د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

ای ار سي: ښايي افغانستان له ناوړه بشري ناورین سره مخ شي


ارشیف: په کابل کې اړمنو کسانو سره د وچې ډوډۍ د وېش یو انځور
ارشیف: په کابل کې اړمنو کسانو سره د وچې ډوډۍ د وېش یو انځور

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، ښايي افغانستان به راتلونکی کال له یوه ناوړه بشري ناورین سره مخ شي.

احمد فرید د کابل یو له هغو اوسېدونکو دی چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

هغه د خپلې کورنۍ د درملو، خوراکي او د سون توکو د برابرولو وس نه لري، وايي تر اوسه ورسره کومه مرسته نه ده شوې.

فرید وویل: "له مرستندويه بنسټونو او دولت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې يا دې د کار زمينه برابره کړي او يا دې له موږ سره مرسته وکړي. دا مرسته له هغو کسانو پرته چې وکيلان پېژني، نورو ته نه رسېږي."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ راورسته په دې هېواد کې بې وزلي او بې کاري اوج ته رسېدلې ده.

تازه د ژغورنې نړیواله کمېټې یا ای ار سي ویلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې ښايي په راتلونکي کال کې له خورا ناوړه بشري ناورین سره مخ شي.

د چهارشنبه په ورځ دغې ادارې خپل 'کلنی بېړنی لېست' خپور کړ او افغانستان یې د سومالیا او یوټوپیا وروسته د خطر او خراب بشري بحران په درېیم کتګورۍ کې ځای کړی دی.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي چې افغانان د واک له بدلون سره لا هم له اقتصادي سقوط سره مخ دي او د دغه هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو هڅې کافي نه دي.

د ای ار سي په وینا، د افغانستان نږدې ټول خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي او یو اوږد او سوړ ژمي سره مخ دي او په میلیونونو افغانان د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.

د دغې کمېټې په راپور کې وچکالي او سېلابونه د افغانستان د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له نورو مهمو عواملو څخه بلل شوي دي.

سږ کال سېلابونو د افغانستان په ګڼو سیمو کې درانه مالي او زیانونه اړولي دي. 26.08.2022
سږ کال سېلابونو د افغانستان په ګڼو سیمو کې درانه مالي او زیانونه اړولي دي. 26.08.2022

د ژغورنې نړیوالې کمیټې زیاته کړې چې افغان مېرمنې او نجونې به په ۲۰۲۳ کال کې د دې سختیو بار ډېر تجربه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په افغانستان کې د جنسیتي د برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو دفتر ویلي چې دا مهال په دغه هېواد کې څه باندې شپږ میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د مرکزي بانک په حواله چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې دي ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو تر وروسته افغانستان ته د مرستو د رسولو له پیله تراوسه څه د پاسه دوه میلیارده ډالره بشري مرستې افغانستان ته استول شوي دي.

خو یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره کوم ځانګړی مېکانېزم نه شته.

یو له دغو معلوماتو ورکوونکو څخه محمد نبي افغان ازادي راډیو ته وویل چې د مرستو د څارنې او حساب ورکونې نشتوالی د دې لامل شوی چې ټولې بشري مرستې مستحقو کسانو ته ونه رسېږي.

افغان وویل: "ښه به دا وي چې یوه بې طرفه کمېټه جوړه شي چې ټولې ستونزې وڅېړي او بشري مرستې مستحقو افغانانو او هغو سیمو ته ورسوي چې خلک ورته په دې ساړه ژمي کې اړتیا لري، څو د خلکو درد دوا شي."

د طالبانو حکومت مخکې ویلي وو چې د مرستو د بهیر د څارنې لپاره یې یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې په افغانستان کې به د بشري مرستو د اړتیا وړ کسانو شمېر راتلونکی کال ۲۴ میلیونو تنو ته ورسېږي.

خو طالبانو ویلي دي چې په افغانستان کې بشري وضعیت هغومره خراب نه دی څومره چې نړیوالو سازمانونو راپور ورکړی دی.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي چې دوی په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې خپل کارکوونکي څلور چنده کړي او په پام کې لري چې تر راتلونکي کال پورې د ګرځنده روغتیایی ټیمونو په ګډون ۸۰۰۰۰۰ کسانو ته مستقیم خدمات وړاندې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG