د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د بشري مرستو مشر: روان ژمي کې شپږ مليونه افغانان له قحطۍ سره مخ دي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی چارواکی په افغانستان کې د خلکو وضعیت اندېښمنوونکی بولي او وایي، افغانان له داسې ساړه او بې امکاناتو ژمي سره مخامخ دي چې تېرو ۱۵ کلونو کې یې ساری نه‌دی لیدل شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټین ګریفیټس کابل ته د سفر پر مهال له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، شپږ ملیونه خلک چې په خبره یې ډېر لوړ شمېر دی، د قحطۍ او بد وضعیت له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

"ژمي په افغانستان کې ټول کارونه ستونزمن کړي.

نوموړي ويلي: "ژمي په افغانستان کې ټول کارونه ستونزمن کړي. موږ له دې فصل او ستونزو یې خبر یو. پایله مو هم کتلې چې خلک په‌کې ژوند له لاسه ورکوي. دا خبره د شپږ ملیونه کسانو په اړه ده، دا ډېرې حیرانوونکې شمېرې دي چې شپږ ملیونه خلک له قحطۍ سره مخامخ دي او یا ورته ناوړه وضعیت کې ژوند کوي. تر هغه ځایه چې زه پوهیږم، دا شمېرې ډېرې بې‌ساري دي."

ګریفیټس داسې مهال د افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښېي چې په همدې ساړه ژمي کې د طالبانو د یو شمېر محدودیتونو له کبله د مرستې رسونې چارې ټکنۍ شوي دي.

له طالب چارواکو سره په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس ليدنه
له طالب چارواکو سره په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس ليدنه

طالبانو د تېرې دسمبر میاشتې په وروستیو کې په نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې له غبرګونونو او غندنو سره مخامخ شو او په ځواب کې یې سلګونه مؤسسو خپلې چارې قسمي یا په بشپړ ډول بندې کړې.

ګریفیټس د همدې اندېښنو د لرې کولو لپاره افغانستان ته سفر کړی او له طالب چارواکو سره یې کتلي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې له ګریفیټس سره په دې سفر کې د کېېر انټرنشل یا پاملرنې مؤسسې، د امریکا د ماشومانو د ساتنې سازمان او د یونېسف مشران او چارواکي ملګرتیا کوي.

"په دې لیدنه کې د ښځو پر کار، زده‌کړو او تعلیم خبرې وشوې

د راپورونو له‌مخې ګریفیټس د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې په ۵مه) د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره هم لیدلي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته ویلي، چې په دغو لیدو کتنو کې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم خبرې وشوې.

نوموړي ويلي: "په دې لیدنه کې د ښځو پر کار، زده‌کړو او تعلیم خبرې وشوې، د کورنیو چارو سرپرست وزیر یادو موضوعاتو ته په اشارې وویل، چې دا بندیزونه دایمي نه‌دي، زده‌کړې او تحصیل زموږ د ټولنې اساسي اړتیا ده او د دې بندیزونو د لرې کولو لپاره هڅې روانې دي."

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد هم له طالب چارواکو سره کتلي و او له هغوی یې غوښتي و چې پر ښځو د کار او تعلیم د بندیزونو پرېکړې بېرته واخلي.

د بشري وضعیت په تړاو اندېښنې داسې مهال ښودل کېږي چې ساړه ژمي او د بشري مرستو ځنډېدو د بې‌وزله افغانانو ستونزې ډېرې کړي دي.

طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وایي، د سړې هوا له کبله په ۲۴ ولایتونو کې ۱۵۸ کسان مړه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د حرارت درجه منفي ۳۴ ته رسېدلې چې بې‌وزله افغانان یې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG