د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

د خوړو نړيوال پروګرام: د هند لس زره ټنه نور مرسته شوي غنم افغانستان ته لېږدول کېږي


د هند د مرسته شويو غنمو یو انځور
د هند د مرسته شويو غنمو یو انځور

د ملګرو ملتو د خوړو نړیوال پروګرام چارواکو د هند په امرتسر ښار کې د غنمو له ګدام څخه د لیدنې پر مهال وویل،د هند له لوري لس زره ټنه نور غنم افغانستان ته لېږل کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي او د هند حکومت د سږ کال په لومړیو کې یو سند لاسلیک کړ چې پر اساس یې هند افغانستان ته د ۵۰ زره ټنه غنمو مرستې ژمنه وکړه.

له دې اندازې غنمو تر اوسه پورې لس زره ټنه افغانستان ته رسېدلي دي.

هند تر دې مخکې هم لس زره ټنه غنم افغانستان ته لېږدولي دي.
هند تر دې مخکې هم لس زره ټنه غنم افغانستان ته لېږدولي دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام مسوولانو د هند په امرتسر ښار کې د غنمو د یوه ګودام د لیدلو پر مهال وویل چې ۱۰ زره ټنه نور غنم افغانستان ته د لېږلو په حال کې دي.

د خوړو په نړیوال پروګرام کې د دولت او بهرنیو اړیکو مسوول شیروتي ایس په دې اړه وویل:"د خوړو د نړیوال پروګرام او د هند د حکومت ترمنځ مشارکت شته. د هند حکومت د خپلو خلکو له لوري د افغانستان خلکو ته غنم استوي. د غنمو د لېږلو لومړی پړاو پای ته رسېدلی او موږ د ۱۰ زره ټنه نورو غنمو د لېږلو په حال کې یوو."

هند او د نړۍ نورو هېوادونو د طالبانو حکومت تر اوسه پورې په رسمیت نه دی پېژندلی خو نوي ډیلي ویلي چې له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې لوږه او بېوزلي خورا زياته شوې ده.

په وروستیو میاشتو کې بېلابېلو هېوادونو کابل ته ډېرې بشري مرستې استولي خو یو شمېر خلک شکایت کوي چې مرستې حقدارو ته نه رسېږي.

خلک وايي: "مرستې راځي خو کوم استازی چې یې تاییدوي د بېوزلو نومونه نه اخلي، د خپلو خپلوانو نومونه اخلي. چېرې چې موږ اوسو مرسته ورته راغله خو له بده مرغه اړو کسانو ته ورنه کړل شوه."

ځینې نور بیا تور لګوي چې مرستې هغو کسانو ته وېشل کېږي چې طالبانو ته نژدې وي.

خو طالب چارواکو ویلي چې د مرستو د وېشلو په پروسه کې بشپړ شفافیت رعایت کېږي او هڅه کوي چې مستحقو کسانو ته ورکړل شي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د شمېرنو پر اساس، اوسمهال کابو ۲۴ ملیونه افغانان بشري مرستو ته سخت اړ دي.

XS
SM
MD
LG