د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

طالبان: اقتصادي ثبات لپاره هڅه کوو، دې برخه کې ځینې کارونه هم شوي


ارشیف، د جلال اباد د اوسپنۍ د ویلي کولو برخه کې یو تن کارکوونکی
ارشیف، د جلال اباد د اوسپنۍ د ویلي کولو برخه کې یو تن کارکوونکی

وروسته له هغې چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر جیفري دیلاورینتیس وویل، دا طالبان دي چې باید اقتصادي ثبات رامنځته کړي، اوس د طالبانو حکومت وايي، دوی د افغانستان د اقتصادي ثبات د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي او دې برخه کې ډېر کار هم شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د اقتصادي ثبت لپاره اسلامي امارت ټوله هڅه کوي، دې برخه کې ډېر کار هم شوی، ملي عواید په ډېر شفافیت سره راټول شوي، د سوداګرو او کسب ګرو سره ښې اړیکې ټینګې شوي، بهرني جهتونه چې کومې مرستې کوي هغوی سره همغږي رامنځته شوې."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

ښاغلي مجاهد وايي، کومه لویه ستونزه چې وه هغه د بندیزونه وه چې په خبره یې هغه هم دې وروستیو کې کم شوي او هیله من دی، ټول هغه بندیزونه چې د افغانستان په پانګه لګېدلي لېرې شي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې استازې دیبرا لاینز وایي، نړیوالې ټولنې د افغانستان د اقتصاد د رغولو لپاره کافي کار نه دی کړی، خو د امریکا متحدایالاتونه وایي، د طالبانو حکومت یې مسول دی چې د دې هېواد د اقتصادي ثبات لپاره شرایط برابر کړي.

ډیبرا لاینز تېره شپه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل، افغانستان پر داسې لارې روان دی چې د سوداګرۍ چارې به لا ودریږي، نور خلک به هم وزګاره او بې وزلي شي.

خو ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر جیفري دیلاورینتیس وویل، دا طالبان دي چې باید اقتصادي ثبات رامنځته کړي.

هغه زیاته کړه، متحده ایالات غواړي چې د افغانستان مرکزي بانک عادي فعالیتونه پرمخ یوسي، خو دا کار په دوی پورې اړه نه لري.

افغانستان مرکزي بانک عادي فعالیتونه پرمخ یوسي، خو دا کار په دوی پورې اړه نه لري.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو او د پانګو په کنګل کېدلو سره یې، د افغانستان اقتصاد سخت زیانمن شو او د دغه هېواد خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شول چې د ملګرو ملتونو سازمان، نورو نړیوالو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو یې بشري مرستو ته ور ودانګل.

XS
SM
MD
LG