د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۴۱

افغانستان کې د يخنۍ څپه؛ بېلابېلو ولايتونو کې ۷۰ کسان مړه شوي دي


په ډېری سيمو کې خلک سرپناه نه‌لري او په خېمو کې ژوند کوي، انځور - ارشيف
په ډېری سيمو کې خلک سرپناه نه‌لري او په خېمو کې ژوند کوي، انځور - ارشيف

د افغانستان یو شمېر ولایتونه له بې‌سارې ځپونکې سړې څپې سره مخامخ دي چې له کبله یې تر اوسه د لږ تر لږه ۷۰ تنو د مړینې پخلی شوی دی.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د بېړنیو حالاتو عملیاتي مشر مولوي عبدالله محمدي وایي، د مرګ‌ژوبلې شمېرې لومړنۍ دي.

ښاغلي محمدي د چهارشنبې په ماښام رسنیو ته په لېږلي ویډیویي پيغام کې ویلي، دغه مړینه د مرغومي یا جدي د ۲۰مې او ۲۸مې نېټې ترمنځ موده کې رامنځته شوې.

اویا تنه شهیدان شوي دي

نوموړي وويل: "د واورې د یخنۍ له کبله په بادغیس، غزني، نیمروز، غور، پکتیکا، هرات، کندهار او فاریاب ولایتونو کې اویا تنه شهیدان شوي دي او یو تن ټپي دی، له اویا زرو څخه زیات څاروي په بادغیس، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې له‌منځه تللي دي."

د چاپیریالي چارو کتوونکي د هوا دغه سړښت اقلیمي بدلون یادوي او لږ تر لږه په تېرو دریو لسیزو کې یې بې‌ساری بولي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له‌مخې په پلازمېنه کابل کې نن سبا د شپې له خوا د یخنۍ کچه د سانتي ګراد منفي ۴ درجو ته رسیږي خو په یو شمېر شمالي، مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې راتلونکو څو ورځو کې د هوا درجه تر دې هم یخه ده او سالنګونو کې منفي ۲۰ اټکل شوې ده.

افغانستان کې د هوا سړه څپه د تېرو لسيزو په پرتله بې‌سارې بلل شوې ده.
افغانستان کې د هوا سړه څپه د تېرو لسيزو په پرتله بې‌سارې بلل شوې ده.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د بېړنیو حالاتو مسوول عبدالله محمدي هم همدې مسلې ته په اشارې وایي، ولایتي مسولانو ته یې د پوره چمتوالي سپارښتنه کړې ده.

نوموړی وايي: "په راتلونکو ورځو کې د هوا د لا سړېدو امکان شته، د ټولو ولایتونو پېښو ته د مبارزې رئیسانو ته لارښونه شوې تر څو ۲۴ ساعته خپل تدابیر ونیسي او د کومې پېښې په صورت کې بېړنۍ رسیدګي وکړي."

وروستیو ورښتونو او واورو زمونږ په ولسوالۍ کې دومره یخني راوستې چې هیڅوک له کوره نه‌شي راوتلی

په همدې حال کې له سړې هوا زیانمن شوي یو شمېر کسان د طالبانو له حکومت او نړیوالو مؤسسو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

د لوګر د ازرې اوسېدونکی حضرت علي مخلص ازادي راډیو ته وویل: "ازره ولسوالۍ د سپین غر په لمن کې پرته ولسوالۍ ده، مخکې نه هم ډېره سړه وه، خو وروستیو ورښتونو او واورو زمونږ په ولسوالۍ کې دومره یخني راوستې چې هیڅوک له کوره نه‌شي راوتلی او کاروبار نه‌شي کولای. خلک ټول په کورونو کې ناست وي. مؤسساتو او دولت څخه مو جدي هیله ده چې د خلکو لاس‌نیوی وکړي څو له دغه بد ناورین څخه ووځي."

پر افغانستان د سړې هوا ځپونکې څپه داسې مهال راغلې چې له وړاندې دغه هېواد کې بشري وضعیت نازک او د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

ملګرو ملتو په تېره دسمبر میاشت کې د خپلې یوې ارزونې له‌مخې وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې به ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

له دغې اړتیا سره سره کله چې طالبانو د تېرې میلادي میاشتې په وروستیو کې په مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګوه، غبرګون کې یې یوشمېر دغو بنسټونو د خیر ښېګڼې چارې ودرولې.

دغو بنسټونو له ډلې سیف د چلدرن او پاملرنې ویلي، طالبانو د ښځینه همکارانو د کار د دوام ډاډ ورکړی او بېرته خپلې چارې پیلوي.

XS
SM
MD
LG