د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

طالبان: د ژمي د سړې څپې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۰ ته رسېدلی


په کابل یوه بېوزله مېرمن د سوال کولو پرمهال- Feb. 6, 2022
په کابل یوه بېوزله مېرمن د سوال کولو پرمهال- Feb. 6, 2022

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د مرغومې له شلمې راهیسې په افغانستان کې د ژمي د سړې څپې له امله له ۱۵۰ زیات کسان مړه شوي دي.

محمد اسماعیل د غزني ولایت اوسېدونکی دی.

هغه په خپل ولایت کې د سوړ ژمې له امله د څو کسانو د مړه کېدو کیسه کوي چې خپله یې شاهد و.

نوموړی وايي: "د غزني ولایت په فروشګاو سیمه کې یوه کورنۍ چې خاوند یې روږدی و د سړو له امله یې یوه لور مړه شوه. دوی په بدو شرایطو کې دي. همدارنګه په غزنې ښار کې یوې مور، د سوال په حال کې چې یوه لورکۍ یې هم ورسره وه د یخنۍ له کبله مړه شوه او خلک یې هم شاهدان دي."

د غور ولایت اوسېدونکی زلمی کریمي وایي چې تېره اوونۍ د دوی په ولایت کې څلور تنه د سړو له امله مړه شوي چې په خبره یې ماشومان هم په کې وو.

کریمي وویل: "په څو وروستیو ورځو کې په غور ولایت کې سړو څلور تنه تنه کې مړه کړي چې ماشومان هم په کې وه او د غور د خلکو شاوخوا ۲۵۰/۳۰۰ څاروي هم مړه شوي، دا په وروستیو کلونو کې تر ټولو سخت ژمی دی."

د وردګو ولایت اوسېدونکی عبید بیا وايي، لا یې نه دې نه دي اورېدلي چې څوک د دوی په ولایت کې د سړو له امله څوک مړه شوي وي، خو د څارویو د تلف کېدو او د لارو د بندېدو خبره کوي.

هغه وویل: "د واورو له کبله خلکو ته مالي زیان اوښتی، لارې هم بندې دي او ډېر زیات زیان چې خلکو لیدلی، د یخنۍ له وجې د خلکو څاروي مړه شوي."

په بلخ کې یو ماشوم د خپلې خیمې له مخې د واورې پاکولو پرمهال.
په بلخ کې یو ماشوم د خپلې خیمې له مخې د واورې پاکولو پرمهال.

مخکې هم د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې سږني ژمي ژوند ور سخت کړی او د دوی په سیمو کې سړو یو شمېر کسان مړه کړي دي.

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د سږني ژمي د سړو له امله له ۱۵۰ د زیاتو کسانو د مړه کېدو خبره کوي.

د دغه وزارت وزارت مالي او اداري رییس عبدالرحمن زاهد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یو رالېږل شوې تصویري پیغام کې ویلي: "د مرغومې له ۲۰ څخه تر اوسه د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې ۱۵۸ کسان شهیدان ، ۲۲ کسان ژوبل شوې دي، د مرستندویه هېوادونو او ملګرو ملتونه له هېوادونو څخه غواړو څو په دغه وضیعت کې د طبیعي پېښې له امله زیانمونو او بې وزلو خلکو لپاره خپلې بشري مرستو ته دوام ورکړي."

دغه وزارت دغه شان د ۷۰۰۰ څاروي د تلف کېدو او له ۵۰ څخه د زیاتو کورونو د بشپړ ویجاړېدو خبره هم کوي.

په افغانستان کې سوړ ژمی داسې مهال د خلکو د کورونو مېلمه دی چې ډېری دوی وزګاره دي او په دسترخوانونو یې ډوډۍ نه شته.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د دو شنبې په ورځ خبر ورکړ چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۱۷ میلیون وګړي له لوږې سره مخ دي او په دوی کې ۶ میلیونه خلک له شدیدې لوږې یا قحطۍ سره مخ دي چې دا په نړۍ که یو لوړ شمېر دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمېشنرۍ یا یو این ایچ سي آر مخکې ویلي وو چې ژمي کې به په افغانستان کې میلیونونه کورنۍ دې ته اړې شي چې د خوړو او تودوخې ترمنځ یو غوره کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG