د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې له بېوزلو سره د مرستې لپاره د بسپنې غوښتنه کړې


ارشیف: په افغانستان کې د یوه روغتیايي مرکز د فعالیتونو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د یوه روغتیايي مرکز د فعالیتونو انځور

د روغتیا نړیوال سازمان په روان میلادي کال کې په روغتیايي برخو کې له بېوزلو خلکو سره د مرستې لپاره څه باندې دوه نیم میلیارد ډالره بسپنې غوښتې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په روان ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ له میلیونونه خلکو سره چې بېړنیو روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري، د مرستې لپاره د ۲،۵۴ میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې، په افغانستان، یمن، سوریه او ایتیوپیا کې د کړکېچونو، د اوکراین د بېرحمانه جګړې او همداراز د اقلیمي بدلونونو له کبله د پاکستان په څېر د ځپل شویو هېوادونو له متضررو خلکو سره د بېړنیو مرستو د اړتیا یادونه کړې.

په اوکراین کې یو روغتیا پاله د یوه ناروغ د درملنې پرمهال
په اوکراین کې یو روغتیا پاله د یوه ناروغ د درملنې پرمهال

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې پر دې ټولو ناورینونو سربېره په ټوله نړۍ کې د کووید ۱۹ د وبا او د شري او کولرا په څېر د ساري ناروغیو له کبله د روغتیايي خدماتو سیسټمونه سخت زیانمن شوي دي.

په بیان کې د ډبلیو ایچ او د مشر ټیدروس ادهانوم ګیبرییسوس له قوله راغلي چې نوموړی وايي: "موږ په یوه وخت کې د څو کړکېچونو د مجموعې شاهدان یو چې باید په بېساري ډول مقابله ورسره وشي."

هغه زیاتوي‌چې نړیوال نه شي کولای له دې کړکېچونو ځان لیرې وساتي.

ګیبرییسوس یادونه کړې چې ډبلیو ایچ او دا مهال په ټوله نړۍ کې له ۵۴ روغتیايي کړکېچونو سره لاس ګرېوان ده چې ۱۱ یې تر ټولو زیات بېړني دي او د دې ادارې د بورډ په کچه اقدام غواړي.

په اوکراین کې د ډبلیو ایچ او استازي یارنو هابیچت ویلي چې په جګړه ځپلي اوکراین کې د روسیې له یرغل وروسته د تېر نږدې یوه کال په ترڅ کې له ۷۰۰ زیات روغتیايي مرکزونه په حملو کې په نښه شوي چې روغتونونه او امبولاسونو هم په کې شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې په عین حال کې په ټول اوکراین کې پر مهمو عامه تاسیساتو د لویو حملو له وجې روغتیايي مرکزونه په سم ډول فعالیت نه شي کولای.

هابیچت وویل چې دوی ډېری وخت د بریښنا، سونګ موادو او اوبو په نشتوالي کې په ستونزمنو شرایطو کې کار کوي.

د ملګروملتونو د اټکل له مخې سږکال په ټوله نړۍ کې نژدې ۳۴۰ میلیون خلک د بېړنیو یوه ډول ته اړتیا لري چې د تېر ۲۰۲۲کال پرتله نږدې ۲۵سلنه زیاتوالی ښيي.

په عین حال کې د برتانیا پخواني صدراعظم ګوردن براون چې د ډبلیو ایچ او نړیوال مالي سفیر دی ویلي: "که موږ نه غواړو ناروغ انسانان د مصیبت په حال کې یوازې پرېږدو، نو باید د اړتیا وړ ځانګړو روغتیایي تجهیزاتو او روغتیا پالانو د چمتو کولو لپاره اقدام وکړو."

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG