د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۱۳.۸ میلیونه ښځې بشري مرستو ته اړتیا لري


ارشیف: طالبانو په دویم ځل واکمنۍ سره سم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې ګوښه کړې چې دغو ښځو یې پر وړاندې اعتراض وکړ.
ارشیف: طالبانو په دویم ځل واکمنۍ سره سم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې ګوښه کړې چې دغو ښځو یې پر وړاندې اعتراض وکړ.

د ملګرو ملتونو د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا اداره خبر ورکوي چې په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې په افغانستان کې ۱۳ عشاریه ۸ میلیونه نجونې او ښځې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سازمان دغې ادارې نن په خپل ټویټر لیکلي چې په نادولتي ادارو کې له کاره د ښځو راګرځول چې د بنسټیزو بشري حقونو او د بشر پالنې د لومړنیو اصولو نقض بلل کېږي افغان ښځې او نجونې د خوړو او سرپناه د نشتوالي له ګواښ سره مخ کړي دي.

د ټویټ په دوام راغلي چې دغه حالت دغه شان د افغان مېرمنو خوندیتوب له خطر سره مخ کړی دی.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو بنسټونو ویلي چې د طالبانو له خوا پر ښځو د کار بندیز افغانستان کې له نیمايي زیات نفوس له مرستو محروموي.

په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان- October 20, 2021
په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان- October 20, 2021

په همدې حال کې یو شمېر افغان ښځې له سخت فقر او بېکارۍ نه سر ټکوي.

د کابل اوسېدونکې عادلې ازادي راډيو ته وویل دا ستونزې وروسته له هغې لا زیاتې شوې چې طالبانو په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه.

هغې وویل: "له کومې ورځې وروسته چې بشري مرستې بندې شوي دي وضعیت ډېر خراب شوی دی. مخکې به ښځو کار کاوه اوس پرې د کار بندیز دی، دوی ټولو ته کورنۍ ورترغاړه وې، نو اوس اقتصادي حالت ډېر خراب دی، خلک په ځانګړي ډول مېرمنې په بد وضعیت کې دي."

طالبانو د تېر میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په ټولو ملي او نړیوالو نادولتي ادارو کې د ښځو په کار کلک بندیز ولګاوه، که څه هم د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په نړیواله کچه وغندل شوه، خو د طالبانو حکومت له استثنا پرته په دې برخه کې خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.

په ورته وخت کې د اصلاحاتو په برخه کې په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازي کریس لو د طالباتو په هغه پرېکړه نیوکه کړې چې له مخې یې افغان مېرمنې که کار او زده کړو بې برخې شوي دي.

هغه د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته ویلي، زده کړې او کار د یوې ټولنې د پایښت او ځان بساینې بنسټیزې برخې دي.

نوموړي زیاته کړې: "موږ له یونېسف او نورو هېوادونو سره یو ځای د طالبانو هغه فرمانونه په شدیدو الفاظو غندو چې ښځې له کار او نجونې له زده کړو منع کوي، زده کړو او کار ته برابر لاسرسی یو اړین امر دی او د ټولنې د پرمختګ لامل ګرځي."

د طالبانو حکومت پر افغانستان د دوهم ځل واکمنۍ له پیل سره سم د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځيو دروازې وتړلې او په وروستیو کې یې دوی له لوړو زده کړو هم راوګرځولې.

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال په ډسمبر کې پر ښځینه محصلانو د پوهنتونونو دروازې وتړلې. December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال په ډسمبر کې پر ښځینه محصلانو د پوهنتونونو دروازې وتړلې. December 21, 2022

د ازادي راډیو خبریال له طالبانو د ملګرو ملتونو او امریکايي چارواکي د وروستیو څرګندونو په اړه وپوښتل، خو ویاندویانو یې د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو طالبانو تر دې وړاندې د اسلامي شریعت له مخې د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب ژمنې کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG