د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

جرمني او بریتانیا پر افغانستان غونډه جوړوي؛ دې غونډه کې بشري وضعیت ارزول کېږي


کابل کې وسله وال طالبان
کابل کې وسله وال طالبان

جرمني وايي، دا هېواد د روان مارچ په پای کې د بریتانیا په همکارۍ د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي.

د دې غونډې هدف په افغانستان کې د بشري وضعیت ارزونه بلل شوې ده.

د جرمني د دولت لپاره د بهرنیو چارو وزیر توباس لیندنیر پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دوی په دې خوشاله دي چې د افغانستان لپاره د لوړې کچې د ژمنو په خاطر د کنفرانس کوربه توب کوي.

ده لیکلي: «تر ۲۴ میلیونه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. موږ ته په کار ده چې د دوی لپاره د مرستو برابرولو ته دوام ورکړو. په دې خوشاله یم چې اعلان کوم جرمني به د بریتانیا له حکومت سره یوځای د افغانستان لپاره د لوړې کچې د ژمنې غونډې کوربه توب کوي."

د ملګرو ملتونو پر اساس، په سلو کې ۹۷ افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي او د افغانستان نیمايي نفوس د ژوندي پاتېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

تېره شپه د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې د افغانستان د اقتصاد پر احیا کېدو ټینګار وکړ.

دې غونډې ته د افغانستان په اړه د راپور د وړاندې کولو په مهال خبرداری ورکړ چې که د افغانستان اقتصاد ښه نه شي، لا ډېر خلک به وزګاره او بې وزلي شي.

د ملګروملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې د افغانستان د اقتصاد پر احیا کېدو ټینګار وکړ.
د ملګروملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې د افغانستان د اقتصاد پر احیا کېدو ټینګار وکړ.

دې ټینګار وکاوه چې د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید د طالبانو د حکومت له چارواکو سره کار وشي، خو دې دا هم وویل چې د دې معنی دا نه ده چې د طالبانو د هر کار ملاتړ وشي.

جرمني په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان یو له مهمو مرستندویو هېوادونو څخه و.

بریتانیا تراوسه پورې د دې کنفرانس په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG