د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

ملګري ملتونه: د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي


ارشیف: په هرات کې بېځایه شوي کورنۍ
ارشیف: په هرات کې بېځایه شوي کورنۍ

د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي راپور ورکړی چې د افغانستان ۹۷ سلنه خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

سپوږمۍ یو نیم کال کېږي چې پاکستان ته کډواله شوې.

نوموړې وايي، امنيتي ننګونو کډوالۍ ته اړه کړې.

سپوږمۍ په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې رسنیز فعالیتونه درلودل.

نوموړې اوس د خپلې کډوالۍ او په پاکستان کې د سلګونو نورو افغانانو د کړاونو کیسه کوي.

هغه وايي: "زه دلته له یو کال او شپږو میاشتو راهیسې ژوند کوم، په پاکستان کې مې ځکه کار نه شوای کولای چې افغانه یم او د دې ځای تابعیت نه لرم. اوس هم د افغان کډوالو دلته ستونزې ډېرې دي. پاکستانیان وايي که افغان کډوال د ډسمبر تر ۳۱مې خپلې ویزې تمدید نه کړي، په ۳ کاله بند محکومېږي او یا به بېرته خپل هېواد ته ستنېږي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده."

په دې وروستیو کلونو کې په بهر کې د کډوالۍ تر څنګ زیات شمېر افغانان په کور دننه هم د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

مصطفی چې د غزني د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، درې کاله وړاندې د خپلې کورنۍ له ۷ غړو سره له کوره بې ځایه او کابل ته کډه شو.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "په ټوله کې حالت خراب دی. بیې لوړې شوي د غوړو بیه چې ۱۵ سوه افغانۍ وه، اوس له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې رسېدلې ده. په کور کې مې د کار سړی نه شته، په کور کې اوه کسه یو، يو زه کراچۍ لرم."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي مارټین ګریفیټس د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د سې شنبې ورځې ناوخته په یوه بیان کې د افغانانو د کړاوونو او محرومیتونونه په اړه راپور ورکړی.

ګریفیټس په دې بیان کې ویلي، چې ۷ میلیونه افغانان کډوال شوي او د کورنيو بې ځایه شویو شمېر هم ۳.۴ میلیون کسانو ته رسیدلی دی، خو نوموړي دا ونه ویل چې دا شمېر کله کډوال او بې ځایه شوي دي.

هغه دا هم وویل، چې د افغانستان ۹۷ سلنه خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي او دوه پر درېیمه برخه یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

په هرات کې بې ځایه شوي کډوال
په هرات کې بې ځایه شوي کډوال

د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د همغږي کوونکي په وینا، د افغانستان نیمايي نفوس د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي موادو ته لاسرسی نه لري او ۱.۱ میلیونه نجونې د زده کړو له حقه بې برخې دي.

هغه پر خپل ټویټر پاڼه دا هم لیکلي: "ملیونونه له لوږې سره مخ دي، میلیونونه د پاکو اوبو په برخه کې د نه لاسرسي سره مخ دي. په میلیونونو ماشومان په ځانګړې توګه نجونې له ښوونځیو بې برخې دي. موږ باید د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږو."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د هغه مرستیال بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو له دې وړاندې ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته ویلي و چې د طالبانو حکومت له اړمنو سره د مرستې په برخه کې له مرستندویه موسسو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د کړکېچن وضعیت په اړه د نړیوالو سازمانونو اندېښنې په داسې حال کې دي چې سبا چهار شنبه د ژمي موسم د پیل لومړۍ ورځ ده او ډېری خلک په دې موسم کې د خوراکي او سون توکو د کمښت په ګډون له جدي ستونزو سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG