د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

د ځینو خیریه بنسټونو مسوولان: له زیانګالو افغان ماشومانو سره دې مرستې وشي


په بلخ کې د بېځایه شویو کډوالو د کمپ یوه څنډه. یو ماشوم خپلې خیمې ته تللې لاره پاکوي.
په بلخ کې د بېځایه شویو کډوالو د کمپ یوه څنډه. یو ماشوم خپلې خیمې ته تللې لاره پاکوي.

د یو شمېر خیریه بنسټونو مسوولان خبرداری ورکوي، که له یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو سره مرسته ونه شي نو د سړې هوا له کبله به ژوند له لاسه ورکړي.

دوی وايي، هڅې پیل کړي څو په افغانستان کې بېوزله ماشومان د یخنۍ له ځپلو وژغوري.

د خیریه بنسټونو مسوولان له افغان سوداګرو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د زیانګالو افغان ماشومانو لاسنیوی دې وکړي څو د یخنۍ له ځپلو وژغورل شي.

د طالبانو حکومت ویلي، په تېرو څو ورځو کې د یخنۍ او نورو بېلابېلو پېښو له امله لسګونه کسان مړه شوي او دغه راز سلګونه څاروني هم له منځه تللي دي.

نور حال د شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00
مستقیم لېنک

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG