د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

بلخ کې عمومي حمامونو ته د ښځو په ورتګ بندیز، غبرګونونه پارولي


ارشیف، مزارشریف کې ځینې مېرمنې
ارشیف، مزارشریف کې ځینې مېرمنې

په بلخ ولایت کې عمومي حمامونو ته د مېرمنو د نه تګ پرېکړې غبرګونونه راپارولي.

یو شمېر عام وګړي، د حمامونو ځینې خاوندان او د ښځو د حقونو فعالینې د طالبانو دا اقدام ډېر ضروري نه بولي وایي چې دا کار به د دوی پر وړاندې د خلکو د غوسې او بد بینۍ لامل وګرځي.

یوه نجلۍ چې بلخ ولایت کې د یو ښځینه حمام خاونده ده، د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته ومنله چې دغه ولایت کې د ښځو پر حمامونو ځینې بندیزونه لګېدلي دي.

د ښځینه حمام دا څښتنه وایي، د طالبان دا اقدام غیر ضروري دی او د دې وړو- وړو موضوعاتو پر ځای د دوی حکومت باید د خلکو نورې سترې او اړینې ستونزې ور حل کړي.

په بلخ کې د ښځینه حمام دا څښتنه وایي، د طالبان دا اقدام غیر ضروري دی
په بلخ کې د ښځینه حمام دا څښتنه وایي، د طالبان دا اقدام غیر ضروري دی

نوموړې وايي: "د حکومت لومړیتوب باید دا کوچني موارد ونه واوسي، موږ ډېر نور مهم مسایل لرو چې اوسنی حکومت باید پرې بحث وکړي، د دوی ترمنځ چې جلسې کېږي باید ډېرو نورو سترو موضوعاتو باندې خبرې وکړي نه داسې واړه موضوعات چې هېڅ ګټه ورته نه لري."

دا غبرګون وروسته له هغه دی چې څو ورځې مخکې په بلخ ولایت کې د دیني عالمانو په یوه ناسته کې د یاد ولایت د امر بالمعروف رییس سردار محمد حیدري دغه ناسته کې اعلان وکړ چې ښځې له عمومي حمامونو نه د استفادې حق نه لري.

دې مسالې د عامو خلکو غبرګونونه هم راپارولي دي.

د بلخ ولایت یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، طالبان په دا شان کړنو سره خلکو ته ویره اچوي: "حکومت باید په دې وړو خبرو ځان بوخت نه کړي ځکه ډېر مسایل شته چې هغه لومړیتوبونه دي کله چې په یوه ټولنه کې لوږه وي هلته تقریباً ټول ارزښتونه له منځه ځي، ډېر داسې سیاسي او اقتصادي مسایل شته، نو حکومت باید په هغو په اړه کار وکړي، نه په دې موضوعاتو چې خلک له ځانه ووېروي."

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو ځینې فعالینې د طالبانو له حکومته غواړي چې دا ستونزې له بنسټه هوارې کړي، د دوی په خبره حمامونو ته د ښځو تګ یو مجبوریت دی، نه بل څه، ځکه دغه هېواد د برېښنا د نه شتون او سونګ توکو د بیو د لوړوالي ستونزه نن سبا په جدي ډول مطرح ده.

له دې ډلې د ښځو د حقونو یوې فعالې تمنا صدیقي وویل: "شریعت ځانته بېلابېل احکام لري مثلاً فرض چې باید حتما ترسره شي مطلق حرام چې باید هېڅکله ترسره نه شي او مباح چې ترسره کول یې نه ګټه لري نه زیان، حمامونو ته هم د ښځو تګ مباح عمل دی، ښځې د خپل فرهنګ او شریعت په چوکاټ کې حمام ته ځي چې هېڅ ستونزه نه لري، بل دا چې اوس خلک زیاتې اقتصادي ستونزې لري، نه شي کولی ځان ته کور کې د حمام اسناتیاوې برابرې کړي."

خو د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په دې اړه بې خبري ښیي. د دغه وزارت ویاند عاکف مهاجر ازادي راډیو ته وویل: "تراوسه پورې د وزارت له لوري په دې اړه څه نه دي ویل شوي."

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په دې اړه بې خبري ښیي
د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په دې اړه بې خبري ښیي

په افغانستان کې له عمومي حمامونو د ښځو او نارینه وو استفاده څو لسیزې مخینه لري او اکثره د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو او ولایتونو کې د ژمي په موسم کې د سونګ توکو د بیو د لوړوالي او په کورونو کې د ځان پرمینځلو د تشنابونو د ګرمولو د اسانتیاوو د نشتوالي له امله حمامونو ته ځي.

ان دا چې دا د افغانانونو یو لرغونی دود بلل کېږي او ځینو پخوانیو افغاني فلمونو کې هم د دود په توګه خلکو ته د ورپېژندنې لپاره ښودل شوي چې د کونډې زوی ټلوېزیوني سریال یې یوه ښه بېلګه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د حمامونو د موضوع ترڅنګ د طالبانو د امر بالمعروف وزارت تازه خلکو ته توصیه کړې چې ږېرې دې نه خرې یي، ښاري موټرو چلوونکي دې په موټرو کې د بې حجابو ښځو ته اجازه نه ورکوي، تر څلوېښت کیلو متره زیات دې به له محرمه ښځې چېرې نه رسوي، هغه څه چې د خلکو بېلابېل غبرګونونه یې راپارولي دي.

XS
SM
MD
LG