د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړه


ارشیف: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې غونډې انځور
ارشیف: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې غونډې انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره شپه د افغانستان په اړه د تړلیو دروازو شاته غونډه وکړه.

امنیت شورا په داسې وخت کې دا غیرعلني غونډه جوړه کړه چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفیټس له ورسره پلاوي سره په کابل کې دی او د طالبانو له چارواکو سره یې لیدلي دي.

د ملګرو ملتو د سرمنشي یوه ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ښاغلی ګریفیټس به د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سفر په اړه جزییات شریک کړي.

هغه وویل: "د دوشنبې د سهار یولس بجې به درته مارټین ګریفیټس د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مسوول له موږ سره وي. دلته به د ماشومانو د ژغورنې د ادارې اجراییه رییس جانتي سورپیو او د ماشومانو د وجهي صندوق مرستیال عمر عبدي هم حاضر وي. د پاملرنې نړیوالې موسسې مشره سوفیا پینیرو به ان لاین راسره مله وي او د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه به جزییات شریک کړي."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفیټس
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفیټس

د مارټین ګریفیټس په مشرۍ د ملګرو ملتونو پلاوی د افغانستان بشري وضعیت ته تر اندېښنو وروسته او د طالبانو له لورې په نادولتي موسسو کې د مېرمنو د کار له بندیزه وروسته کابل ته ولاړ.

تر دې پلاوي مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد په مشرۍ پلاوي د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره په موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار او د نجونو د لوړو زده کړو د بندیز په تړاو خبرې کړې وې.

امینه محمد د افغانستان د مېرمنو وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړې ده، خو په ورته وخت کې یې هیله ښکاره کړې ده چې وضعیت ښایي بدل شي او طالبان د خپلو سخت دریځو پرېکړو په اړه نظر تغییر کړي.

د طالبانو د بندیزونو او محدودیتونو پر ضد د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې یو انځور
د طالبانو د بندیزونو او محدودیتونو پر ضد د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې یو انځور

دې د اسلامي هېوادونو هڅې ګټورې وبللې چې طالبان تشویق کړي چې د ښځو حقونو ته غاړه کېږدي.

امینې محمد وویل چې ټاکل شوې ده چې د کب تر اخره د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه د طالبانو د استازیو په ګډون جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد

له نژدې یو نیم کال راهیسې چې طالبان دوهم ځلي واکمنان شوې دي، تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

امینه محمد وایي چې هغه وخت له طالبانو سره د رسمیت پېژندلو پر مسئله خبرې کېدای شي چې دوی له نړیوالو معیارونو سره سم بشري حقونه رعایت کړي په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG