د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

د ملګرو ملتونو لوړپوړی پلاوی: هیله ده طالبان به ښځو ته د کار اجازه ورکړي


ارشیف: په هرات کې د ډبلیو ایف پي ښځینه کارکوونکې د مرستې پرمهال
ارشیف: په هرات کې د ډبلیو ایف پي ښځینه کارکوونکې د مرستې پرمهال

د بشري مرستو په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال افغانستان ته د دې سازمان او نورو مرستندویو موسسو د مشرانو د سفر جزییات بېګا په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې له خبریالانو سره شریک کړل.

د ملګروملتونو او نورو مرستندویو موسسو هغه پلاوي چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفر کړی و، هیله څرګنده کړې چې طالبان به ښځو ته په کورنیو او نړیوالو نادولتي ټولنو کې د کار اجازه ورکړي.

د بشري مرستو په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال افغانستان ته د دې سازمان او نورو مرستندویو موسسو د مشرانو د سفر جزییات بېګا په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې له خبریالانو سره شریک کړل.

مارټین ګریفیټس چې د ماشومانو د ملاتړ ادارې سیف دې چیلدرن، پاملرنې او د ملګرو ملتونو د یونېسف ادارې له مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل افغانستان ته د تېرې اونۍ د سفر پرمهال یې د بهرنیو او کورنیو چارو د وزیرانو او د ریاست الوزرا د مرستیالانو په ګډون د طالبانو د حکومت له نهو مشرانو سره ولیدل.

مارټین ګریفیټس
مارټین ګریفیټس

ګریفیټس وویل د دې سفر هدف، په غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز لیرې کولو ته د طالبانو هڅول او نجونو ته د زده کړو او کار د اجازې ترلاسه کول و.

طالبانو د ډسمبر په شلمه په یوه فرمان کې په کورنیو او نړیوالو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ، خو د روغتیا په ګډون په ځینو برخو کې یې د ښځو کار ته په استثنايي ډول اجازه ورکړه.

ګریفیټس وویل دوی له طالبانو سره پر دې خبرې وکړې چې دا استثنا نورو سکټورونو ته وغځوي.

هغه هیله څرګنده کړه چې د دوی هڅې به نتیجه ورکړي.

ګریفیټس زیاته کړه: "زه د حدس او ګومان سړی نه یم. ګورو به چې ایا د دوی دا ژمنې چې د نجونو د تعلیم پر یوه طرح کار کوي رښتیا کېږي که نه، ګورو به چې ایا دا طرح نتیجه ورکوي که نه، ګورو به چې دوی د بشري مرستو په عملیاتو کې ښځو ته څومره ځای ورکوي. په دې برخه کې چې دا هڅې نتیجه ورکوي که نه، هر څوک یو نظر لري، خو موږ دوی ته خپل پیغام په څرګند ډول رسولی دی او هغه دا چې ښځې د بشري مرستو په سکټور کې اساسي رول لري او پردې سربېره خپل حقوق لري او موږ غواړو چې دوی ته بیا د کار اجازه ورکړل شي."

د پاملرنې موسسې مشرې وویل، که افغانانو ته بشري مرستې ونه رسېږي نو د مړینې له خطر سره مخامخ کېدای شي.

سوفیا سپریچمن په افغانستان کې د ټولو خلکو خو په ځانګړي ډول د ښځو پر بشري وضعیت اندېښنه څرګند کړه او زیاته یې کړه: "موږ تېره اونۍ کابل ته د سفر په ترڅ کې په خپلو سترګو ولیدل چې افغانان څنګه د تېرو ۱۵ کلونو تر ټولو سخت ژمی تېروي او دې سړو، د خورا ډېرو خلکو ژوند اخیستی دی. په افغانستان کې وضعیت د ټولو خلکو خو په تېره د ښځو او ماشومانو لپاره په رښتیا ډېر ډاروونکی دی."

کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021
کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021

د یونېسف مشر عمر عبدي وویل دوی د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د بیا پرانیستو په اړه هم د طالبانو له مشرانو سره خبرې وکړې.

عبدي وویل، په افغانستان کې په درېیو کلونو کې لومړی د کرونا د وبا او وروسته د طالبانو د واکمنېدو له کبله له یو میلیون ډېرې نجونې له تعلیمه بې برخې شوي.

هغه د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو پر بندېدو هم اندېښنه څرګنده، خو په عین حال کې یې له دې کبله خوښي وښوده چې په دولسو ولایتونو کې له شپږم د لوړو ټولګیو شاوخوا دوه لکه زده کوونکې لاهم ښوونځیو ته ځي.

او د ماشومانو د ملاتړ د نړیوالې ټولنې مشرې جانتي سوریپتو وویل د مرستندویو ټولنو په سلو کې ۳۷ کارکوونکې ښځې دي او ټینګار یې وکړ چې هغوی ته باید له تبعیض پرته په خیریه ټولنو کې د کار اجازه ورکړل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG