د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

د ښځينه حمامونو بندېدو افغان مېرمنې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي


يو شمېر افغان مېرمنې
يو شمېر افغان مېرمنې

په افغانستان کې د سړې هوا څپې د خلکو ستونزې ډېرې کړې دي.

د هوا په سړېدو سره په افغانستان کې د خلکو د ژوند ستونزو لا پسې ډېرې شوې دي.

یو شمېر ښځې وایي، د برښنا په وېش کې د بې نظمۍ، د اوبو د نلونو د یخ وهلو او سون توکو د کموالي له امله نه شي کولای د ځان او کورنۍ غړو نظافت ته رسېدنه وکړي.

د کابل اوسېدونکې لطیفه وایي، د طالبانو له لوري د عمومي حمامونو له تړل کېدو مخکې یی کولای شول چې په لږ مالي لګښت سره د ځان نظافت ته رسېدنه وکړي، خو د هوا په سړېدو سره دا کار ورته ستونزمن شوی دی.

هغه زياتوي: "له هغې ورځې چې هوا یخه شوې، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، مخکې حمام و، په ډېرو کمو پیسو سره به ورتلو، خو اوس وضعیت سخت شوی او موږ یې توان نه لرو."

دا ښځې په داسې حال کې د عمومي حمامونو له تړل کېدو شکایت کوي چې د نړیوال سازمانونو د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د افغانستان نیمایي خلک له لوږې سره مخ دي.

د هرات ولایت یوه اوسېدونکې چې نه غواړي، په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، طالبان باید د خلکو اقتصادي ستونزې په پام کې ونیسي، ځکه خلک په کور کې د ګرمو اوبو تیارولو او حمام ګرمولو توان نه لري.

هغې وويل: "په داسې یو وضعیت کې چې کورونه مرکز ګرمي نه لري، موږ اړ یو چې عمومي حمامونو ته لاړ شو، حال دا چې د طالبانو په امر له دې کاره هم بې برخې شوی یو. اوس نو ماشومان، ناروغان او ښځې څنګه حمام وکړي. دا واقعا سخته ده."

د هرات ولایت بله اوسېدونکې فریبا وایي چې افغان مېرمنې د ژوند له لومړنیو امکاناتو بې برخې کړل شوي.

دا وایي، داسې کورنۍ هم پېژني چې د امکاناتو د نشتوالي له امله یې دوه درې اونۍ هم حمام نه دی کړی.

هغه زياتوي: "سږنی ژمی یو له سړو ژمو څخه دی او امکانات هم ډېر کم دي. زما ډېری دوستانو د امکاناتو د نشتوالي له امله دوه درې اونی کېږي چې حمام یې نه دی کړی، دا وضعیت د زغملو نه دی."

د ازادي راډيو خبريال د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له ویاند عاکف مهاجر څخه د ښځو د حمامونو د برخلیک په اړه وپوښتل، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

د طالبانو د امربالمعرف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د امربالمعرف او نهی عن المنکر وزارت

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو سیمه ییزو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په هرات کې د څو محدودو ورځو لپاره عمومي حمامونه ښځو ته پرانیستل شول، خو د طالبانو حکومت امربالمعروف ریاست دا حمامونه بېرته وتړل.

پخوا به ښځو د ۳۰ یا ۴۰ افغانیو په ورکولو سره په عمومي حمامونو کې د ځان او اولادونو د نظافت ترڅنګ، ځینې وخت جامې هم مینځلې، خو د حمامونو تړل مورد هم په هغو محدودیتونو کې شامل دی چې طالبانو پر ښځو وضع کړي دي.

XS
SM
MD
LG