د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

طالبان: په افغانستان کې د سړې هوا له کبله د مړو شمېر ۱۶۶ کسانو ته رسېدلی


ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې په وزارت کې د اضطراري وضعیت د عملیاتي مرکز رییس ملا جانان سایق تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د ورښتونو ترڅنګ د ګاز د لیک کېدو یا اورلګېدو له امله تلفات رامنځته شوي دي.

د هوا پېژندنې د ځینو نړیوالو ادارو له اټکل سره سم نن او سبا د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د ورښتونو د ورېدو امکانات شته.

د نورو واورو او بارانونو د ورېدو اټکل په داسې وخت کې شوی دی چې د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د وزارت په وینا د تېرو درېیو اونیو په ترڅ کې د سړې هوا له امله په افغانستان کې لږترلږه ۱۶۶ کسان مړه شوي دي.

د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې په وزارت کې د اضطراري وضعیت د عملیاتي مرکز رییس ملا جانان سایق تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د ورښتونو ترڅنګ د ګاز د لیک کېدو یا اورلګېدو له امله تلفات رامنځته شوي دي.

هغه وویل: "په څلورویشت ولایتونو کې د واورې، باران او ګاز له امله تقریباً یوسل او شپږ شپېته تنه شهیدان شوي او دوه ویشت تنه ټپیان شوي دي، تر سلو ډېر کورونه په کلي یا جزیي ډول تخریب شوې دي. څلور زره زیانمنو کورنیو ته د حوادثو وزارت او موسساتو له خوا کومک رسول شوی دی."

په دایکندي کې د سړې څپې له کبله د تلف شویو څارویو انځور
په دایکندي کې د سړې څپې له کبله د تلف شویو څارویو انځور

فرانس پرېس اژانس د سړې هوا له امله د تلف شویو څارویو شمېره نږدې اتیا زره یادوي.

د افغانستان په مرکزي سیمو کې نن او سبا ته د درنو واورو د ورېدو اټکل کېږي، خو د بېړنو پېښو په وړاندې د مبارزې د وزارت په وینا، ټاکل شوې ده چې په فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، پکتیکا، پکتیا او غور کې به بارانونه وي او په دغو ځینو ولایتونو کې به له پنځو تر شل سانتي مترو پورې واوره وورېږي.

د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو کې هم د بارانونو د ورېدو اټکل شوی دی.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د کمېشنرۍ ویاندې کارولین ګلاک د جمعې په ورځ په بامیان کې وویل چې سږنی ژمی په افغانستان کې ډېر سخت دی.

ګلاک وویل: "دا ژمی په افغانستان کې په تېرو لسو کلونو کې تر بل هر وخت سوړ دی. د راپورونو له مخې لږترلږه تر یوسل او شپېتو تنو پورې مړه شوي دي او په لسګونو زره څاروي تلف شوي دي."

ملګرو ملتونو ویلي، په روان ژمي کې خلکو ته د مرستې رسولو بهیر روان دی.
ملګرو ملتونو ویلي، په روان ژمي کې خلکو ته د مرستې رسولو بهیر روان دی.

اغلې ګلاک له مرستندویه موسسو وغوښتل چې له بېوزلو افغانانو سره په دې سره ژمي کې مرستې وکړي.

بهرنۍ مرستې وروسته تر دې ټکنۍ شوي چې تېره میاشت طالبانو په نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه، خو کابل ته د ملګرو ملتو د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد او تر هغه وروسته د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې د مشر مارټین ګریفیټس له سفرونو وروسته یو شمېر مرستندویه موسسو خپل کارونه بېرته پیل کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG