د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

په بهرنيو هېوادونو کې افغان محصلان له فراغت وروسته د ژوند په اړه اندېښنې لري


جرمني کې يو شمېر افغان محصلان
جرمني کې يو شمېر افغان محصلان

په یو شمېر سیايي هېوادنو کې ځيني افغان محصلین له زده کړو وروسته د ژوند کولو په تړاو اندېښنې لري.

هغوی ادعا کوي له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي کورنیو یې افغانستان پرېښی.

د دوي په خبره، سره له دې چې په افغانستان کې د کار زمینه نه ده برابره خو دوی مجبوره دي چې د زده کړو له پای ته رسېدو وروسته خپل هېواد ته لاړ شي.

وارث عالمي هغه ځوان چې درې کاله وړاندې له ډېرو هیلو او ارمانونو سره د لوړو زده کړو لپاره ترکیې ته تللی.

وارث وايي، اوس مهال د ترکيې په یو پوهنتون کې د نړېوالو اړیکو د درېیم کال محصل دی.

د هغه په خبره، له هغې وروسته چې طالبان په افغانستان واکمن شوي دوی په نورو هېوادونو کې یو له زیانمن شویو قشرونو څخه دي.

مصر کې يو شمېر افغان محصلان - ارشيف
مصر کې يو شمېر افغان محصلان - ارشيف

وارث له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، کورنۍ یې وروستیو حالاتو اړه کړه چې افغانستان پرېږدي خو نوموړی بېرته افغانستان ته تګ او همدا راز په ترکیه کې دپاتې کېدو په اړه اندېښنه لري.

نوموړی وايي: "زه خپله چې دلته درس وايم او کورنۍ مې په ورستیو کې له افغانستان نه ووتله، هلته کورنۍ ته او دلته د خپل ځان په اړه سخت اندېښمن یم، په یو ګونګ حالت کې بند پاتې یم، که زما درسونه دلته خلاص شي او زه بېرته افغانستان ته لاړ شم هلته څه وکړم او که له افغانستان نه بهر پاتې شم څه به رانه جوړ شي."

د وارث دا اندېښنه په داسې حال کې ده چې په ډېرو اسیايي هېوادونو کې د زیات شمېر افغان محصلینو د پاتې کېدو اسناد د زده کړو له پای ته رسېدو وروسته ختمیږي.

عادله هم چې په بنګلدیش کې د سیاسي علومو د درېیم کال محصله ده ورته اندېښنه لري.

عادله وايي، دا چې عمر یې له اتلسو پورته دی هغه اروپايي هېواد ته چې کورنۍ یې ورغلې دې ته اجازه نه ورکوي چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

مصر کې يو شمېر افغان محصلان - ارشيف
مصر کې يو شمېر افغان محصلان - ارشيف

آغلې عادله وايي: "د یوې مېرمنې په توګه، د یوې نجلۍ په توګه، په داسې شرایطو کې یم چې نه‌شم کولای خپل هېواد ته بېرته لاړه شم، نه هم خپلې کورنۍ سره یو ځای کېدلای شم، زه یوازې درې کاله د بنګلدېش ویزه لرم چې همدلته پاتې شم."

دغه افغان محصلین په اسیايي هېوادونو کې له سختو اقتصادي ستونزو هم شکایت لري.

دوی وايي، له هغې وروسته چې طالبان په افغانستان واکمن شوي کورنۍ د دوی د ملاتړ په برخه کې د اقتصادي ستونزو له امله پاتې راغلي او هغه دولتي پيسې هم تر اوسه دوی ته نه دي ورکړل شوي.

موږ هڅه وکړه چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نظر په دې اړه واخلو خو د دې وزارت ویاند احمد تقي د راپور تر خپرېدو پورې زموږ اړیکې ځواب نه کړې.

XS
SM
MD
LG