د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۵۷

اوچا: افغانستان کې د يخنۍ له امله د څارويو مړينه خلک نور هم بې‌وزله کوي


انځور- ارشيف
انځور- ارشيف

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د یخنۍ څپه ورځ تربلې مرګونې کېږي د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) وايي، د سختې یخنۍ له امله د افغانستان په لوېدیځ، ختيځ او شمال کې زرګونه څاروي مړه شوي دي.

اوچا پرون چهارشنبه پر خپل ټویټر پاڼه په دې اړه اندېښنه ښودلې او لیکلي يې دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۲۱.۲ میلیون وګړي بېړنیو خوراکي او کرنیزو توکو ته اړتیا لري، د څارویو او شتمنیو له لاسه ورکولو سره به خلک نور هم له ستونزو سره مخ شي.

په افغانستان کې ۲۱.۲ میلیون وګړي بېړنیو خوراکي او کرنیزو توکو ته اړتیا لري

دا اندېښنې وروسته له هغې دي چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د بېړنیو حالاتو مسوول عبدالله محمدي رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي، سختې یخنۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه اویا کسان وژلي او تر اویا زره پورې څاروي یې له‌منځه وړي دي.

نوموړي ویلي چې دا په وروستیو کلونو کې تر ټولو سوړ ژمی دی.

دغه طالب چارواکي زیاته کړې ده، چې د اټکل له‌مخې سړه څپه به یوه بله اوونۍ او یا هم تر هغه د ډېر وخت لپاره موجوده وي.

په همدې حال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي دي، چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې خورا زیاتې دي او د دې هېواد میلیونونه وګړي نه‌شي کولای خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

ای‌سي‌ار‌سي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي، چې روان سخت ژمي د خلکو دا ستونزې لا پسې زیاتې کړي دي.

سره صلیب ويلي، په اوس وخت کې په افغانستان کې له ۲۴ ملیون زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، نژدې شل ملیونه وګړي د خوړو د خوندیتوب له جدي ستونزې او ۴،۷ ملیون وګړي هم د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ دي.

د روانې ميلادي میاشتې له ۱۰مې نېټې څخه د کابل په ګډون د افغانستان په غور او یو شمېر نورو مركزي سیمو کې د حرارت درجه منفي ۳۳ ته ټیټه شوې ده.

پر افغانستان د سړې هوا ځپونکې څپه داسې مهال راغلې چې له وړاندې دغه هېواد کې بشري وضعیت نازک او د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

ملګرو ملتو په تېره دسمبر میاشت کې د خپلې یوې ارزونې له‌مخې وویل چې، په ۲۰۲۳ کال کې به ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې په نا دولتي ملي او نړیوالو مرستندویه مؤسسو کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو د کار د بندیز پرېکړې له اړمنو افغانانو سره د نړیوالو د بشري مرستو بهیر اغېزمن کړی او زیات شمېر ادارو خپلې مرستې ځنډولي دي، چې دې چارې د دوى ژوند له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG