د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

طالبانو له افغانستانه بهر ته د تللیو استادانو معاشونه بند کړي


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت

له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته یو شمېر استادان چې د دوکتورا او ماسټرۍ لپاره تللي وايي، د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت په یوې تازه پرېکړه کې د دوی معاشونه بند کړي.

له هغې وروسته چې د طالبانو حکومت د لوړو زد کړو وزارت د یو ځانګړي حکم له مخې د هغه استادانو معاشونه چې په بهرنیو هېوادونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره تللي بند کړي اوس دغه استادان د یاد وزارت دغې پرېکړې ته په غبرګون وايي چې دا پرېکړه منطقي نه ده او د دوی په روح او روان یې منفي اغېز کړی.

په هند کې د دوکتورا برخې محصل او د کابل پوهنتون استاد عبیدالله وردګ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، یادې پرېکړې په افغانستان کې د ده کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې.

د کابل پوهنتون یوه څنډه
د کابل پوهنتون یوه څنډه

هغه وايي، دغې پرېکړې په دوی سخت اغېز کړی.

وردګ وویل: "له بده مرغه له تېر یو کال راهیسې دغه پېسې پاتې وې چې اوس نه ورکول کېږي او په راتلونکې کې به هم ددې مخه نیول کېږي. دغې پرېکړې اغېز ډېر دی. په لومړي قدم کې به استادان د خپلې کورنۍ لپاره تحصیل پرېږدي اقتصادي ستونزې خو په خپل ځای، یعنې له دې پرېکړې سره به استادان له تحصیل نه لرې شي."

په همدغه هېواد کې د دوکتورا یو بل محصل حضرت الله پکتین چې د پکتیا پوهنتون استاد هم دی بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دغه پرېکړه غیر منطقي ده او دغه معاش د استادانو حق دی او باید ورکړل شي.

هغه وايي: "دا د استادانو حق دی او هغه کادري استادان چې په نورو هېوادونو کې زده کړې کوي دغه معاش ورته ورکول کېږي. زما ماشومان او فامیل په کابل کې پاتې او همدغه د امد لاره وه. یو ستر اغېز دا دی چې استادان روحاً ځپل کېږي."

د دغو استادانو په خبره، په دغې پرېکړې باید له سره غور وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیز رسنیو کې یو مکتوب لاس په لاس کېږي چې په هغې کې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د معاشاتو او تشکیلاتو تنظیم ادارې د ریاست الوزرا په امر د هغه استادانو معاشونه بند کړي چې له افغانستان نه بهر د ماسټرۍ او دوکتورا زده په برخه کې زده کړې کوي.

د دغه مکتوب د خپرېدو نېټه د روان لمریز کال د سنبلې میاشتې ۲۴مه ښودل شوې.

په دغه مکتوب کې د یادې پرېکړې اصلي لامل مالي او بودیجوي ستونزې ښودل شوي او خو له افغانستان نه بهر استادان بیا دا د وزارت لخوا یو پلمه یادوي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت دلوړو زده کړو وزارت بیا وايي چې د استادانو معاشونه ټول نه دي بند شوي.

ددې وزارت ویاند احمد تقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "هغه استادان چې په بهرنیو هېوادونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړې کوي د دوی په اړه یو مکتوب خپور شوی چې د دوی معاشونه قطع شوي. د دغه مکتوب معنی دا نه ده چې د دوی معاشات په کلي ډول قطع شوي دي. یادونه باید وکړم چې د تېرې ادارې د جمهوریت په اواخرو کې د لوړو زده کړو وزارت چې کومه انکشافي بودیجه وه دوی جنګ برخې ته ورکړې وه. د مالیې وزارت او د معاشاتو د تنظیم کمېټې لخوا د انکشافي بودیجې د نشتوالي په اساس باندې دغه پرېکړه شوې ده. د لوړو زده کړو وزارت لخوا په یو میکانیزم باندې کار روان تر څو په دې برخه کې هغه تخنیکي ستونزه چې دي هغه له منځه یوسي."

له دې وړاندې په جمهوریت کې هغه استادان چې له افغانستان نه بهرنیو هېوادونو ته ماسترۍ او دوکتورا لپاره تلل د علمي رتبو پر بنسټ ورته معاشونه ورکول کېدل.

د دغو استادانو د معلوماتو له مخې، په اوسط ډول هر استاد له ۲۵ زرو نه تر ۶۵ زره افغانیو پورې معاش اخیسته.

XS
SM
MD
LG