د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۱

ملګري ملتونه: ۷۰سلنه افغانان کافي خواړه نه‌لري


کابل کې د يو نانوايي مخته بې‌وزله ښځې او ماشومان، انځور - ارشيف
کابل کې د يو نانوايي مخته بې‌وزله ښځې او ماشومان، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو د تازه راپور له‌مخې په اسیا کې د پام وړ کسان د خوړلو لپاره کافي خواړه نه‌لري.

دغه راپور چې د سې‌شنبې په ورځ خپور شو وايي، د بیو له لوړېدو سره بې‌وزلي او د خوړو نه خوندیتوب زیاتېږي.

دغه راپور د خوړو نړیوال پروګرام، د خوړو او کرنې ادارې، دغه راز د تعلیم د ملاتړ پروګرام په ګډون د ملګرو ملتونو د څو ادارو له‌خوا برابر شوی دی.

د راپور د شمېرو له‌مخې نږدې نیم ملیارد وګړي چې په هرو لسو کسانو کې یې ۸ تنه په جنوبي اسیا کې ژوند کوي په ۲۰۲۱م کال په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

په دوام راغلي، چې تر نیم ملیارد زیات خلک د خوړو د نه خوندیتوب له شدیدې یا هم متوسطې سطحې سره مخامخ شوي دي.

د راپور په یوه برخه کې د افغانستان یادونه هم شوې، چې ۷۰ فیصده وګړي یې د خوړو له شدیدې یا هم متوسطې کچې نه خوندیتوب سره مخامخ دي، یا په بله وینا کافي خواړه نه‌لري.

د ملګرو ملتونو د دې راپور په وینا، د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو او د بهرنیو مرستو تر بندېدو وروسته د اقتصادي رکود له کبله په ملیونونو کسان له بې‌وزلۍ او لوږې سره مخامخ شول.

افغانستان کې بې‌کاري او بې‌وزلي تر بل هر وخت ډېره شوې ده.
افغانستان کې بې‌کاري او بې‌وزلي تر بل هر وخت ډېره شوې ده.

د ازادۍ راډیو اورېدونکي هره ورځ په خپلو صوتي پیغامونو کې له لوږې، بې‌وزلۍ او وزګارتیا شکایتونه کوي.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد يو اوسېدونکی چې خپل نوم نه‌دی ياد کړی وايي: "خلک له لوږې مړه شول، په میاشتو- میاشتو کور کې اوړه نه‌لري. دوی له ستونزو سره مخامخ دي. له دې اوسنیو چارواکو غواړو چې زموږ غم وخوري. رسنۍ او خبریالان هم له ستونزو سره مخامخ دي، چې زموږ غږ تر نورو نه‌شي رسولی."

"خلک له لوږې مړه شول، په میاشتو- میاشتو کور کې اوړه نه‌لري.

خلک له لوږې او بې‌وزلۍ په داسې حال کې شکایت کوي، چې د ژمي سړې شپې دي او د طالبانو د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي، چې تېرو دوو اوونیو کې د سړې هوا له کبله د مړو شمېر تر ۱۲۰ زیات شوی دی.

د جرمني خبري اژانس د دغه وزارت د ویاند شفیع‌الله رحیمي په وینا راپور ورکړی، چې ویلي یې دي، په دې موده کې ۵۰ کورونه یا څه ناڅه یا بشپړ تخریب او تر ۷۰زرو ډېر څاروي تلف شوي دي.

که څه هم د نړيوالو بنسټونو له‌خوا يو شمېر سيمو کې خلکو سره مرستې کېږي، خو خلک دا مرستې کافي نه بولي.
که څه هم د نړيوالو بنسټونو له‌خوا يو شمېر سيمو کې خلکو سره مرستې کېږي، خو خلک دا مرستې کافي نه بولي.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا تېره دوشنبه په یوه راپور کې ویلي وو، چې افغانستان له بې‌ساري بشري بحران سره مخامخ دی.

د اوچا په راپور کې د سیسټماتیکې واقعي ګډوډۍ او انساني فاجعې د خطر یادونه هم شوې ده.

دغه راپور وايي، چې په ۲۰۲۳م کال کې به په افغانستان کې ۲۸ ملیونه او درې لکه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا وايي، دا وضعیت داسې وخت راغلی، چې درې پرله‌پسې کاله کېږي افغانستان له وچکالۍ سره مخامخ و او دویم کال دی چې اقتصادي وده په کې کمه شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG