د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

کابل کې د هوا ککړتیا د کمولو هڅې پیل شوي


ارشیف
ارشیف

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې نن په کابل کې د هوا د ککړتیا د کمولو هڅې پیل کړې .

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، د ولسمشر د سپارښتنې له مخې به د هغو کسانو پروړاندې چې هوا ککړوي، اقدام وکړي.

د دغې ادارې ویاندې لیلا ساماني د یکشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د چاپیریال ککړونکو ته چې خبرداری ورکړل شوی و، پای ته ورسېد او دغه اداره یې اوس پروړاندې عمل کوي.

هغه وویل: "موږ اوس هم وخت لرو، دا کار به د حوت تر۲۹ پورې دوام وکړي، موږ کولی شو په دې موده کې نسبي کموالی راولو، ددې کار لپاره مو څلور کمیټې جوړې کړي، په جوماتونو کې هم تبلیغ کیږي او ښاروالۍ هم راسره همکاري کوي."

په دغو اقداماتو کې عامه پوهاوی، د حمامونو بندول، هغو زړو موټرو د فعالیت مخنیوی چې هوا ککړوي او دهغو فابریکو او ښارګوټو د کاربندول چې د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه دي، شامل دي.

په ورته وخت کې یو شمیر کابل ښاریان وايي، حکومت د هوا د ککړتیا د مخنیوی لپاره، ډیر ناوخته اقدام کړی دی.

د کابل ښار یو اوسیدونکی محمد صالح چې د ده په خبره، تازه د ناروغۍ له بستره راپورته شوی وايي، درې میاشتې یې د ذکام ناروغي تیره کړې ده.

هغه زیاتوي: "ډیر وروسته یې اقدام کړی دی په زورواکو، د سکرو په واردوونکو او حتی پر حمامونو د دولت زور نه رسیږي، خلک بیوزلي دي څه شي وکاروي.؟ برښنا نه شته، تیل، ګاز او لرګي ګران دي، یوازې د ډبرو سکاره دي چې خلک یې کاروي."

د کابل ښار یو بل اوسیدونکی داوود په دې باور دی چې، له یوې خوا حکومت د هوا د ککړتیا پروړاندې بې پروا کوي او له بلې خوا، په دغه ستونزه کې داسې زورواکي شامل دي چې، حکومت یې مخه نه شي نیولی.

نوموړی زیاتوي: "زه درې میاشتې ناروغ وم ، هرڅومره چې ډاکټر ته لاړم او درمل مې واخیستل تاثیر یې ونه کړ، هوا ورځ په ورځ خرابیږي، په کابل ښار کې ژوند کول ګران دي، هیله مند یم چې دولت په دې هکله اقدام وکړي."

د دغو اقداماتو په لړ کې په پام کې ده چې سبا د اطلاعاتو او فرهنګ او عامې روغتیا وزارتونه، په کابل کې دوه لکو کسانو ته د "ماسکونو" ویشل پیل کړي.

دغه وزارتونه له کابل ښاریانو غواړي چې، د هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې، له حکومت سره مرسته وکړی.

مخکې له دې ولسمشر په یوه فرمان کې هغو کسانو ته چې هوا ککړوي خبرداری ورکړی چې، که دغه کار ته دوام ورکړي، مجازات به شي.

XS
SM
MD
LG