د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

امینه محمد: د بشري مرستو په بندېدو به ډېر افغانان مړه شي


د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد سره له دې په افغانستان کې واکمنو طالبانو د ښځو حقونه محدود کړي، د اروپایي ټولنې غړیو ته له دې هېواد سره د بشري مرستو د بندولو پر وړاندې خبرداری ورکړ.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد د اروپایي ټولنې غړیو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که له افغانستان سره په بشري مرستو لاس ونیسي، نور ډېر خلک به چې پر بهرنیو مرستو متکي دي، ومري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد سره له دې په افغانستان کې واکمنو طالبانو د ښځو حقونه محدود کړي، د اروپایي ټولنې غړیو ته له دې هېواد سره د بشري مرستو د بندولو پر وړاندې خبرداری ورکړ.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې امینه محمد چې د ملګرو ملتونو د یوه جګپوړي پلاوي په ترکیب کې تېره اونۍ افغانستانه ته تللې او له یو شمېر طالب چارواکو سره یې لیدنې کتنې ترسره کړي، پرون سې شنبې په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې حکومتونه به دې ته اړتیا لري چې خپلو مالیو ورکوونکو ته ووایي چې ولې له افغانستان سره چې له ښځو سره دومره تبعیضي چلند کوي، مرسته کوي، خو تریخ حقیقت دا دی چې په افغانستان کې به ښځې او ماشومان له بهرنیو مرستو پرته مړه شي.

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

امینه محمد بشري اړتیاوو ته په اشاره وویل چې افغانستان چې اوس سخته یخني چې د تودوخې درجه منفي دېرش سانتي ګراد ته رسېدلې تجربه کوي، یو شمېر خلک خواړه نه لري چې ویې وخوري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یوه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړی، ویلي چې افغانستان له یوه بېساري بشري ناورین سره مخ دی او د نظام د سقوط او انساني ناورین خطر ډېر واقعي دی.

اوچا وایي، په روان ۲۰۲۳ کال کې ۲۸،۳ میلیون وګړي چې د افغانستان د ټول نفوس دوه درېیمه برخه ده، د ژوندي پاتې کېدو لپاره عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا ویلي، د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې به وضعیت لا خراب شي او علتونه یې هم د ژمي اغېزې، د خوراکي توکو د لوړو نرخونو دوام، د عوایدو کمېدل او بېکاري او دوامداره اقتصادي رکود ښودل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد ټینګار وکړ چې د نړیوالې ټولنې هدف باید په نورو برخو کې پر طالبانو فشار راوستل وي څو د ښځو په اړه تبعیضي پرېکړې بېرته واخلي یا لږترلږه نورې هغې استثناوې ورکړي چې په مرستندویه موسسو کې ښځینه کارکوونکي اغېزمنوي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو را وګرځولې، وروسته یې د پوهنتونونو دروازې تربل امر پورې د محصلو نجونو پرمخ وتړلې.

طالبانو ویلي، نجونې او ښځې یې له لوړو زده کړو ځکه منع کړي چې د اسلامي حجاب په ګډون یې له شریعت څخه سرغړونې کړي.

طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې ښځینه محصلانو له پوهنتوني زده کړو منع کړې.
طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې ښځینه محصلانو له پوهنتوني زده کړو منع کړې.

د راپور له مخې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه په اوس وخت کې په دې غور کوي چې ایا په دغو شرایطو کې له افغانستان سره د بشري مرستو دوام ممکن دی که نه؟

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اننا لینا بایربوک د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپایي ټولنې له شریکانو سره په غونډه کې سخت دریځ غوره کړ.

اننالینا بایربوک وویل، که ښځې نه شي کولای چې له نړیوالو موسسو سره کار وکړي، نو هغوی ته به مرستې هم په خپل وخت ونه رسېږي.

هغې زیاته کړه: "موږ د نړیوالې ټولنې په توګه پر افغان ښځو د کارکولو بندیز ته په پام نه شو کولای چې د طالبانو ملاتړ وکړو."

د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، ښځې او نجونې یې له لوړو زده کړو او ښځې یې هم په نادولتي مرستندویه موسسو کې له کار کولو منع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG