د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

افغانستان

پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې غنم او درمل افغانستان ته ولېږدوي

د واګه بندر
د واګه بندر

پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې له افغانستان سره مرسته شوی ۵۰ زره ټنه غنم او درمل د دغه هیواد د واګې بندر له لارې افغانستان ته انتقال کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي د واګې بندر له لارې د دغو مرستو د انتقال جواز تېره ورځ د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د هند شارژدافیر ته وسپارل شو.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد دغه پرېکړه د "بشر دوستانه استثنایي اقدام" په توګه یاده کړې، ځکه وړاندې له دې پر هندي سوداګریزو توکو بار هېڅ لارۍ له واګې بندر څخه د تیرېدو اجازه نه درلوده.

د هند په دغو بشري مرستو کې چې ټاکل شوې د پاکستان له لارې افغانستان ته انتقال شي، غنم او درمل شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د واګې بندر له لارې د هند د بشري مرستو غوښتنه دوه اوونۍ وړاندې پاکستان ته د طالبانو حکومت د یوه پلاوي د سفر پر مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خوا مطرح شوه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان د زونونو په کچه د فوټبال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې

د زونونو په کچه د افغانستان فوټبال سيالۍ.
د زونونو په کچه د افغانستان فوټبال سيالۍ.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي دي چې، د بېلابېلو زونونو په کچه یې د فوټبال پیل کړې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یاد فدراسیون د خبرونو پر اساس، دغه سیالۍ د افغانستان اتلانو لیګ ته د لارموندنې پړاو و، چې تر دې وروسته به یې غوره لوبډلې په بل پړاو کې ولوبیږي.

د یادو سیالیو په ترڅ کې د جنوب ختیځو ولایتونو د لوبډلو اتلولي د ننګرهار، د غربي ولایتونو اتلولي د هرات، د شمال ختیځو ولایتونو اتلولي د کندز، د جنوب لوېدیځ ولایتونو اتلولي د هلمند او د شمالي ولایتونو اتلولي د بلخ ولایتونو اړوندو کلبونو وګټلې.

فوټبال فدراسیون نه‌دي ویلي چې، د افغانستان اتلانو لیګ سیالیو بل پړاو به په کوم تاریخ پیليږي.

د ویلو ده چې د یادو سیالیو نندارې ته په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه نندارچیان هم ورغلي وو.

د افغانستان الف لوبډله نن له عمان سره سیالي کوي

ارشيف
ارشيف

ټاکل شوې ده چې، د افغانستان د کرکټ الف لوبډله نن دوشنبه د اکټوبر په ۱۴مه نېټه د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې له کوربه عمان سره سیالي وکړي.

سیالي به د کابل پر وخت ماسپښین مهال پيل شي.

د دې درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان الف لوبډلې د هانک کانګ ملي لوبډلې ته د ۷ وېکټو په توپير ماتې ورکړې وه.

که افغان لوبډله دغه سیالي وګټي، نو د اکټوبر په ۱۵مه نېټه به د دې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه یا له هانک کانګ او یا هم عمان سره ترسره کوي.

افغان کرکټ بورډ ویلي دي، د دې سیالیو موخه د اسیا ایمرجینګ سیالیو لپاره چمتووالی دی چې د اکټوبر په ۱۸مه نېټه به په عمان کې پيل شي.

طالبانو په لوګر ولایت کې اته تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

د لوګر ولايت نقشه
د لوګر ولايت نقشه

د طالبانو سترې محکمې پرون یک‌شنبې د (اکټوبر ۱۳مه) په یوې اعلامیې کې ویلي، د یوې ښځې په ګډون اته تنه يې د غلا، له کوره د تېښتې او لواطت په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې په لسګونه کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړل شوي دي.

تېر کال په فراه ولایت کې طالبانو یو کس د قتل په تور په عام محضر کې اعدام کړ.

په عام محضر کې د طالبانو له‌خوا د سزاو پلي کېدل، د بشري حقونو د فعالانونو او سازمانونو اندېښنې راپارولي دي.

ستانکزی: له څه باندې دوو مياشتو راهيسې پاکستان د افغان سوداګرو په مخه سوداګريزې لارې تړلي دي

شيرمحمد عباس ستانکزی
شيرمحمد عباس ستانکزی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی وايي، څه باندې دوه میاشتې وشوې چې پاکستان د افغان سوادګرو پر مخ د ټرانزیټ ټولې لارې تړلي دي.

عباس ستانکزي دا څرګندونې پرون د (اکټوبر ۱۳مه) په کابل کې په یوې ناسته کې کړي دي.

نوموړي ويلي: "زموږ سبزیجات، مېوې او هیڅ توکې ته لار نه ورکوي او که چېرته لار ورکړي، دا زه باید په ډېر تاسف ووایم چې له تورخم نه نیولې تر واګې بندر پورې که پولیس دي او که عسکر دي، ټول غله دي او له سوادګرو غلاوې کوي."

د ښاغلي ستانکزي په خبره، دا کار نه د افغان سوادګرو او نه هم د پاکستان د حکومت په ګټه دی.

ډېره موده کېږي، چې د تورخم لویه لار د سوادګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ تړل شوې چې له کبله یې افغان سوداګرو او بزګرانو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

د لارو د بندېدو سربېره، د پاکستان حکومت میاشت وړاندې د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیجاتو ګمرمې تعرفي ۱۵برابره لوړې کړې دي.

افغان ابدالیانو د هانګ کانګ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغان ابدالیانو لوبډله
د افغان ابدالیانو لوبډله

د عمان په کوربتوب د پیل شویو درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن یکشنبه د اکټوبر په ۱۳مه نېټه افغان الف لوبډلې له هانګ کانګ سره سیالي وکړه چې د ۷ وېکټو په توپیر افغانستان وګټله.

د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

هانګ کانګ د ۹ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۱۱ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې کریم جنت ۳ او فریدون داودزي دوه لوبغاړي وسوځول.

د هانګ کانګ هدف افغان الف لوبډلې په ۱۴م اور کې د درې لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.

افغان لوبډلې ته کریم جنت ۴۷ ناسوځېدلې او ذبید اکبري ۳۷ منډې وکړې.

افغان لوبډلې به خپله دویمه سیالي سبا دوشنبه له عمان سره ترسره کوي.

د افغانستان الف او هانک کانګ لوبډلو سیالي پیل شوې

د افغانستان او هانک کانګ د لوبې د پچې چونې یو انځور
د افغانستان او هانک کانګ د لوبې د پچې چونې یو انځور

د افغانستان د کرکټ الف او هانک ګانګ ملي لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې لومړۍ لوبه پیل شوې ده.

دغه سیالي چې نن یکشنبه د اکټوبر په ۱۳مه نېټه د عمان په کوربتوب پیل شوې، افغانستان یې پچه ګټلې ده او توپ اچونه یې غوره کړې ده.

د افغانستان لپاره په ننۍ سیالۍ کې صدیق اتل، ذبید اکبري، دروېش رسولي، محمداسحاق، شرف‌الدین اشرف، شاهدالله کمال، ننګیالی خروټی، کریم جنت، الله محمدغضنفر، فریدون داودزی او بلال سمیع لوبه کوي.

د ویلو ده چې افغان لوبډله به خپله دوهمه سیالي سبا له عمان سره ترسره کوي.

چارواکي: په تهران کې له ۳۲۰۰ پېژندل شویو ماشومو کارګرو څخه ۸۵ سلنه یې بهرني اتباع دي

د ایران پر یوه سړک کارګر ماشومان
د ایران پر یوه سړک کارګر ماشومان

د ایران د ماشومانو د حقونو د ملي ادارې منشي علي کاظمي وایي، په تهران کې له ۳زره ۲۰۰ پېژندل شویو ماشومو کارګرو څخه ۸۵ سلنه یې بهرنی اتباع دي.

کاظمي پرون شنبې له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې څرګنده کړه چې د زده‌کړې نشتوالی او مالي ستونزې دا ماشومان مجبور کړي چې د تهران په سړکونو کې کار وکړي.

ده زیاته کړه، د بهرنیو اتباعو ادارې د ماشومانو په اړه د ملي قوانینو د سرغړونې له امله بې اسناده ماشوم کارګران ایستلي دي.

که څه هم کاظمي د بې اسنادو ماشومانو تابعیت په ګوته نه کړ، خو ایراني چارواکي اکثرا د "بې اسناده اتباعو" اصطلاح افغانانو ته کاروي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ښه کولو لپاره د ازادې سوداګرۍ د تړون پر لاسلیک ټینګار وشو

د تورخم-پېښور لویه لار. دغه لار د افغانستان او پاکستان د راکړې ورکړې او ټرانزیټ مهم مسیر بلل کېږي.
د تورخم-پېښور لویه لار. دغه لار د افغانستان او پاکستان د راکړې ورکړې او ټرانزیټ مهم مسیر بلل کېږي.

په پاکستان کې د سرحد په نوم د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشر فضل مقیم د پاکستان او افغانستان د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ښه کولو لپاره د ازادې سوداګرۍ د تړون پر لاسلیک ټینګار وکړ.

ده پرون شنبې له اسلام‌اباد او کابل څخه وغوښتل چې د تعرفو او ګمرکي محصول پر اوسني جوړښت بیا کتنه وکړي او هغه مطلوبې کچې ته راکم کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه د لارو د بندېدو او د پاکستان له لوري د افغانستان د مېوو پر صادراتو د تعرفې څو برابره زیاتېدو له کبله خورا ټیټه شوې ده.

دوو مخالفو ډلو په کابل او غور کې د ۷ طالبانو د وژلو ادعا کړې

په افغانستان کې د ملي مقاومت جبهې په نوم د مخالفې ډلې جنګیالي
په افغانستان کې د ملي مقاومت جبهې په نوم د مخالفې ډلې جنګیالي

د طالبانو دوو مخالفو ډلو ادعا کړې چې په کابل او غور ولایتونو کې یې طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې د دوی ځواکونو تېر ماښام د کابل په دارالامان سیمه کې پر هغه رنجر موټر چې د طلحه په نوم د طالبانو د استخباراتو د ۹۰ ادارې سرګروپ یې لېږداوه، حمله کړې ده.

وړاندې ویل شوي چې په دې حمله کې د طالبانو د استخباراتو درې پوځیان وژل شوي او بل ټپي دی.

تر دې مخکې د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو په دې سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی و.

بل لوري ته د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ځواکونو په غور کې څلور طالبان وژلي دي.

دغې جبهې ویلي چې دا حمله پرون تر غرمې مخکې د چهارسده ولسوالۍ پر لویه لار شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو وسلې او مهمات د ملي مقاومت جبهې لاس ته ورغلي دي.

طالبانو د دغو ډلو د ادعاوو په باب څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم په بې پرې ډول دغه ادعاوې نه شي تاییدولی.

د افغانستان الف لوبډله له هانګ کانګ سره سیالي کوي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله نن یکشنبه د اکټوبر په ۱۳مه نېټه د هانګ کانګ ملي لوبډلې پر وړاندې شل اوریزه سیالي ترسره کوي.

دغه درې اړخیزې سیالۍ چې د افغانستان، عمان او هانګ کانګ په ګډون تېره ورځ پیل شوي، دا په‌کې د افغان لوبډلې لومړۍ سیالي ده.

دغه سیالي به د افغانستان پر وخت ماسپښین مهال پیل شي.

د دې درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د افغانستان دویمه لوبه د اکټوبر په ۱۴مه نېټه له عمان سره ده.

کرکټ بورډ ویلي چې د دې سیالیو موخه د اسیا ایمریجنګ جام سیالیو ته چمتوالی دی چې د اکټوبر په ۱۸مه نېټه به په عمان کې پیل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG