د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

یو شمېر افغان نجونې: تحصیلي بورسونه مو له لاسه ورکړل


ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال د ډسمبر په وروستیو کې ښځینه محصلانې له پوهنتوني زده کړو منع کړې.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال د ډسمبر په وروستیو کې ښځینه محصلانې له پوهنتوني زده کړو منع کړې.

يو شمېر افغانې نجونې چې تحصیلي بورسونه يې ترلاسه کړي وايي، د پاسپورټونو د نشتوالي او د سفر د محدوديتونو له امله يې خپل بورسونه له لاسه ورکړي.

یوه نجلۍ چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، د انلاین نوم لیکنې له لارې یې د ایټالیا بورس ترلاسه کړی.

هغې ازادي راډیو ته وویل چې د خپلو زده کړو د دوام لپاره یې ډېره هڅه کړې، خو اوس نه شي کولای له دې بورس څخه استفاده وکړي.

نوموړې زیاته کړه: "څه موده وړاندې مې د بورسیې لپاره غوښتنليک ورکړ، تول پړاوونه مې تېر کړل، خو د محرم د نه لرلو له امله مې ونه شوای کړای له افغانستان نه بهر ولاړه شم، زموږ د کور يوازینی نارینه مې پلار دی چې د کار لپاره ايران ته تللی دی. زه چې هڅه کوم څو خپل راتلونکی جوړ کړم، موږ ته اجازه نه شته چې زده کړې وکړو یا بهر ولاړې شو."

نوموړې ادعا کوي، هغه ښځې او نجونې چې یوازې له افغانستان څخه پاکستان ته تللي څو د خپل خوښې هېوادونو ته ولاړې شي، د تورخم په لاره کې د طالبانو له ناوړه چلند سره مخ شوي دي.

د طالبانو حکومت افغان نجونې له شرعي محرم پرته له لرې واټڼ سفر هم منع کړې دي.

زهرا حسیني بیا د هرات ولایت اوسېدونکې ده.

نوموړې وايي چې تېر کال یې د بنګله دېش تحصیلي بورس لپاره غوښتنلیک ورکړ او له پاسپورټ پرته یې د بورس ټول شرایط پوره کړي دي.

زهرا وايي، کله چې د بورسیې په وېبپاڼه کې یې نوم ليکنه کوله، افغانانو ته اجازه ورکول کېده، چې له پاسپورټ پرته غوښتنلیک ورکړي او که د پوهنتون له خوا ومنل شي، نو له خپلو اسنادو سره به پاسپورټ ضميمه کوي، خو د پاسپورټ د ترلاسه کولو بهير له بندېدو وروسته يې ونه شول کړای چې له دې بورس څخه استفاده کړي.

نوموړې وایي چې د دې بورس ازموینې او مرکې ته د چمتو کېدو لپاره په شپو شپو نه ده ویده شوې.

هغه زیاتوي: "ما څو میاشتې دې بورس لپاره زحمت وګاله، بې خوبي مې تېره کړه. که څه هم د ازموینې او مرکې ټول پړاوونه مې تېر کړل، خو ومې نه شو کولای چې پاسپورټ ترلاسه کړم او دا بورس مې له لاسه ورکړ."

د حسیني په وینا، که څه هم هڅه یې کړې چې د کمېشنکارانو له لارې پاسپورټ ترلاسه کړي، خو ادعا کوي چې د پاسپورټ بيه زرګونه ډالره ده او دا یې توان نه لري.

څو نورو نجونو هم ازادي راډیو سره په خبرو کې ورته ستونزې شریکې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، وروسته له هغه چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا نجونې په پوهنتونونو کې له لوړو زده کړو راوګرځول شوې، یو شمېر هېوادونو له هغې ډلې امریکا، جرمني، قطر او ایران د دوی لپاره تحصيلې بورسونه اعلان کړي.

خو کومو نجونو چې ازادي راډیو سره یې خبرې کړي، ویلي چې دا بورسونه د انګلیسي ژبې د زده کړې سند، پاسپورټ، د کار او رهبرۍ په برخه کې د تجرې لرلو په څېر جنجالي شرایط لري چې د دوی په خبره د لګول شویو محدودیتونو له امله په اسانۍ ورته لاسرسی نه لري.

دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو د حکومت له خوا پر دوی د لګول شویو بندیزونو د لیرې کولو په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته پر ښځو بنديزونه زيات شول، د دغو بندیزونو په دوام یې په تېره ډسمبر میاشت نجونې په پوهنتونونو کې له لوړو زده کړو هم راوګرځولې.

اوس تازه بیا د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی، چې په خپلو کانکور ازموینو کې هم نجونې شاملې نه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG