د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

اوچا: افغانستان له بې‌ساري بشري ناورين سره مخ دی


يو داخلي بې‌ځايه شوې کورنۍ، انځور - ارشيف
يو داخلي بې‌ځايه شوې کورنۍ، انځور - ارشيف

د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اندېښنو دوام.

د هرات ولایت یوه اوسېدونکې چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم، په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، د کورنۍ ۱۲ غړي یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

نوموړې وايي، خاوند يې د هرات ولايت د حج او اوقافو په رياست کې له شل کلن کار وروسته تقاعد شوی او درې کاله کېږي چې د مغزو د سکتې له امله کار نه‌شي کولای.

"ذغال نه‌لرم، کور یخ دی، واړه ماشومان لرم چې هره ورځ راته وایي ساړه دي

نوموړې زیاتوي چې د ژمي له پیل راهیسې یې د کورنۍ لپاره ژوند ستونزمن شوی دی.

دا مېرمن وايي: "ذغال نه‌لرم، کور یخ دی، واړه ماشومان لرم چې هره ورځ راته وایي ساړه دي خو زه هیڅ هم نه‌شم کولی، زما د ماشومانو پلار ځای پر ځای ناست دی، موږ هیڅوک نه‌لرو. زما خاوند تقاعد شوی دی او معاش یې نه‌دی ورکړی موږ غواړو چې له موږ سره مرسته وشي."

په همدې حال کې یو شمېر کورنۍ او کورني بې‌ځایه شوي، چې کابل ولایت ته راغلي وايي، په سږني ژمي کې د سرپناه، خوراکي توکو او د سون موادو له کمښت سره مخ دي.

کابل ته يو بې‌ځايه شوی میرګل وايي: "موږ اوړه نه‌لرو، غوړي نه‌لرو، لرګي نه‌لرو، هیڅ هم نه‌لرو، زه هره ورځ نانوايي مخې ته ځم چې له خلکو مرسته وغواړم، خو یوه ورځ مرسته کېږي راسره او یوه ورځ نه، ډېره وخت شپې وږي ویده کېږو."

نړيوالو سازمانونو څو څو ځلې د افغانستان پر بشري وضعيت سختې اندېښنې ښودلي دي.
نړيوالو سازمانونو څو څو ځلې د افغانستان پر بشري وضعيت سختې اندېښنې ښودلي دي.

دغه راز يوې بلې بې‌ځايه شوې شکيبا ازادي راډيو ته وويل: "موږ تر یوې خېمې لاندې ژوند کوو. ځمکه نم لري او له پورته څخه اوبه راڅڅیږي، موږ له خدای پرته بل هیڅوک نه‌لرو، هره ورځ نانوايي ته ځم اوس هلته هم ښځې نه پرېږدي، موږ غواړو چې مرسته راسره وشي."

"موږ تر یوې خېمې لاندې ژوند کوو. ځمکه نم لري

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل نوي راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ يې خپور کړي ویلي، په افغانستان کې د نظام بدلون او د طالبانو بیا واکمنېدو سره په دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې، لوږه او امنیتي ننګونې زیاتې شوې دي.

په دې راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې اقتصادي ناورین پراخ دی او په تېرو شپږو میاشتو کې تر نیمايي زیاتې کورنۍ له دغه کړکېچ سره مخامخ شوې دي.

د OCHA له‌خوا د ورکړل شویو شمېرو له‌مخې، په ۲۰۲۳ کال کې به ۲۸.۳ ملیونه وګړي (د افغانستان دوه پر درېیمه برخه) د خپل ژوند د ژغورنې لپاره عاجلو بشري مرستو ته اړتیا ولري، ځکه چې د دغه سازمان په وینا، افغانستان د درېیم کال لپاره د وچکالۍ د وضعیت او د دوهم کال لپاره له اقتصادي ځوړ سره مخ دی.

د مزار شريف ښار ته څېرمه، بې‌ځايه شوې کورنۍ، انځور - ارشيف
د مزار شريف ښار ته څېرمه، بې‌ځايه شوې کورنۍ، انځور - ارشيف

د OCHA په وینا، په ۲۰۲۳ کې ۱۷ ملیونونه خلک د شدید لوږې سره مخ دي چې له ډلې ۶ ملیونونه وکړي د خوراکي توکو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

په راپور کې راغلي، چې د نړیوالو پراختیايي مرستو ۷۵سلنه چې له دې مخکې د روغتیايي سیستم په ګډون د عامه خدمتونو د لګښت په برخه کې کارول کېده، ځنډول شوې او د پراختیايي فعالیتونو د نشتوالي او بشري مرستو ته د اړتیا د زیاتوالي له امله د افغانستان خلک اوس له سخت حالت سره مخ دي.

اوچا خبرداری ورکړی چې د کار، اقتصادي فعالیت، روغتیا او کرنې سکتور ته باید جدي پاملرنه وشي.

خو طالبانو تل ویلي چې، وضعیت هومره هم بد نه‌دی لکه څنګه، چې د نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې ویل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG