څخه هم منع کړې خو له ټولو کورنیو او نړۍوالو فشارونو سره هم طالبانو نه دي ویلي چې کله به پر ښځو دا بندیزونه لرې کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG